دا ځل د انتخاباتو یوه ښه ځانګړتیا دا ده چې د کاندیدانو او د هغوی د پلویانو ترمنځ سیالي شدیده ده. کېدای شي د ټولو کاندیدانو هدف د هیواد ابادي او د خلکو سوکالي وي خو د هر چا لارې بېلې دي(منزل د ټولو یو دی خو سفر جدا جدا) . همدا علت دی چې دا وار کاندیدانو ته سندرې او شعرونه ویل کېږي. دا سندره له پکتیا څخه د تاند دایمي همکار ښاغلي منکل رالېږلې ده
