د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه
نېټه : ١٣٩٢-١٢-٢٦
کندهار، افغانستان- کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تېره شپه ناوخته د دې ولايت د ښار له هغو سيمو څخه ليدنه وكړه، چې د سيلاب د راتلو په وخت كې د احتمالي گواښ سره مخ وي او د هر ډول گواښونو د مخنيوي په موخه يې اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وكړې.
په ياده ليدنه کي كندهار والي پوهنوا ل ډاكتر توريالى ويسا ترڅنګ ، د ولايت مقام مرستيا ل عبدالقديم پتيا ل ، كندهار ښاروا ل محمد عمر عمر ، دامنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوا ل رحمت الله اطرافي او د ولايت مقام دفتر ريس ډاكتر پرويز نجيب هم ورسره ملگري ول .
ښاغلي ويسااو ورسره پلاوي له هغو سيمو څخه ليدنه وكړه چې اوسيدونكي يې د زياتو اوبو دراتلو له امله له احتمالي گواښ سره مخ ول. ښاغلي ويسا د باران په تېز اورښت كې نوموړو سيمو ته ورغى او اړوندو مراجعو ته په ځانګړي ډول دښاروالۍ او دحوادثو ضد ١٣ ټيمونو ته يې د هر ډول خطر درفع كولو په موخه لازمې لارښوونې وكړې .
كندهار والي پوهنوال ډاكتر توريالي ويسا په بېړنيو حالاتو كې د احتمالي پېښو په وخت كې د چمتو والي په اړه هم ډاډ څرگند كړ چې دنورو تر څنگ ملي سوداگرو هم په دې برخه كې پوره همكاري كړې او اړوندې ادارې هم دا مهال خلكو ته دضرورت په وخت كې د مرستو درسولو لپاره چمتو دى.
د تېرې شپې د تېزو بارانونو داورېدو پرمها ل امنيتي ځواكونه په ځانگړي ډول د ملي پوليسو ځواكونه د ښار په هره برخه كې خلكو سره دمرستو په موخه راوتلي وو. د كندهارښارول او دامنيې قوماندانى دامنيت آمر رحمت الله اطرافي له خلكو غوښتنه كوله تر څو په داسې اړينو حالاتو كې له خپلو نژدې امنيتي حوزواو ناحيو سره په تماس كې سي .