لیکوال

دا مهال موږ په منډه يو، د مرګ د سزا لس بنديان يو، له جېله تښتو او خورا کړهانده يو. په مځکه کې دننه چي کومه لار موږ څرنګه په خواريو او زاره ترکيو جوړه کړه او هغه هم په ډېر راز، نو هغه کار لا دومره نه و کړولو، لکه په دغه اخيري وخت کې چي په لړز سولو. بس يو ملګرى مو وايي، چي تاسې ولاړ سئ، زه نه تښتم او کورټ انکاري دى.

دغه بدبخت شامو نومېږي، چي که څه هم دغه وخت خورا ورته خشمېدلي يو او زړه مو غواړي، چي له مځکې يې ووهو، خو څه وکړو، پر ټولو خورا ګران دى او د هر چا د سترګو تور دى، ولې چي که څه هم له هر څه بې غمه يو مستانه دى، خو د کمال انځورګر دى او مصوري بس پر ده ختمه ده. ګوتې يې نه دي، چي يو جهان پکې نڅېږي، بلکې يوه ښايسته دنيا پکې خندانه ده، نو  څه داسې غمى به موږ پرېږدو، زموږ وروسته به په ناروا پانسۍ را ځړول کېږي او بد مرګ به د ده په نصيب وي. دا زموږ زړه نه مني او دغه خبره مو و کپوي.

بدبختي دا ده، چي څرنګه په نيمه شپه وخت د وتلو راغى، نو شامو نوى ګروم و مخته راوست، چي تر هغو والله که ولاړ سم، چي زما مينا نه وي راغلې

– “وۍ د غم مينا دي سه” موږ ورته و خشمېږو او ورباندې چيغې کړو “درځه کنې پاى به دي دغه خلګ مړ کړي”.

خو هغه رډ دى، په ځان کې را ټول دى، په خپل ځاى ناست دى، پر خپله خبره وچ ولاړ دى، زموږ زارۍ، زارۍ نه بولي، ګرسره ورباندې هلاک نه دى او انکاري دى.

دغه وخت يو- يو ګړى زموږ دپاره قيمتي دى، کنې بيا به له شامو لالا سره سم موږ ټول هم په دار را ځړول کېږو. اوس موږ نهه سره ورباندې را ټول سو او په ډېره مينه يې پوه کړو، چي شامو جانه درځه کنې له تا سره به د پانسۍ تور تاترين زموږ هم په نصيب سي، ولې داسې زياتوب کوې د الله بنده، لږ زړه را باندې وسوځه، خو هغه د يو ماشوم په شان په خپلو سرو خوبېدلو سترګو موږ ټولو ته په حيرانتيا ګوري، لکه زموږ خبره چي اوري نه او له ډېر لېرې ورته ګايېږو او بيا د ملنګانو او دروېشانو په شان خپله اوږده ږيره او اوږدې څڼې و ګروي او وايي:

– “بسوګۍ وايي، يو کار به هم بې مينا نه کوې، اوس چي بسوګۍ وايي، نو زه څرنګه د هغې په خولې ونه کړم، بيا که چېرې ستاسې و منم، نو دا به له بسوګۍ سره بې وفايي وي، شامو به ماران او لړمان و خوري، خو له خپلې نازکې سره به جفا ونه کړي. بس تاسې ولاړ سئ، ما ايله کړئ، هيڅ قيامت به را نه سي. بس زه د خپلې مينا انتظار کوم، چي د بسوګۍ حال راوړي”.

– “د ګروم مينا دي سه، د ګروم بسوګۍ دي سه”. موږ نور ورباندې سره سو او سرونه و ټکوو، خو شامو يې نه مني.

اوس موږ نهه سره جلا کښېنو او په صلاح سو، چي څه به کوو، ولې چي وخت خورا کم دى او د هغه ګارډ و ډيوټي ختمېدو ته بس لږ وخت پاته دى، چي د ملک صاحب سړى دى. د دغه وروسته به نوى ګارډ راځي، چي خورا بدمخى دى، بدلحاظه دى او هغه په داسې حال کې دنيا راباندې خبروي.

څه موده دمخه ملک صاحب هم زموږ ملګرى وو او د مرګ د سزا هغه بندي وو، چي مدعيانو وباخښه. ګارډ هم د هغه د کلي او هم يې نيژدې عزيز دى او هغه لوظ ورسره وکړ، چي که دي زما له ملګرو سره مرسته وکړه، نو پوره يو لوى باغ به درکړم، چي که دي نوکري هم ولاړه په ګټه به يې، باچا به يې باچا، لمسيان به دي لا مزې ورباندې کوي، بل پينځه ايکړه مځکه به جلا ستا په نامه کړم، چي ته هر کال ښه لوى پالېز ورباندې کرلاى سې، ځکه نو بيا به دغه ګارډ په توره شپه کې موږ له خپلو خونو را و ايستلو او موږ په لږه موده کې په مځکه کې دننه دغه لار جوړه کړه. کولنګ او بېلچه هم ده دلته يو ځاى پټ ساتل او د کډي خاوره به يې هم له موږ سره زېرمه کوله او په کومه خونه کې چي سورى وو، تر هغه لوړ به يې صفا درۍ اچوله او دغه ټول کار به يې داسې په چم او رازدارۍ کاوه، چي نه به د يو افسر او نه به د يو سپاهي ورته پام کېدى، بل هسې به زموږ په تنګو خونو کې دننه څوک سپاهيان او افسران راتلل هم نه. ډوډۍ والا چي به ډوډۍ راکوله، نو هم به په دروازه کې و درېد، د خونو صفايي به موږ پخپله کوله، ماځيګر چي به يې درباندې د نيمې يا يوې ګنټې دپاره ايستلو، نو هغه به هم موږ ورزش يا د پښو تګ کاوه.

په جېل کې هسې خو ډېر بېرکونه وو، خو يوه د کونج خوا يواځې د مرګ د بنديانو وه، چي ټول جېل به دوزخي خوا بلله او توبې به يې ځنې کښلې، چي زموږ د دښمن دي لا ديد نه ورسره وسي. د دې ځاى بنديان خورا ډېر وو، ولې چي د پوره صوبې په بنديخانو کې دغه يو جېل د پانسۍ دپاره وو، ځکه به نو د عدالتي مرګ دپاره دلته له هره ځايه بنديان را لېږل کېدل، خو دلته يې هم دوې برخې جوړې کړې وې، يوه عام جېل غوندې ازاده خوا وه، چي د مرګ هغه ډېر قيديان پکښې وو، چي اپيلونه- درخواستونه يې چلېدل او د بلې خوا هغه وو، چي وروستى اپيل به يې په سپريم کورټ کې خارج سو، په شمېر کې به لږ وو او په هفته دوو کې به يې پانسۍ ورکوله، لږ مخته پر يوه لويه تخته- چي لوړې زينې ور ختې- د پانسۍ هغه جګه او کلکه تمبه ولاړه وه، چي د هر پانسۍ کېدونکي بندي اخيرنى زور او له مرګ سره بېځايه جنګ به يې هيڅ نه باله، چي پښې به يې د بېهوشۍ په حال کې هم داسې وهلې لکه پسه چي څوک حلال کړي او په تصور به يې بنديانو توبې کښلې، خو د دغې تمبې به د يو خوني رنګه، په ډبره زړه کې هيڅ رحم نه راتلى. زموږ د لس سرو اپيلونه خارج سوي وو او  مرګ ته بس تيار وو، هره ورځ به زموږ غوږونه په دې انتظار وو، چي د هېواد صدر ستاسې د رحم اپيل خارج کړ او په پلانۍ ورځ به د ساه ټوټى در پرې کوو.

کله- کله به بنديانو په دغو خونو کې ځکه زيات وخت تېر کړ، چي د رحم اپيل به يې د صدر د مصروفياتو له سوبه و ځنډېد، دا ډول زموږ د لس سرو اپيلونه صدر ته پراته وو. دلته ملک صاحب هم زموږ سره ملګرى وو، چي خورا بډاى وو او په ټولو بنديانو به يې هر وخت ښې غوړې ډوډۍ خوړلې او دومره يارباش وو، چي ولاړ نو به يې هم زموږ خيال ساته. د خپل کليوال ډيوټي هم ده پر موږ لګولې وه او افسرانو ته يې سفارش کړى وو، ولې چي د ده لاسونه خورا اوږده وو.

اوس به راسم بيرته شامو لالا ته، چي دغه وخت پر خپل شهباز سپور وو، دى وو، د دده بسوګۍ وه او د ده بدبخته مينا. د مرګ بنديان به هغه وخت نه وو په عذاب، چي دوى به د عدالت د لومړيو اپيلونو په وختونو کې په ازاده برخه کې پراته وو، ولې چي هلته به بنديز نه وو او په هغې لويې حوېلۍ کې به هرې خواته تلاى سواى، لوبې او مجلس به يې کولاى سواى، خو په پاى کې به په وړه کوټه کې په دې هم تنګ راغلل، چي اول خو به هر وخت لکه د قفس توتيان تړلي وو، بل به يې ټوله شپه په خوب کې د هغو مړو چيغې او زګېروي اورېدل، چي بې ګناه به په ظلم په غربت سوي وو او د بې رحمۍ په رسۍ به تر ډېره ځړېدل. بيا به دې خبرې د دې ځاى بنديان نور هم وېرولي وو، چي دلته د ډېرو داسې خلګو کړهاندې ارواوې هم تل ګرځي، چي برناحقه بد ورسره وسول او په ناترسۍ و وژل سول.

شامو لالا اول ځل د پانسۍ ګاټ په لويې حوېلۍ کې زموږ شناخته سو، خورا ډوب سړى وو، که به ناست که به ولاړ وو بس بسوګۍ به يې پر خوله وه او د لېونو غوندې به تل له ځانه سره ږغېدى او بوڼېدى، خپلې ګوتې به يې پېچلې او ټکان به يې ورباندې کول.

– “بسوګۍ ملګري وايي چي ډوډۍ و خوره، خو خوا مي شنه ده، څنګه يې له حلقه تېره کړم، ګرسره مي زړه نه ورته غواړي، ګوره- ګوره بسوګۍ تنګوه مي مه، چي خامخا مړۍ و خوره، کنې ژوندى به څرنګه پاتېږې او که ژوندى نه سوم پاته، نو سبا به له تا سره څوک مينه کوي. آ ځه، آ ځه زما ښايستې ولې خوابدې کېږې، خوا مه بدوه، زه دي قربان سم، خورم يې، وام درته وايم چي خورم يې، عجبه لېونۍ يې، ګرسره زما په خبره باور نه لرې پاګلې!”.

دغه ډول به دغه سړى د تصوراتو په دنيا کې ورک وو او له ځانه سره به ګايېدى او وروسته به موږ ټولو شکر وکيښ، چي ده به ډوډۍ وخوړه، پر ملک صاحب خو شامو خورا ډېر ګران وو، تل به يې ګرانبيه رنګونه او کاغذونه ورته را غوښتل او ده به ښکلي- ښکلي انځورونه ورباندې جوړول.

بسوګۍ د شامو محبوبه وه، موږ به زارۍ ورته کولې، چي ته يو وار خو د دغې بسوګۍ انځور جوړ کړه، چي موږ خو يې ووينو، چي دا بيا څرنګه شى ده، چي ته يې داسې لېونى کړى يې، خو ده به خوا بده کړه، چي هغه ډېره پرده داره ده او بل څوک خپل عزت څنګه و چاته ور ښکاره کړي، بسوګۍ مي ننګ ده. ده ته ملک صاحب ډېر ور نيژدې وو، موږ و هغه ته وويل، خو هغه د شامو په طبيعت پوهېدى، ځکه تل به يې انکار کاوه، ولې چي دا مهال زموږ سره خورا ډېر بنديان نور هم وو، ښکاره خبره ده، چي بيا به بسوګۍ ټولو ليده او دغه خبره ملک نه خوښوله، چي وروسته دي څوک د هغې په اړه خبره کوي او هغه دي بې پردې سي، ولې چي هغه د حساسه شامو د زړه ډېر خيال ساته. کله چي زموږ د ټولو اپيلونه سپريم کورټ ونه منل او موږ يې د پانسۍ ګاټ و تنګو خونو ته راوستو، نو دغه مهال موږ له ملک صاحب سره يوولس وو، ټوله شپه به د ملک صاحب له برکته يو ځاى سولو او د ماخوستن هر سپاهي به يې په سرو کاغذونو خوشحاله ساته، تر سهاره به مو پتې کولې او يارانه مو زياتېده. په داسې حال کې شامو لالا هم پر موږ باور وکړ، بيا دا خبره هم وه، چي مرو خو هغسې په څو شپو کې او نه ختمېدونکى بېلتون په هر حال کې راباندې راځي، ځکه يې نو يوه ورځ ناڅاپه د بسوګۍ څلور پينځه تصويرونه په رنګينو پينسلانو جوړ کړل او موږ ته چي يې را ښکاره کړل، نو ټول يې له حيرانتيا و څرخولو، واه پرۍ وه پرۍ، بلکې د پريانو پرۍ، سره وېښتان، غټې بادامي سترګې، ښکلې جګه پوزه، ورين تندى او يوه داسې ژوندۍ خندا پر مخ خوره، چي بې حسه يې لا لړزاوه او دې منلو ته يې مجبوراوه، چي ښکلا کله هم نه مري او پر هر څه زوروره وي، ريښتيا وايم دا رنګه د کمال حسن مو دمخه نه وو ليدلى، بس هر يوه پر خپل ځاى سترګې وچې نيولې وې او يقين يې نه کېدى، چي زه څه وينم او بل دا رنګه حوره له شامو لېوني څه غواړي، د دې دپاره خو يو شاهزاده پکار دى، د باچا زوى، د بل چا هم نه.

د شامو لالا تر کيسې دمخه به د خپل ځان په لړ کې څه در وښيم، زه بالکل بېګناه سزا سوم، زما کېس څه دا رنګه وو، چي زما ورور يو ځوان په ګولۍ وژلى وو، زما ورور خو و تښتېد، خو مدعيانو زه په پوليسو ونيولم او کېس يې څه دا ډول جوړ کړ، چي ما مقتول په غوځي کې د شا له خوا نيولى وو او ورور ته مي ويل چي ټکان ورباندې وکړه، چي د ژوند څکه ونه کړي، حالانکې ريښتيا خبره دا وه، چي زه د خپل ورور او مقتول- چي يار يې وو- په ناڅاپه جنګ ګرسره خبر نه وم، بلکې زما ملايکې لا نه وې ورباندې خبرې، بل دغه جنګ چا ليدلى لا نه وو او په هغه وخت کې زه لېرې په يو هوټل کې بېغمه ناست وم، چاى مي څښلې، چي دغسې پوليس لکه ناببره ټکه راغى او زه يې ونيوم. په ورور خو نه يم خبر، چي چېرې ورک سو، خو بدي دارانو زه تر دغه حاله را و رسولم، زړه يې زما ورور ته ډک وو او زور يې تر ما وکيښ، واه ستاسې تر ښه انصاف وګرځم.

د شامو کيسه دا وه، چي دى په ښار کې د يو پېنټر- مصور شاګرد وو او هغه هم له کوچنيوالي، ځکه نو د کمال هنرمند وو. بل دى د مور و پلار يواځينى زوى وو، ځکه نو چي مور و پلار يې مړه سول، دى به په کور کې يواځې اوسېدى.

شامو چي يو ريښتينى فنکار وو، ځکه به نو له کوچنيوالي ډوب- ډوب وو. اول به يې د کوڅې پر دېوالونو تصويرونه جوړول، خو بيا يو مهربان د ښار و يو لوى پېنټر ته بووت او ورسره شاګرد يې کړ، چي ده ته به يې د هنر پټ رازونه ور ښوول او ښې ډېرې پيسې به يې هم ورکولې، ولې چي د شامو انځورونه به په خورا ګټه خرڅېدل، جېبونه به يې هر وخت تاوده وو او استاد به ټول وخت د ده په ستاينه تېراوه، چي داسې شاګرد به بيا پيدا نه کړم.

ښکلې بسوګۍ، چي په اصل نامه يې موږ تر پايه خبر نه سو، د ده ګاونډۍ وه، چي پر ده او د ده پر فن دواړو مينه وه. د دواړه يوه عجبه دوستي وه، لاس به د ده وو، خيال به د هغې وو، ډول- ډول تصورات به هغې د ده و مغزو ته راوستل او دا رنګه به يو ښکلى انځور مخته راتلى، چي کتونکى به يې لړزاوه او پر خپلو سترګو به يقين نه ورتلى. دا راز له کوچنيوالي دواړه پاخه دوستان وو، بلکې زه به ووايم، چي دغه د بسوګۍ مينه وه، چي له ده يې شاعر نه، خو د کمال مصور جوړ کړ. هغې هم بې خپله پلاره بل څوک نه درلود، چي سود به يې کاوه، پلار چي به يې له کوره و ووت، نو دا به پټه د ده کره راغله او بيا به نو دوى وو او د دوى پاکه مينه او پټه- پټه موسکا.

