د پښتو ادبي چمن ټل له خوا په دې وروستیو کې خیبر پښتونخوا کې دپښتو ژبې شپږ لیکوالو ته د (دریاب) غوره ادبي ایوارډونه ورکړل شول.
سږکال د شعر په برخه کې دا جایزه ځوان افغان شاعر طایر ځلاند و ګټله.
دغه جایزه د پښتو ژبې درې شاعرانو ته ورکړلی شوه، چې پکې ممتاز اورکزي ته په (د ځمکې اسمان ) رازق فهیم ته په یوه پیاله رڼا او طایرځلاند ته په شعري ټولګه ( لپه کې رڼا ) باندې ورکړلی شول.
د پښتو ادبي چمن ټل له دې وړاندې د ژبې او ادب په اړه دوه نړیوال کنوینشنونه هم جوړ کړي ول په نثر کې د ( دریاب ادبي ایوارډ) ډاکټر سلمی شاهین، عارف تبسم او حیات روغاني ته ورړلی شوه.
تر دې مخکې په تېرو کلونو کې دا جایزه پښتنو شاعرانو او لیکوالو ډاکټر شیرزمان طایزي، غازي سیال، خدای بښلي استاد محمد صدیق پسرلي، اکرام الله ګران، اجمل خټک، سعید ګوهر، سردار علي ټکر، استاد حبیب الله رفیع، اباسين یوسفزي، درویش دراني، طاهر اپريدي او خیر محمد عارف ګټلي دي.
د دغه بسنټ د چارواکو په وینا چې په راتلونکې کې دخپلو لیکوالو د حوصلې لوړونې او ستاینې له پاره دا ډول نور پرګرامونه هم په مخ کې لري