تاند- د کنټرول له مرکز سره د پېلوټ او مرستیال پېلوټ له خبرو وروسته د مالیزیايي بوینګ الوتکې د سیستمونو غیرفعاله کېدو پر دوی شکونه پارولي دي.
د پېلوټ او مرستیال پېلوټ کورونه د شنبې او یکشنبې په ورځو تلاشي شول.
د مالیزیا د هوايي شرکت ایم ایچ ۳۷۰ الوتکه، چې ۲۳۹ تنه پکې سپاره ول، د مارچ په ۸مه د کوالالمپور له هوايي ډګره تر الوتو دوه ساعته وروسته بې درکه شوه چې لا هم نه ده موندل شوې.
د مالیزیا حکومت له ۱۰ ورځو هلوځلو او د ۱۴ هیوادونو له مرستو وروسته وویل چې دې الوتکې قصداً خپل لوری (مسیر) بدل کړی او ممکن د منځنۍ اسیا، جنوبي هوايي دهلېز (الوت کرښه) او یا د هند سمندر خوا ته تللې وي.
مالیزیايی چارواکي وايي، کوم چا له الوتو ۴۰ دقیقې وروسته د الوتکې ارتباطي سیستم له کاره غورځولی دی.
د مالیزیا دفاع وزیر هشام الدین حسین پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، د پېلوټ له لوري د هوايي ترافیک د کنټرول مرکز ته ورکړل شوي معلومات ښيي چې دا د پېلوټ وروستۍ جمله وه:«هر څه سم دي، ښه شپه ده.» له دې وروسته سیستم درېدلی دی.
د دوی ډېرو ارامو او ډاډه خبرو شک پیدا کړی چې ممکن په لوی لاس یې د الوتکي ارتباطي سیستم (ACARS) ګول کړی وي.
مخکې پاکستان ته د الوتکې د تښتولو خبرونه هم خپاره شوي ول خو پاکستان دا ادعا رد کړه.
هند او د منخنۍ اسیا هیوادونو هم ویلي چې د دوی رادار سیستمونو دا الوتکه نه ده لیدلې.
په همدې حال کې د استرالیا صدراعظم د مالیزیايي الوتکې ورکېدا له اسراره ډکه وبلله، ویې ویل چې دا الوتکه د استرالیا لور ته نه ده ورغلې.