(چرا دکتر عبدالله نامزد مناسب است؟)

(عبدالحفیظ منصور)

ځواب

ولې ډاکټر عبدالله وړ نوماند نه دی ؟

د وري ۲۲ هغه ورځ ده چې دهېواد دمشرتابه ټاکلو لپاره به خلک درایو مرکزونو ته ځي او دخپلې خوښې کاندید به ټاکي ، خو تر هغې شیبې چې کمپاین دریږي هرڅوک حق  لري چې دخپلې خوښې نوماند ته کمپاین وکړي او تر خپله وسه خلک دهغه په ښېګڼو او وړتیاو خبر کړي.چې وکړای شي دخپلې خوښې نوماند درایو په شمیر کې مثبت لوري ته بدلون راولي چې همدا د ولس واکۍ ( دېموکراسۍ ) یو اصل دی .

حفیظ منصور هم ددډاکټر عبدالله عبدالله په ملاتړ ( چرا داکتر عبدالله نامزده مناسب است؟ ) تر سرلیک لاندې  یوه لیکنه کړې او د ( خبرګذاري جمهور ) پاڼې   د روان لمریز کال دکب په ۲۵ هم خپره کړې ده.

ماته دا لیکنه ډیره په زړه پورې ښکاره شوه ځکه غواړم ددې لیکنې څوټکو ته  په څو کرښو کې تم شم،او تاسو  هم ورته  رابولم.

حفیظ منصور لیکي :

( یک. گروه دکتر عبدالله که بنام تیم “اصلاحات و همگرائی” موسوم است، برنامه هائی را روی دست دارد، که بر اساس آن به معضلات افغانستان به صورت بنیادی رسیدگی می شود، از جمله تغییر نظام ریاستی به نظام صدارتی، نیمه انتخابی شدن والی ها، تقویت احزاب سیاسی، رسیدگی به معضله دیورند، تامین مناسبات حسنه با جامعه جهانی و نظایر آن. این تفاوت برنامه برای ما می گوید، که تیم دکتر عبدالله قصد رفتن به پیش را دارد و می کوشد، افغانستان را از وضعیت اسفبار کنونی بیرون آورد.)

حفیظ منصور لیکلي چې دډاکټر عبدالله ټیم دا سې کړنلاره مخ ته کړې چې دافغانستان ستونزې په بنسټیزه توګه پرې له منځه تلای شي . خو زه فکر کړم  که ددغې کړنلارې دا یو ټکي یې ژر تر ژره عملي بڼه غوره کړي نو لرې نه ده چې افغانستان به دنړۍ له نقشې نه په بنسټیزه توګه ورک شي .

که چېرې  په صدارتي نظام  د ریاستي نظام بدلون دعبدالله عبدالله  د موخو په لمړي کتار کې راځي نو ضرور ده چې دخپل  واک په لمړي کال کې باېد دغه موخه چې کلونه کلونه یې دهمدې موخې لپاره مبارزه کړې ده ترلاسه کړي . په داسې حال کې چې لا په هېواد کې سیمه ایز زور واکي په واک کې دي. او ځينې له دغو زور واکو نه دافغان له نامه نه ښکاره کرکه ښولې ده . او بیا هېواد لا یوه مرکزي قوي دولت  او حکومت نه لري ، او لاخو په هېواد کې جګړه روانه ده ، او لاخو خلک صدارتي نظام په بشپړ ډول نه پیژني او ان دصدارتي نظام په ښېګڼو او بد ګڼو نه دي خبر ، او تر ټولو مهمه  دهېواد ګاونډي هېوادونه چې په هېواد کې دیوه مر کزي قوي دولت له جوړېدا نه ډار لري او هڅه کوي چې دهېواد قومي سیاسي او حکومتي جوړښتونه په هر ډول چې کیږي ، زیانمن او ړنګ کړي، او همدوی دي چې ځینې سیاسي کړۍ دصدارتي نظام راوېستو لپاره هڅوي  چې په اسانه وکړای شي ، دغه اوبه دډانګ په یو وار بیلې کړي ، او بله داچې زموږ په هېواد کې دېمو کراسي ډېره نوې ده او لاخو خلک له ډېمو کراسۍ نه ښه تعبیر نه لري او صدارتي نظام هم ددېمو کراسۍ په اصولو ولاړ یو نظام ګڼل کیږي .په داسې حالاتو کې څنګه کیدای شي چې دومره په بیړه او ژر دې صدارتي نظام ته لار ورکړو او په دومره اسانه یو منل شوی نظام په یو نا اشنا نظام بدل کړو.کمونیزم او طالېبیزم هم زموږ په هېواد کې نا اشنا نظامونه ول ، ومو لیدل چې دکمونېستانو په مټ راغلي  نا اشنا نظام زموږ هېواد ته  څه ورکړل ، په میلیونونو شهېدان، معیوبین ، کډوال ، بې اتفاقي ، ورور وژنه ، خپل منځي جګړې ، دګاونډیو دښمنانو پړسېدل او لا غټېدل زموږ نه وده او لا ماتېدل او پنځه دیرش کلنه جګړه،  او طالیبیزم هم زموږپه هیواد کې ۴۵ هغه هېوادونه چې زموږ ځمکې لاندې شتمنیو ته یې سترګې نیولې وې زموږ دخلکو باداران کړل .فکر نه کوئ چې صدارتي نظام هم  به زموږ دښمنان خپل هدف ته چې دهېواد ټوټه کېدل دي،   ورسوي؟ ایا ډاکټر عبدالله په غوښتې ډول دغه ستونزې ته لمن نه وهي ؟

