انور وفا سمندر

پلار بامیانو ته ښاروال ولاړ. خو مېاشت دوې به یې تېرې نه وې، چې د ښاروالۍ دبدبه یې پرېښوه او ځانته یې کابل کې ملکي ماموریت ولټاوه. هغه خپل لمونځونه کول، توبې یې وښکلې او پاچاهي یې د هر چا کار نه ګاڼه!

خو ما ځانته بله دنیا جوړوله. زه ځوانۍ ته شوق نیولی وم. په پټه به مې په مخ چاړه را کشوله، چې برېت ژر راووځي او زه هم خلکو ته د بیانیې ورکولو شم… اوس به زه او زما نور همزولي لکه بسم الله، سیداجان، د شیرین زوی انور او نور چې اوس یې نومونه یاد ته نه راځي؛ په مکتب پهره ګرځېدو؛ خو خبره بل شی شوه. بزګران غرو ته شول. خانان او ملکان او خانداني ملایان یو خوا، بل خوا له نظره لېرې شول. ورځ د انقلابي شورا د فرمانونو د اجرا کېدلو وه او شپه به کله یوه ګوښه کې، کله بله ګوشه کې، له مکتبه اورونه او دودونه پورته شول.

دې وخت کې د «ارتجاع، امپریالیزم، فیوډالیزم او اشرارو…» اصطلاحات د رسمیاتو په ژبه کې شامل شول. رهبر ووېل: «غویی مو حلال کړی یوازې وروستی ساه یې پاتې ده.» دې سره مبارزو معلمانو کلاشینکفونه او پپشې ماشینګڼې غاړو ته واچولې، چې د خان او د بزګر تر مینځ ځمکې او د اوبو مساوي ویش تکمیل کړي.

مېدان درې خپلو سرو او سپینو بچو باندې خاموشې چیغې وهلې، چې هر څه ښه دي. هرڅه خدایي دي. هر څوک پوه شه او کار یې پوه شه!

د افغانستان د هرې بلې درې او مېرې په شان، د میدان درې چیغې دومره چوپې وې، چې حتا د یوه بچي خوب یې حرام نه شي. اخر جګړه خو له خولې پېلېږي، ځکه ژوند او طبعیت په چوپه خوله سوله را باندې تنفس کوله، خو دا چوپتیا د ګرم راغلو ځوانانو له انقلابي فکرونو-باورنو سره په مقابله کې وه.

حالات اوښتي وه. نور چا په سره کمیس او سره نښان سره ځان یا ملک او خانزاده ګانو او ملکزاده ګانو ته زور نه شو ښوولای. میدان ذکرالله شهید لیسې ته یې روسي ټي پنجاو دو ټانک راوست. زموږ لغمانوال سرمعلم چې دلته یې «ګنډیری» نوموم، له یوولس ډزي سه صد سه بورد سره مکتب ته ته او راته.

بله ورځ ټانک له لیسې ووت. په شپه یې خلک راغلل، چپړاسیان یې وتړل او له سپینو مرمرو جوړه لیسه یې د تیلو په زور سره لمبه کړه او موږ له لیسې خلاص شو. نور د کابل شوم.

داسې ورو ورو ښارونه ځوانو معلمانو په خپل زور ټینګ کړل او کلي د هغو جنګیالو بزګرانو شول، چې د پدري ملایانو په فتوا سره یې، د خوراک، پوښاک او هستوګنې د رسمي وېش له فرمانونو څخه خوا ګرځولې وه.

یوه هفته کابل ته را کډه کېدل

پلار په موږ پسې کلي ته راغی. وېل یې هزاره را پورته شوي او مخ په میدان روان دي. ارباب فتح یې قومندان دی او موږ باید سر او عزت له دې مینځه وباسو.

له دې سره موږ د خزاندار عیسی خان له پخې برجورې کلا- صرف د یوې هفتې لپاره- کابل ته را کډه شو؛ خو خبر نه چې کابل به د موږ شپاړس اوولس کلنو هلکانو د سر وېښتان را سپینوي!؟

دلته به یو څه د بل بدلولو له اورونو دمه شو!