د ولسمشرۍ په نوماندانو کې ډاکټرعبدالله عبدالله به کیدای شي یوازینی نوماند وي،چې خپله او هم پلویان یې په هېواد کې له نا امنۍ او نورو ستونزو څخه ترهر چا ډېر شکایتونه کوي او بیا بیا وایي،چې له دې کبله سراسري ټاکنیزکمپاین نه شي کولای.
دا ډله دغه راز سرله اوسه د ټاکنو پراړوندو نورو برخو هم ترزیاته حده پورې منفي موقف ګیري لري.
د ټاکنیزکمپاین په لومړۍ ورځ خپله ډاکټرعبدالله عبدالله پخپله لومړنۍ کمپایني وینا کې خبرداری ورکړ،چې که د ټاکنو پروسه شفافه نه وي،دوی به یې پایلې ونه مني.
اپوزیسیون په ریښتیا شته؟
د ډاکټرعبدالله عبدالله په مشرۍ هغه کسان چې له تېرو ولسمشریزو ټاکنو څخه را وروسته د هغه ملګري دي،ځان د حکومت مخالفه سیاسي ډله اپوزیسیون ګڼي.
په دې اړه،چې دوی دا حق لري کنه د بحث اړتیا به ځکه نه وي،چې په تېرو څو کلونو کې بیا،بیا په دې اړه شنونکو بحثونه کړي او په حکومت کې د عبدالله او ملګرو اړوندې ونډې په یادونې سره یې دغه ادعا غلطه ثابته کړې ده.
که فرض کړو ریښتیا هم د اپوزیسیون موجود په افغانستان کې یو واقعیت وي او مشري یې د ډاکټرعبدالله په مشرۍ ولسمشریز نوماند کوي،په کار ده چې په عمل کې هم دغه ادعا کیدونکی واقعیت ثابت کړی شي.
په نوره دیموکراتیکه نړۍ کې معمول ده،چې اپوزیسیون د حکومت د سیاسي مخالفت د ټولو جریانونو استازیتوب،مدیریت،همغږي او مشري کوي.
اپوزیسیون له حکومت څخه وروسته د ولس او سیاسي حلقو د غږ اوریدو او ستونزو حلولو لپاره د فشار راوړلو موثر دویم ادرس وي.
دا ادرس باید د دې ظرفیت ولري،چې حکومت یې له وېرې هیڅ غلط اقدام،کمزورۍ او خودسرۍ ته زړه ښه نه کړي.
له دې عامو معیارونو سره که د افغانستان سیاسي فضا مقایسه شي،څرګندیږي چې دلته د اپوزیسیون په نوم کوم واقعي ادرس تراوسه پورې نه دی موجود،د دې نوم ادعا کوونکي کړۍ د یوې ځانګړې حلقې استازیتوب کوي.
دا حلقه هم په حکومت کې دننه او هم ترې د باندې د سیاسي استازیتوب علاقه منده او انحصارګره ده،یانې د اپوزیسیون ادعاګرې کړۍ د اپوزیسیون د تعریف خلاف،چې باید حکومت له بې قانونیو او انحصارګرۍ څخه سمې لارې ته کړي،خپله د همدې خود خواهۍ په مرض اخته دي.
د منفي ګرایۍ فرهنګ
د اپوزیسیون په نوم په افغانستان کې د فعالیت دغه ادعاګرۍ ډلې هرڅه ته له منفي زاویې ګوري،دوی ته دا خپل اساسي مسولیت ښکاري،چې باید هره مسله رد او منفي نقطې پکې پیدا کړي.
د اپوزیسیون په نوم دا غلط اقدامات د افغانستان په سیاسي صحنه کې د منفي ګرایۍ د فرهنګ تقویه کولو سبب شوي او په وروستیو کلونو کې سیاسي صحنې ته راوتي نوو اشخاصو ته یې تقریباً دا روحیه ورکړې،چې سیاست یانې مخالفت،سیاست یانې منفي ګرایي او سیاست یانې د تخریبولو او عامه ذهنیت مغشوشولوله لارې د ځان شهرت ته رسول.
د دغه فرهنګ په رڼا کې د اپوزیسیون دعوه ګیر د روانو ټاکنو د پروسې له پیله داسې چلند کوي،چې په دې ملي پروسه کې د ولس د ګډون پر وړاندې ننګونې پیاوړې کوي.