دوهم ټکی چې د ډاکټر عبدالله دټیم په کړنلاره کې ځای شوی دی او حفیظ منصور هم همدا دهغه ښېګڼه بولي همه دډېورنډ کرښې دستونزې حل دی.زموږ هېواد او په تېره دهغې دغې غاړې پښتانه دخپل تاریخ په ترټولو بد پېر کې ژوند تېروي ، نن که جګړه ده خو ددوی په چرګۍ کې ده، نن که ددوی واک دی دبل په لاس کې دی، نن دننۍ نړۍ شونتیا وې دي دوی یې په ترلاسه کولو کافر دي ،  ددوی اقتصادي، او تعلیمې  کچه ورځ تر بلې په ړنګېدو روانه ده ، په داسې حالاتو کې دوی په څه چې فکر کوی هغه سوله ده ، که په هره لار چې وي .

په داسې حالاتو کې ددوی د برخلیک دټاکلو هوډ په خپله دا روښانوي چې ددې کړنلارې ملاتړي او عملي کوونکي په غوښتې توګه غواړي چې دډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژندل شي ، او دا دپاکستان دسیاست بری او دهغوی دسترې موخې په ژر ترلاسه کولو کې مرسته ده.چې نشو کولای ددغې کړنلارې ملاتړی سیاستوال ته یو بشپړ افغاني ملي شخصیت ووایو .

حفیظ منصور په دویم دلیل کې بیا داسې لیکي :

(دو. تیم دکتر عبدالله، تیم جهاد و مقاومت است. جهاد از افتخارات انکارناپذیر افغانستان است و در دیباچه قانون اساسی کشور از آن به نیکوئی یادآوری شده است، افغانستان سال ها در کار. دارد، که زمام امور افغانستان در دست مجاهدان بوده باشد)

دا دوه کرښې ډېرې په زړه پورې دي .جهاد په په رېښتیا هم دافغانستان او دافغانانو دسترو ویاړنو نه دی .خو د۱۳۷۱لمریز  کال وروسته  چې کومه جګړه چې تر ۲۰۰۱ زیږدیز کاله روانه وه ، موږ یې په هیڅ صورت جهاد نشو ګڼلی، دا یواځې افغان وژنه او مسلمان وژنه وه .او ددغو جګړو ، جګړه ماران اتلان او مجاهېدین نه بلکه ، غله داړه ماران، لوټماران او دافغان ولس او خاورې دښمنان دي ، او وي به. دا خبره به تاریخ روښانه کړي او ددوی اولاده به په خپلو پلرو وشرمیږي .  دې جګړې ته چې هر څوک دجهاد نوم ورکوي ، دجهاد سپکاوی کوي . او بل  دافغانستان په جهاد کې چې ۱۳۵۸ لمریز کاله پیل او په ۱۳۷۱ کال کې پای ته ورسېد هر افغان ونډه اخېستې ده  او دفغان جهاد یواځې دعبدالله عبدالله په ټیم پورې منحصر نه دی چې دا خبره ټولې نړۍ ته روښانه ده. راغلو دډاکټر عبدالله عبدالله جهاد ته ، که چیرې له روسانو سره دجهاد په دوران کې په ګډه ترخه ښوروا خوړل جهاد وي بیا خو دا جهاد یواځې ډاکټر عبدالله او دهغه ټیم کړی دی . او کنه رېښتینی جهاد ټولو افغانانو کړی ،نوهر افغان حق لري چې  دافغان هېواد واګي تر لاسه  کړي. او دحفیظ منصور په وینا ددوی مجاهېدین دخپل جهاد لپاره تر ډیرو کلونو دهېواد واګی غواړي ، نو دا دا معنی لري چې دوی له افغان ولس نه دخپل جهاد بدل غواړي ، حال داچې جهاد دالله په لار کې کیږي ، او هغه عمل چې دالله لپاره کیږي بدل یې په دې دنیا نشته ، او که څو ک یې غواړي نو هدف به یې دالله رضا نه وه.

