د پیتزې له دوکانه چې مې پیتزه رااخیسته واسلاف هم هلته و. ورته ومې ویل

– موټر راسره شته وبه دې رسوم

سړی راسره شو. په چکانو کې پټه نه شته، که یې زړه وي نه نه وایي او که یې زړه نه کیږي په زغرده درته وایي چې خپله دې خپله خپله مې خپله.

چې په موټر کې کښیناستو، پیسو ته مې پام شو. ما دوکاندار ته د پنځه سوه کراونه نوټ ورکړی و، درې نیم سوه مې په جیب کې کیښودې. واسلاف په غیږ کې نیولې پیتزې ته لاس ونیو:

– دلته دغسې لویه پیتزه په دوه نیم سوه ده د ښار خواته دا تر درې سوه ارزانه نه خرڅوي

ما د موټر ګیر بدل کړ:

– په یو نیم که په دوه نیم سوه

– په دوه سوه پنځوس

– ماته خو یې درې نیم سوه بیرته راکړې، دوکاندار تیروتی که په تا نه ناوخته کیږي زه به یې دا سل کراونه بیرته ورکړم.

سړي سر وخوځاوه او د پیتزې دوکان ته سره وګرځیدو. د دوکان څنګ ته په پارکینګ کې بل موټر ولاړ و، شاوخوا نورې شنې کرښې وې. په پراګ کې د قانون له مخې له شنې کرښې سره هغه څوک موټر درولی شي چې اجازه یې لري. همهلته مې بریک ونیو. واسلاف هم راسره ښکته شو. دوکاندار نه ښکاریده. غاړې مې تازه کړې، دی له پسکوټې راووت. چې سلګون مې ورته ونیو، په ورین تندي یې مننه وکړه او چې بهر راغلو، پولیسو زما د موټر له شیشې سره جریمه ایښې وه.

اوف مې وکړ، واسلاف ته مې مخ واړاوه:

– زموږ خواته یو متل دی وایي، ښه مه کوه بد نه شته

– دا متل خو مه تیروه دا د ښو مخه نیسي وبخښه له خپل کلتوره باید دا متل پاک کړئ

– نن دوشنبې ده او زه بیا تر بلې دوشنبې وخت نه لرم چې د ترافیکو دفتر ته ورشم دلته نژدې د ترافیکو دفتر شته چې نن د دغې جریمې غم وکړم

– هاغه دی ترافیک د سړک پورې غاړه

ورغلو. واسلاف پاڼه ورته ونیوله:

– د پیتزې دوکاندار غلط شوی و، ښه مو کول، د هغه پیسې مو بیرته ورکولې، دوه دقیقې تیرې نه شوې تاسو بیا جریمه کړو

د ترافیک شونډې ویړې شوې، پاڼه یې څیرې کړه.