انور وفا سمندر

پنځوسمه لسیزه وه، چې له یوې خوا د اکتوبر د مادي مساوات سور شمال او له بلې خوا د دویمې نړیوالې جګړې په پایله کې په غربت او تحقیر ځپلې اسیا او افریقا کې د ملتپالنې را پارېدلي هیجانات، او له بلې خوا له مصر څخه راپورته شوي مکتبي دینپالنې فکرونه او سیاسي ایډیالوجۍ په افغانستان را چاپېر شول او د جګړن قوم د ځوان نسل ذهن او حواس یې د «کور، ډوډۍ، کالي»، «تاریخي عظمت او شرافت» او «دنیا او مافیها رستګاري» د شعارونو په څو ګروپونو کې فتحه کړل.

هغه مهال د ماشومتوب له سپین جنته دوزخ ته په کډه کولو وم. هغه مهال زما سپین او بې طرفه ذهن، حواس، او سپین سترګی زړه د پلار په امر او د ستوټي په زور د اخلاقو په لس ګاډي کې، د ماشومتوب له ساده بې پروایۍ او بېباکۍ څخه، د تعلیم انضباطي چوکاټ ته په انتقال کې وو.

هغه مهال د زمانو د کوډو را ایسار کړی او خوبولي ولس کور کور، لس دولس بچیان راوړل. بچیان څه د شړوبو په ویټامینو، څه د پیر او ملا په تعویذونو را لوېدل او د چا چې ژوند قسمت نه وه، سپین سپین ماشومان د کبر خاورینو کورګیو ته ور کښته کېدل.

لکه تر وښو لاندې اوبه، همداسې په خپه کې، د مادي، اجتماعي او کلتوري فقر په کږلیچو او ګړنګونو کې ستړي او پکو ځوانان، د ایډیالوجیکو بیرغونو آرمانګرو صفونو ته ورلوېدل. ښه استاذۍ ته رسېدلي ایډیالوجیک جنګیالي نطاقان، تر ددغو بیرغونو تر سیوریو لاندې، د ژبې په جادو سره، د فیلوسفانو او «ناجیانو» په کاغذ ضبط شوي الهامات او آرماني ایتوپیاګانې تفسیرولې. او د ایډیالوجۍ د واکسین په سره تبه اخته شنه زلمیان، د ماهرو نطاقانو، د ویناوو له هیاهو سره اوښتل را اوښتل.

بله ورځ چې له ښوونځي کور ته را ورسېدم، پلار راغلی وه! په لومړي ځل وه، چې پلار د هفتې د رسمیاتو په ورځو کې، له ښاره کلي ته راته!

ډوډۍ مې لا له ستوني تېره شوې نه وه، چې آبا ووېل: «انوره! ډوډۍ دې ژر خلاصه کړه، کابل ته ولاړ شه، د یوسف احوال راوړه!»

خدای خبر لاس مې په لمنه، که د شکور په څنډه او که بل شي پاک کړل. آبو جامې را ته ایښې وې. دادی اوس زه د استاذ ویس الدین سرویس موټر ور پورته شوی یم. اوس مې سترګې سیخې نیولي دي، چې څه وخت به د سیلو د ژړې او لوړې ودانۍ په لوړ برج لګیږي.

د سیلو په لوړ برج دغه جمهوري شعار ټینګ شوی وه: «ژوندۍ دې وي افغانستان- تل دې وي جمهوریت»

څو روپۍ په بازار پور کړه، خپل زوی په کابل لوی کړه!

زما پلار سرکاتب محمد اکبر امرخېل غوښتل، چې مشر زوی یې اول نمره شي. انور زوی یې اول نمره له مکتبه خلاص او په جګو سترګو د کانکور له آزموینې تېر شي. زوی یې د طب یا انجنیري یا زراعت فاکولته کې داخل شي!

واه واه که د امریکې یا جرمني یا فرانسې په بورس ولاړ شي او بله ورځ ډاکتر یا انجنیر وطن ته را ستون شي او کلي کې کشر نیکه «خزاندار عیسی خان» او غور نیکه، ملک «نظامو» شمله له خاورو ورجګه کړي.

خبره را څخه اوږده شوه!

نور په بله!