حفیظ منصور په څلورم  دلیل کې بیا داسې لیکي:

( چهار. از رهگذر تباری دکتر عبدالله دو رگه است؛ پدرش پشتون و مادرش تاجیک است، این دو رگه بودن دکتر عبدالله را در موقعیتی قرار داده که می تواند، برای هر دو قوم بزرگ افغانستان قابل قبول باشد، و کمتر از نظر قومی و تباری به چالش کشیده شود. او در شهر کابل متولد شده، در آن جا درس خوانده، به فرهنگ، رسوم و غنعنات اقوام مختلف افغانستان بطور مساویانه آشنائی حاصل داشته است. )

حفیظ منصور دعبدالله عبدالله دبریالیتوب راز په دې کې ویني  چې ګواکې دوه رګه دی یانې پلار یې پښتون او مور یې تاجکه ده . ښايي دده په اند دا یوه سمه خبره وي ، او ښايي دوی دی دهمدغه ټکي لپاره هم غوره کړی وي چې په خلکو کې دا خبره ده چې دډاکټر عبدالله پلار پښتون  دی او پښتانه چې دخپل هېواد دمشر لپاره یواځې همدا ټکی اړین بولي چې دپښتون نوم دې ور پسې وي نور چې هر څه کوي مهمه نه ده .خو زه فکر کړم چې اوس نو پښتانه دظاهر شاه  دوخت پښتانه نه دي چې دشاه یواځې پښتونواله ورته مهمه وه ، اوس پښتانه او په ټوله کې ټول افغانان له خپل مشر نه دمشرتوب اهلیت هم غواړي، نه داچې پلار یې څوک  و ؟ او مور یې څوک ده؟ او راځو ډاکټر عبدالله عبدالله ته چې دوی هڅه کوی خلکو ته یې پښتون وپیژني په ريښتیا څوک دی؟

دبهرنیو چارو دوزارت پخوانی کارکونکی عبدالجمیل جمیلی دافغان جرمن په ویبپانې کې لیکي چې ( پدرداکترعبدالله از یک خانوادۀ شریف پنجشیربود ودرجوانی بعلت مریضی وفات کرد وعبدالله چهارساله یتیم ماند. مادرش با یک پشتون خانزاده ونامداراز ولایت قندهاربنام غلام محی الدینخان زمریالی ازدواج نمود واقای زمریالی عبدالله یتیم را بفرزندی قبول کرد وعبدالله درقندهاردرخانه زمریالی کلان شد. آقای زمریالی از همان زن (مادرعبدالله) صاحب فرزندی شد که نامش عبدالطیف زمریالی میباشد و درخدمت عسکری برتبه جنرالي رسیده است)

ډاکټر خلیل الله هاشمیان چې ځان دا ډاکټر عبدالله له نږدې خپلوانو نه بولي هم دا خبرې تاېيدوي خو په لږ توپیر سره، هاشمیان وايي:( معین صاحب عبدالاحمدخان یک دانشمندقابل احترام برای اهل درباروهم برای جامعۀ دانشمندان کابل( بودند وخدمات قابل قدری برای انتظام ، توسعه وانکشاف معارف انجام داده اند. معین صاحب مرحوم یک همشیره بیوه داشتند که شوهرخودرادرسن جوانی از دست داده و دوطفل یتیم (یک دختربنام حبیبه ویک پسربنام عبدالله) داشت و شوهرمتوفی این بیوه ااقارب خاندانی شان درپنجشیربود. معین صاحب مرحوم یک پشتون نیکنام و خدمتگارصادق دولت از ولایت قندهار رامیشناخت که بپاکنفسی شهرت داشت و نام او غلام محی الدین بود ووصلت و ازدواج همشیرۀ خود را با ثرخواسنگاری غلام محی الدینخان منظور کرد، بشرطیکه دوطفل یتیم رابفرزندی بپذیرد. غلام محی الدینخان این شرط راپذیرفت و درآنوقت درولایت قندهار بحیث مدیر املاک کارمیکرد که بعدا بحیث مدیر املاک ولایت هلمند تبدیل گردید. مرحوم غلام محی الدین خان مامورنهایت پاکنفس بودکه ازبابت پاکنفسی او بنایب الحکومه شکایات رسیده بود، اما جایدادوزمین موروثی داشت و برای فامیل خود نفقۀ حلال تامین میکرد. عبدالله جان در آنوقت درلیسه شالمارشهرقندهارمصروف تحصیل بود وشاید ازهمان ولایت بنام پدراندرخود تذکره گرفته باشد.

اما مرحوم غلام محی الدینخان زمریالی که جمیلی صاحب معرفی کرده اند شخص دیگر یست )

دلته ښاغلی جمیلي او ښاغلی هاشمیان دواړه په پرېکنده ژبه وايي چې ښاغلی عبدالله یو شریف پنجشیری تاجک دی . زه نه پوهیږم چې  دغه سیاسي کړۍ ولې غواړي دعبدالله په پښتون پیژندلو سره په افغان ولس کې دنه یوالي درز ته ځواک ورکړي.اوبل داچې ښآغلي منصور په بیړنۍ لویه جرګه کې  دظاهرشاه له معنوي بابا کېدو سره دومره حساسیت وښود چې نږدې و  دلویې جرګې تالار دسووک څپېړې په مېدان بدل کړي ، دلته بیا څه اړتیا شوه چې دعبدالله عبدالله پلندر دعبدالله پلار کوي ، ایا ددوی دا کار د عبدالله عبدالله په اړه  ډیرې نورې پوښتنې منځ ته نه راوړي ؟

حفیظ منصور پنځیم دلیل کې لیکي :

( پنج. دکتر عبدالله از آغاز جوانی به صف مجاهدان پیوسته، روزهای دشوار را در جبهات سپری داشته و در عهد مقاومت به عنوان مسئول امور خارجی تجارب وسیعی با جهان خارج حاصل کرده است؛ بدین معنی که او هم یار و همرزم مجاهدان بوده و حمایت ایشان را به همراه دارد و هم چهره خوشنامی در بیرون از افغانستان می باشد؛ شخصیتی هم آشنا با فرهنگ پکول و هم شیک و نکتائی دار.)

ښاغلی منصور دعبدالله عبدالله یوه وړتیا دا بولي چې نیکټاي او دپکول له فرهنګ سره روږدی دی . یانې دا چې په راتلونکې کې دهېواد ولسمشر لپاره دایو معیار دی چې ضرور باېد نکټايی وتړي او یا پکوله هم پر سر کړي ، خو نکټايي اوپکوله موږ ته هیڅ نه راکوي بلکه له نکټايي پاس او تر پکولې لاندې دولسمشر پوهه چې دهغه په سر کې پرته ده موږ دیوه ښه ژوند په لور رهنمايي کولی شي نو موږ افغانانو ته اوس دا هېڅ ارزښت نه لري  هغه څوک چې زموږ ولسمشر کیږي څه رنګې جامې اغوندي که ساده ملي جامې واغوندي موږ ته یې دشخصیت دروندواله ډیریږي خو رایه هغه چاته ورکو چې دتاریخ له ازمېښته پاک او سپېڅلی راوتی وي . او پاتې شوه دپکول دفرهنګ خبره، اول خو دپکول فرهنګ یوه نوې خبره ده خو هغه تعبیر چې په خلکو کې دستمال په غاړه پکولیانو په اړه دی هغه داسې دی

غله، لاره وهونکي ، انسان وژونکي ، داړه ماران ، او دنورو په ناموس تيري کوونکي .

که دخلکو په تعبیر عبداله عبدالله دپکول له دغه فرهنګ سره روږدی وي بیا خو ترې امان غواړو.

منصور په شپږم دلیل کې داسې لیکي :

پاتې د لیکنې په بله  برخه کې .