تاند- عجیب و غریبې ودانۍ به مو لیدلي وي. له ښه مرغه نن سبا په افغانستان کې هم ډېرې ښکلې او کمسارې ودانۍ جوړې شوي دي خو دا ډول (عکس) ودانۍ به مو تر دې مخکې نه په خپلو سترګو لیدلې وي او نه به مو په عکسونو کې کتلې وي.

دا خبره مو ځکه په دومره ډاډ وکړه چې دا ودانۍ لا جوړه شوې نه ده.

په فرانسې کې به پر دې ۱۷ پوړیزې ودانۍ  ژر کار پیل شي. دا ودانۍ یوې ونې ته ورته ده چې پاڼې او څانګې یې شاوخوا کږې وږې شوي وي.

پر هغې یې (وایټ تري) نوم ایښی او زینې یې داسي طراحي شوي لکه څوک چې پر پاڼو خېژي یا ښکته کېږي.

د دې ودانۍ لوړوالی به ۵۶ متره وي او په هغې کې به ۱۲۰ کورونه، یو رستوران، هنري ګالري او تفریحي مرکزونه موجود وي.

پر ودانۍ به د راتلونکي ۲۰۱۵ میلادي کال په جولای میاشت کې کار پیل شي او تمه ده چې د ۲۰۱۷ میلادي کال تر دسمبر پوري بشپړه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *