تاند- د سعودي عربستان مفتي د دغه هیواد په دولتي تلویزیون کې د بوفې پرضد فتوا صادره کړه، او هغه یې غیر شرعي وبلله.
د سعودي عربستان مفتي صالح الفیضان ویلي دي چې د خوړو د اندازې له معلومولو پرته هر څومره خوراک چې څوک غواړي وکړي، غیراسلامي کار دی نو باید مسلمانان داسي رستورانونو ته لاړ نه شي چې هلته د ټاکل شوې اندازې خوړو لپاره بیه په پام کې نه وي نیول شوې.
هغه رستورانونه چې په یوه ټاکلې بیه مراجعینو ته راز راز خواړه، هر څومره چې خوړلی شي، وړاندې کوي، بوفې وايي.
په دا ډول رستورانونو کې ځیني کسان ممکن ډېر لږ خوراک وکړي او ځیني نور، په تېره بیا حریصان، د څو تنو خواړه په یو وار وکړي او په نتیجه کې یې له هضمي ستونزو سره هم مخامخ شي.
په لوېدیځو او شتمنو هیوادونو کې، چې خلک په نس ماړه دي، څوګ دا (هضمي) شکایت نه لري خو د سعودي عربستان په شان د شتمن هیواد مفتي ته دا کار غیر شرعي ښکاره شوی دی.