تاند- په داسي حال کې چې د افغانستان حکومت په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستنې په وړاندې عکس العمل وښود، د چین د بهرنیو چارو وزارت د قطر په دوحې کې د طالبانو د سیاسي دفتر پرانستنه په حالاتو کې د مثبت بدلون نښه وبلله.
د افغانستان حکومت نن په یوه اعلامیه کې وویل چې د قطر په خبرو کې به ګډون ونه کړي.
د چین د خبري اژانس شینوا د راپور له مخې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویندویې (خوا چن اینګ) نن /چهارشنبه/ وویل: چین د افغانستان د ملي پخلاینې په بهیر کې د مثبت پرمختګ هرکلی کوي او د افغانستان د خلکو له لوري د دغه هیواد د چارو د پرمخ بېولو لپاره د نړیوالې ټولنې د ګډو هلوځلو غوښتونکی دی.
دې همداراز وویل:«چین باوري دی چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان مځکنۍ بشپړتیا، د حاکمیت حق او خپلواکۍ ته په درناوي د دغه هیواد د ملي پخلاینې له پروسې سره لازمه مرسته وکړي.»
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندويې دا هم وویل چې چینایان باوري دي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هیواد کې د پانګونې له لارې ثبات راتلای شي.
چین د افغانستان د عینک د مسو کان د قراداد د اخیستلو تر څنګ د افغانستان په شمال کې د تېلو د سپړلو او راایستلو قرارداد هم خپل کړی دی.
دې هیواد تېر کال له افغانستان سره د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو سند هم لاسلیک کړ.
چین فکر کوي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به په دغه هیواد کې د چین نفوذ نور هم زیات شي. چین ته په افغانستان کې نفوذ خورا اهمیت لري ځکه دا هیواد، چې د پرمختګ چټک ګامونه اخلي د افغانستان په شان یو هیواد، چې تر مځکې لاندې پرېمانه زېرمې یې سلامتې پاتې دي او له بلې خوا یې په ګاونډ کې پروت دی، ډېر ګټور تمامېدای شي.
خو د چین د افغانستان د ثبات له درکه اندېښنه لري. سره له دې چې چینایان له افغانستانه د امریکایی پوځیانو په وتلو خوشالېږي خو له دې وېره لري چې د امریکایانو ځای به د چینايي هغو په شمول د نړۍ سخت دریځي ډک کړي.
د چین ګلوبل ټایمز ورځپاڼې هم په وروستۍ ګڼه کې دې مسلې ته اشاره کړې، لیکلي یې دي: له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته بې ثباته په دغه هیواد کې د پانګونې مخه نیسي.
د چین په واکمن ګوند پوري دې اړوندې ورځپاڼې لیکلي، د امریکا د کانګریس ځیني غړي وايي، په داسي حال کې چې د دوی پوځیان په افغانستان کې وژل کېږي چینایان د افغانستان له اقتصادي فرصتونو څخه ګټه اخلي.
ورځپاڼې دا هم لیکلي چې پیکنګ په افغانستان کې لاسوهنه نه کوي خو د افغانستان ګډوډي چین هم ګواښي.