د ماتې غږ او تخریبي هڅې
لکه مخکې چې یادونه وشوه،د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین په لومړي ورځ د ډاکټرعبدالله لومړۍ وینا د ده د نهیلۍ ښودونکې او په ټاکنو کې یې د ماتې پیغام لرلو.
له هماغې ورځې څخه د ده پلویان له هرې لارې چې وي،هڅه کوي د خپلې دغه حتمي ماتې د پوزې پیزوان کولو لپاره له اوسه تبلیغاتي او ذهنیت خرابونکې هڅې وکړې.
د دې هڅو په سرکې له امنیتي ستونزو او اندیښنو څخه پراخه سو استفاده راځي،چې دا ډله زیات شکایت ترې کوي.
په افغانستان کې امنیتي ستونزې یو تریخ واقعیت دی،چې نه یوازې د عبدالله عبدالله؛بلکې د زیاتو نوماندانو استازي او کمپاین کوونکي ورسره مخ دي.
خو د ډاکټرعبدالله پلویان د خپلې حتمي ماتې د بل ډول انعکاس لپاره هڅه کوي،چې دا ستونزې یوازې ځانته منسوبې او خورا جدي وښيي.
هېواد وال د رسنیو له لارې شاهد دي،چې دا ټاکنیزه ډله دوی ته له پېښې شوې عادي یا وړې امنیتي ستونزې څخه دومره لویه ستونزه جوړوي او رسنیو کې په چېغو فریاد ترې کوي،چې ته به وایې ټول وطن نا امنۍ پرسراخیستی او د ټاکنو د ترسره کیدو هیڅ امکان نشته دی.
د فاریاب پېښه
د ټاکنو په اړه د ډاکټرعبدالله د پلویانو دا منفي چلند تردې حده پورې جدي دی،چې په ځینو سیمو کې د امنیتي پېښو له کبله نور وژل شوي کسان هم دوی د خپل کمپاین اړوند ګڼي.
د هېواد په شمال فاریاب ولایت کې د روانې حوت میاشتې د شلمې نېټې پېښه د دې ماشومانه عمل یو ښه مثال دی.
په دې نېټه د فاریاب د پښتون کوټ ولسوالۍ په میرشکارسیمه کې درې تنه قومي مخور د ناڅرګندو وسله والو په ډزو ووژل شول.
د ډاکټرعبدالله ټاکنیزې ډلې دستي د یوې اعلامیې په خپرولو سره وژل شوي کسان د خپل کمپاین ځایي مسولین وګڼل او پېښه یې په کلکو ټکو وغندله.
خو ښه ود کورنیو چارو وزارت دغه ا دعاوې رد کړې ا و ویې ویل په فاریاب کې درې وژل شوو قومي مشرانو د کومې انتخاباتي ډلې لپاره کمپاین نه کاوه .
پولیس چارواکو وویل:وژل شوي کسان مارشال قسیم فهیم د فاتحې له مراسمو خپلو کورونو ته پر لار و، پرې برېد وشو او ځای پر ځای ووژل شول.
د دغه وزارت په خپره شوې اعلاميه کې په روښانه ټکو دا هم ویل شوي،چې: « دغه قومي مشرانو د عبدالله عبدالله د ټاکنیزو مبارزو غړي نه و او وژنه یې هم د شخصي دښمنیو پایله وه .»
د فاریاب د پېښې په شان کیدای شي په نورو امنیتي پېښو کې هم چې د ډاکټرعبدالله عبدالله ډلې د خپلو کسانو اړوند ګڼلي،کیدای شي په واقعیت کې دغسې دروغ او غلطې ادعاوې موجودې اوسي.
دا ټول په افغانستان کې د اپوزیسیوني اخلاقو د جدي کمزورۍ نښې دي.
د اپوزیسیون دعوه ګیرباید پوه شي،چې د دوی مسولیت د اوبو خړول او پکې کبان نیول نه دي،دوی باید له ټاکنو سره د یوې مهمې پروسې په څېرچلند ولري،نه دا چې د خپلې اټکل کړې حتمي ماتې د جبران لپاره له اوسه د منفي تبلیغاتو او په ټاکنو کې د برخه اخیستونکو خلکو د رواني امنیت د تخریب او وېرولو له لارې د دغې پروسې د تخریب هڅې وکړي.