ختیځ ادبي بهیر خپله شپږ اتیایمه (۸۶یمه) اوونیزه ناسته د روان (۱۳۹۲) هجري لمریز کال د کب په درویشتمه (۲۳مه) چې د (۲۰۱۴) میلادي کال د مارچ له څوارلسمې (۱۴مې) سره برابره وه، د تل په څېر د ننګرهار د رسنیز کور (مېدوتېک) په انگړ کې ترسره کړه. یاده غونډه د جمعې په مبارکه ورځ سهار په لسو (۱۰:۰۰) بجو د انعام الله منت بار له خوا د قرآن کریم پر څو سپېڅلو ایاتونو پیل شوه. د دریځ چارې يې احمدجمال جمال پر مخ وړلې، او گوزارش جمال ثاقب لیکه.

په سر کې بازمحمد عابد د ادبي غونډې په تنظیمولو پراخه او گټورې خبرې وکړې. ورپسې د توکو د ارزونې برخه وه، چې بهیروالو په کې دتنکي شاعر مجیب الرحمن جمال پر یوه غزل کره کتنه وکړه. یاد غزل چې مطلع یې نه لرله په دې بیت پیلېده:

زما د اوښکو د سېلاب نه بحر جوړ شي
ستـــــا څپې څپې خندا زما تر غوږ شي

ضیا‌ءالدین همت وویل چې شاعر نوی دی او له انتقاده زیات لارښوونې ته اړتیا لري. بازمحمد عابد هم د همت مل د خبرو ملاتړ کاوه. نوموړی په دې اند و چې دا کره کتنه باید اصلاحي بڼه ولري او ملگري دې تر ډېره د بیتونو په سمولو کې برخه واخلي. عابد زیاته کړه چې د بیت لومړۍ مسره باید قافیه واله راشي او مطلع جوړه کړي، چې همت مل بیا په دې ډول سمه کړه:

دبنگړو شور او شرنګا زما تر غوږ شي
ستا څپې څپې خندا زما تر غوږ شي

ورپسې دریځوال د غزل دویم بیت ولوست، چې په لاندې ډول و:

چې ویده یمه یودم له خـــــــوبه پاڅم
ستا دغږ اواز اشنا زما تر غوږ شي

دا بیت د ملگرو ترمنځ له اوږده بحث وروسته په دې ډول ترمیم شو:

کلک ویده یمه یو دم له خـــــوبه پاڅم
چې اواز د خوږ اشنا زما تر غوږ شي
د غزل دریم بیت په دې ډول و:
کله کله چې پـه لار کې سره پېښ شو
ستا کنځلې او ښېرا زما تر غوږ شي

بازمحمد عابد زیاته کړه چې په لومړۍ مسره کې دې د (لار) کلمه په (خیال) بدله شي، په دې ډول به بیت یو څه شاعرانه شي، چې ټولو ملگرو د عابد پلوي کوله او د (خیال) کلمه یې پرځای وبلله.
ورپسې بل بیت ولوستل شو، چې داسې و:

ښایي بیا یې ورور کــوڅه کې چا وهلی
چې یې مور ته کړي ژړا زما تر غوږ شي

ملگري په دې بیت هم ډېر وغږېدل، چې بختیار ساحل بیا داسې بڼه ورکړه:

بېرته بیا خپلې مــاضي ته ورستنېږم
چې دکوم ماشوم ژړا زما تر غوږ شي

له دې وروسته د کره کتنې وار د غزل پنځم بیت ته ورسېد:

گـوره بیا یې په اوربل گلونه ایښي
د مئین د زړه درزا زما تر غوږ شي

په دې بیت هم پراخه بحث وشو، چې په پای کې بازمحمد عابد داسې ترمیم کړ:

جـــــــوړې بیا یې په اوربل گلونه ایښي
چې د خپل زړگي درزا زما تر غوږ شي

نوموړی غزل چې ټول شپږ بیته و، په لاندې مقطع پای ته ورسېد:

چې لحد ته د جمال په چېغو راغلې
گټه نــه لري ژړا زما تر غوږ شي

ټولو ملگرو په دې بیت گټور نظرونه څرگند کړل، چې په نتیجه کې یاده مقطع داسې ترمیم شوه:

د جـــمال تــــــــر مقبرې چــــــــې کله راشې
ستا د سرو شونډو دوعا زما تر غوږ شي

په پای کې مجیب الرحمن جمال دریځ ته وبلل شو. نوموړی خوشاله و چې بهیروالو یې په غزل رغنده خبرې وکړې او ده ته يې په خپلو نظرونو ډېر څه ورزده کړل.

ورپسې ضیاءالدین همت مل د جمال حوصله وستایله چې په ټول زړه یې د ملگرو لارښوونې او اصلاح ومنله. نوموړي هیله څرگنده کړه چې په گانده کې به ترې لاښه شاعر جوړ شي.

له کره کتنې وروسته یوه ازاده مشاعره پیل شوه، چې په غونډه او مشاعره کې: (( دوست محمد دوست، یارمل شینواري، انعام الله منت بار، مجیب الرحمن جمال، بازمحمد عابد، ضیاءالدین همت مل، بختیار ساحل، احمدجمال جمال، بصیراحمد تلاش، حضرت یوسف یوسفزي، واحدالله ساحل، الفت پاڅون او جمال ثاقب)) گډون درلود.

د یادونې وړ ده چې د بهیر په دې ناسته کې د ځوان او خوږ ژبي شاعر ضیاءالدین همت مل نوې چاپ شوې شعري ټولگه (ملکه یې د سندرو) هم په گډونوالو وویشل شوه.په پای کې پرېکړه وشوه چې راروانه اونۍ به حامد غورځنگ خپله نثري لیکنه کره کتنې ته وړاندې کوي.

د ختیځ ادبي بهیر دا ناسته چې لسگونه تنو فرهنگیانو په کې گډون درلود، غرمه ناوخته پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *