دا دی د افغانستا ن د ولایتي شورا ګانو او ولسمشریزو ټا کنو خبره واقیعت شوه او هغه اندیښنې له منځه لاړې چې یا به اوسنۍ اداره په یوه نه یوه بڼه واک غزوی او یا به ځای کومې مو قتې نا پییلې ادارې ته د بشپړ ې سولې او ثبا ت تر راتلو پریږدي . خو له دې هر څه سره سره د رڼواو بې پرې ټولټا کنو ګواښ په خپل حا ل پا تې او ورځ له بلې زور اخلي .
د هیواد ولسمشر ښا غلی حا مد کرزی د ټولټا کنو له لومړۍ ورځې ویلي چې د ټولټا کنو په ټوله پروسه کې به نه یوازې پخپله د کوم نوما ند ملاتړ کوي بلکې هغه چارواکی به هم له دندې با سي چې د چا ملاتړ یی وکړ خو دوی نه یوازې د ګڼو چارواکو په مداخلې غوږونه کا ڼه واچول بلکې پخپله هم پخپله خبره ونه درید او د یو ټا کلی نوماند ښا غلی زلمی رسول تر شا په کلکه ودرید .
څه موده وړاندې په ارګ کې د ځنیو قومي مشرانو تګ راتګ دا ګونګوسې رښتیا وګرځولې چې نومړی له ښا غلی رسول ملاتړ کوي ،ځکه د همدغو منډو ترلو پا یله وه چې د جرګې د لوی برخې د پریکړې په خلاف یی په ښا غلی قیوم کرزی دا ومنله چې له خپلې کا ندیدنې به دده په ګټه لاسونه د تسلیمۍ په بڼه پورته نیسی.
ولې ښا غلی ولسمشر د خپل ملګري او نږدې همکار تر شا ولاړ، مرستې ته ېې بډې را وهلي او له نوروېې مخ اړولی دئ . که خبره د اشرف غني احمدزي د کاري وړتیا ،پوهې ، پروګرام او سوچه ما ضي شي ،ښا غلی ولسمشر هم د نورو مصنفو افغا نا نو په څیر دوي ته د درناوي سر ټیټوي او د راتلونکي افغا نستا ن د جوړیدو په برخه کې ېې پروګرامونه او کړنلاره په ټولو نوما ندانو بره بولي او ښې نمرې ورکوي . په دې برسیره یی ده او هیواد ته د ښو خدمتونو له کبله دی پوروړی هم دئ: دده د حکومت په لومړیو شپږو میا شتو کې دده لوی سلا کار و، وروسته یی د ما لیی د وزیر په توګه دغه وزارت داسې ښه ورغاوه چې له کبله یی د مالیې د غوره وزیر نړیواله جا یزه خپله کړه .بیا یی د کا بل پو هنتون په نړیوال ستندرد برابر کړ او ورستۍ دنده یی د وسله وال پو ځ د لیږد دپروسې پرمخ بیول وو چې په دې برخه کې یی هم ښه پرمختګونه لرلي دي .
لنډه دا چې له هغې ورځې چې کرزی صا حب د واک په ګدۍ نا ست دئ له لمړې ورځې ېې ښه همکار او هو ښیار مشاور پا تې شوی او د ټولو ملي او بین المللي اسنادو او کنفرانسونو په تنظیم او جوړیدو کې یی کرزی صا حب ته وړیا او پرته له هر ډول تنخوا او مزده لاس ورکړی دئ . خو له دې هر څه سره سره بیا هم کرزی صا حب چمتو نه ښکاري چې دهیواد په دغه ډیر بحرانی شیبو او حا لت کې دغه فولادي ،زړور او مدبر مدیر او مشر ته د هیواد واکې وسپاري .
مخالفت څو دلیلونه لري :
لومړی : ښا يي ښا غلي ولسمشر هغه څوکۍ او ځای د ځا ن لپاره وړ ونه بولي چې د ښا غلی اشرف غنی په سیاسی سیستم او مشر تا به کې يي دده لپاره غوره او ټا کلی دئ .
دوهم : د ادري فساد د جرړو ایستل او مخنیوی هغه مساله ده چې هم ورسره نړیوالې مرستې تړلی دی او هم د ټولنیز عدالت او د قا نون پلي کیدل . نو که هر را تلونکی ولسمشر وغواړي په دې برخه کې کوټلي ګا مونه واخلي هرمرو به د تیرې دورې د فساد میر اث ته ور ګرځي او هغو لویو او وړو دوسیو ته به لاس وروړی چې دتیرې دورې د ګڼو چارواکو پښې په کې بندې دي : دکا بل با نګ دوسیه ، د زرګونو جریبه دولتي ځمکو غضبونه ، بې پلا نه ښارګوټي او نورې ېې بیلګې دي. په دغو دوسیو کې نه یوازې د ګڼو وزیرانو ، جنګسالارانو ، وکیلانو ، سنا تورانو والیانو او نورو چارواکو پښې بندې دي بلکې پخپله ولسمشر او مر ستیا لان یی هم پخپل وار د ځنو غیرې قا نوني آمرونو په لاسلیکولو محاکمو ته را غوښتل کیدای شي . له دې کبله اوسني ولسمشر با ید هم هغه نوما ند ته د مرستې لاس ور نکړي چې د فساد د جرړو د ویستلو لپاره رښتینی هوډ ولري .
دریم : د ښا غلي کرزي د ادارې لویه برخه چارواکي نه یواځې د ځنو دوسیو له کبله په نوي اداره او حکومت کې خپل خوندیتوب ، مصونیت او معا فیت غواړي بلکې په را تلونکي اداره کې هم د جذپ غو ښتونکي او لټو نکي دي . او دا شونې نه ده ځکه هر نوی ولسمشر که په رښتیا وغواړی سوله ، ثبا ت ،پرمختګ ، تخصصي او له فساده پا که اداره جوړه کړي له تیر رژیم را پا تې لویه برخه لوړ پوړی چارواکی با ید رخصت او پرځای ېې نو ی نسل او متخصص کدرونه هر چیرې ځای پر ځای کړي .
سره له دې چې د اولسي جرګې د شپاړسمې دورې د څلورم تقنیني کال د پرانستې په غونډه کې ولسمشر کرزي بیا هم په رڼو او د حکومتي چارواکو له لاس وهنواو اغیز پرته ټولټا کنو ټینګار وکړ خو په ځنو ولایتونو : (پکتیا ، کندهار) کې د ښا غلي زلمي رسول په ګټه د دولتي امکا نا تو کارول او س له هیچا پټ نه دي .
که د هیواد په دغه ستونزمن او بحرانی حا لت کې کمزوری نوما ند و پا لل شي او غښتلی، محبوب ا و مدبر نوماند کمزوری او د نا کا مۍ لپاره ېې شوم پلا نونه پلي شي. د ا به نه یواځې د ټو لټا کنو روڼوالی او رښتیا والی بې اعتباره کړي بلکې د کمزوري ،ډارن او نادان ولسمشر او فا سدې ادارې را منځته کیدل به هیواد نوی بحران او بې ثبا تۍ ته ټیل وهي چې د ټولې فا جعې پړه به بیا هم دده په غاړه وي . که اوسنی ولسمشر په رښتیا غواړی هیواد له دې حا لت او بحرانه وبا سي لو مړی با ید پخپلو ټولو تیروتنو اعتراف وکړی او د هغو عنعنو تکرار ته چې اوس زموږ د سیاست ناوړه برخه ګرځیدلې ده اجازه ورنکړي او هغه نو ماند چې په رښتیا هیواد پخپله پوهه ، اکاډمیک پروګرام او اوسپنيز هوډ له دې ناورین نه ویستلی شي که ېې ملاتړ نه کوی د بل کمزوري په ملا تړ ېې د بري په لار کې خنډونه هم وا نچوي .