تا وژړل، ولس هم درسره وژړل، تا سترګې سرې کړې، موږ هم دا پېرې وکړې، په ډراماتیک اقدام کې دې له امریکا سره غېږه ورکړه، موږ هم ستا د ښکاره غوښتنو په اساس ومنله، خو اوس، اوس چې کیسې را میدان ته کېږي، نو ددې ولس په سرنوشت له یوې لویې لوبې پرده پورته کېږي.

پرون دې په ولسي جرګه کې د اساسي قانون له یوې مادې پرته ـ چې د اسلام مبارک دین دی ـ په نورو ټولو مادو کې د تغیر زیګنالونه ورکړل؛ اما هغه بله ورځ خو همدا ته په اساسي قانون کې د تعدیلاتو راوستو مخالف وې او په اوسنیو شرایطو کې دې دا کار د افغانستان لپاره زهر بلل.

ولس دې په ډاکتر عبدالله وېرولی، خو نن چې د پردې تر شا خبرې روانې دي او د ارګ کاندید ـ زلمی رسول ـ یا استاد سیاف له ډاکتر عبدالله عبدالله سره په ټاکنیز اتحاد ستا ګټې خوندي کولی شي، هېڅ خبره ده.

د ولسمشر په توګه ستاسو درانه حضور ته په ټول احترام؛ اما ملي ګټې تر تاسو غوره دي. ته لکه د ټاکنو شپې ورځې بدلېدلی شې؛ اما ددې ولس ملي ګټې تر هغو ژوندۍ دي چې؛ دوی ژوندي دي او د ځمکې پر مخ د افغانستان په نوم یو خپلواک هېواد شته وي.

په ولسي جرګه کې بهرنیانو ته په ټاکنو کې د نه لاسوهنې په اړه د ښاغلي کرزي  اخطار د تېرو تجربو په اساس و. په ۲۰۰۹ کال کې چې امریکایانو د ډاکتر عبدالله عبدالله په ګټه لاسوهنې وکړې، نو کرزی یې غوسه کړ، خو د بهرنیانو د لاسوهنې وېره دا ځل له بلې زاویې ده.

ولسمشر کرزي د ارګ کاندید ـ زلمي رسول ـ ته ټول دولتي امکانات برابر کړي، بېلګې یې د کندهار د تېرې ورځې غونډه، چې پولیس په زور خلک مجبورول څو د رسول کمپاین غونډې ته ورشي. ولسمشر د دریواړو قواوو مشر دی، د پوځ د مشر په توګه چې ولسمشر پدې اقدام چوپ پاتې، نو له دې بل لوی دلیل نشته چې؛ دولت هم زلمي رسول ته کمپاین کوي.

په پکتیا کې د شاروالۍ د کارکوونکو له لوري د ښاغلي رسول کمپاین او ورته نورې پېښې ښیي چې؛ د بهرنیانو د لاسوهنې وېره دا ځل له دې ادرسه ده چې؛ له واک او دولتي امکاناتو د زلمي رسول د استفادې په اړه شواهد خپاره نشي او کله چې د اوسني دولت ټول امکانات د ارګ کاندید ته په خدمت کې ورکړل شوي دي، نو په راتلونکو ټاکنو کې یې د بریالیتوب چانس ډیرېږي او ولسمشر کرزی هم همدغه څه غواړي.

د ولسمشر د تېرو دیارلسو کلونو تجربې دا یوه خبره ډېره ښه درک کړې، چې د ولس د احساساتو په بنا اقدام د هغه د تصویر شا له خلکو پټولی شي.

د امنیتي تړون په اړه یې زه د امریکا په وړاندې د ښکاره شرایطو پلوی یم او د ولس په خیر یې بولم، خو د پردې تر شا امریکا ته په ټاکنو کې د بې طرفۍ ـ د ولسمشر د شرایطو په محدوده کې بې طرفي، په عموم کې باید ټول لوري بې طرفه وي ـ او یا د ارګ د کاندید د ملاتړ شرطونه په ملي ګټو د ولس د احساساتو له ادرسه سیوری غوړولی شي.

په قیوم کرزي د ولسمشر کرزي کورني او قومي فشارونه هم د همدې لپاره و چې؛ په یو ډراماتیک اقدام کې د نړیوالو او ولس سترګوته خاورې وشیندي او د خپل کاندید په څېره کې خپله بقا خوندي کړي.

د اوسني حکومت په سپارښتنه د زلمي رسول د کمپاین لپاره د متحده عربي اماراتو میلوني مرستې، له دولتي بودجې د شل میلونو ډالرو وتل او د والیانو، وزیرانو او یو شمېر ولسوالانو مالي او معنوي ملاتړ پدې ارزي چې؛ ولسمشر کرزی یې د خپلې بقا لپاره ترسره کوي؟

پدې مواردو کې چې قانون پخپله د حکومت له لوري نقض کېږي، نو بیا ولې له حکومته د بهر یو شمېر کړیو ګیله وکړو؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *