تاند- امریکايي ساینسپوهانو په عادي سونګ موادو د طبیعي ګازو د بدلولو خورا اسانه، ارزانه او پاکه لاره موندلې چې کېدای شي په دې شیوې د تېلو ځای ګاز ونیسي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دا نوې شیوه په طبیعي اوبلنو ګازو د بدلولو لپاره تر مروجو او عامو طریقو اسانه او ارزانه ده.
د څېړونکو په وینا تقریباُ هره کیمیايی ماده چې له تېلو څخه توليدېږي له طبیعي ګازو څخه ترلاسه کېدای شي خو نن سبا دا کار نه کېږي ځکه چې پر دغو موادو د طبیعي ګازو د بدلولو لګښت زیات دی.
د متحدو ایالتونو د فلوریدا د سکریپس تحقیقاتي موسسې د انرژۍ د مرکز مشر روی پرینا وویل:«پر کیمیايي موادو یا سونګ توکو د طبیعي ګازو د بدلولو اوسنۍ تکنالوژي ډېره ګرانه تمامېږي او له تېلو سره سیالي نه شي کولی.»
میتان، اتان او پروپان د طبیعي ګازو اصلي اجزا دي چې د الکانونو په کورنۍ کې شامل بلل کېږي. خو د اوسنۍ ټکنالوژۍ په مټ په پیټرولو، ډیزلو او نورو ګټورو بڼو د الکان بدلېدا ارزانه تمامېدای شي.