بيا يوه ورځ داسې هم راغله، چي استاد شامو کراچۍ ته ولېږى، چېرې چي انګرېزان راغلي وو او د استاد يې پخواني قدردانان او شناخته وو. هلته د هغو په يو نوي او لوى بلډنګ کې ده داسې د کمال تصويرونه ور جوړ کړل، چي هغوى يې پر ځان حيرانه کړل، چي دغه څه بلا په لاس راغله، بيا څو هفتې لا نه وې سوې، چي هغو دغسې بيرته دلته ښار ته را ولېږى، چي له استاده رخصت واخله، موږ کاغذونه در برابروو او له ځانه سره دي لندن ته بيايو.

شامو خوشحاله کور ته راغى، چي بسوګۍ به هم له ځانه سره بيايم او سودخور پلار ته به يې ولور ورکوم، ولې چي بې هغې زما ژوند او تصور ړنګ دى، خو چي څرنګه په کوڅه را ننووت، نو خبر سو چي بسوګۍ خو د ده د تګ په دويمه ورځ بابک په شل لکه کلدارو و يو دېب غوندې قصاب ته په شپه- شپه ور واده کړه، چي د غويي په شان له عقله خلاص وو او د ښا��ار غوندې به يې پښارى تلى.

هغه حق حيران سو، چي دا څه وسول، په منډه د کور دروازې ته راغى، چي دننه فکر وکړي، چي دغه څه ناڅاپه قيامت راغى او څه کول پکار دي، نو دروازه پخپله خلاصه سوه، ولې چي هيڅ کولپ نه وو ورباندې ځړېدلى، دننه چي ورغى، نو څه ويني چي په کور کې يې مخامخ په برنډه کې يوه زړه ناولده ښځه ناسته ده، چي مخ يې د ژيړو پاڼو يو خزان وهلى باغ دى، دواړه مړوندونه يې په وينو لړلي دي او کټ مټ داسې ده لکه بې ساه. شامو حيران سو، چي دا څوک ده.

دا بسوګۍ وه، د ده ښکلې بسوګۍ، چي د وخت ظلم دې حال ته رسولې وه. دا رنګه بد بدلون، د بسوګۍ د حسن محل يو دم په کنډوالو بدلېدل، پر نه ختمېدونکي حسن يې زوال راتلل، شامو و لړزېد او حيران پاته سو. اوس هغې په داسې کريږو ورته را منډه کړه، لکه يو مظلوم ماشوم چي څوک خپل خواخوږى وويني، ټينګه ورباندې ونښته او په چيغو- چيغو يې ورته وويل، چي پلار و داسې شکي مزاج سړي ته ور واده کړم، چي سهار قصابې ته ځي، نو ما په زنځيرونو ټينګه و تړي او د خونې دروازه راپسې کولپ کړي، وېرېږي چي زه د خپل ښايست له سوبه په کوڅه کې څوک يار نه کړم. نن يې چېرې اول وار زړه راباندې و سو او د پلار کره يې را ايله کړم. مځکې ټېک نه راکاوه، کور اور را لګاوه، نفس مي پکې تنګېدى، ساه مي بندېده او ځکندن راباندې راتلى، د کور د کولپ دويمه کيلۍ دي راسره وه، بس سم مي دلته را منډه کړه، ولې چي دغه ځاى خو زما پناه وه او دلته مي د زړګي د سر، د خپل جانان خوشبويي ګرځېده را ګرځېده، چي زما پر زخمي زړګي د ولهم رنګه لګېده. بس په برنډه کې کښېنستم او پر خپل خوار نصيب په زوره- زوره په چيغو سوم، چي څه خوبونه مي ليدلي وو او وخت څه کانې را وکړې، چي ته راغلې بس د زړه سره په زړګي مي داسې ننباسه، چي بيا مي څوک ظالم درڅخه جلا نه کړي، بېلتون راڅخه وتښتي، زر کوه چي وخت نه سته، غمازان راته ولاړ دي غمازان، زما او ستا نيزدېکت نه غواړي.

شامو نور حيران سو، چي دا اوس څه و سول، سمه خندرويه ښځه څرنګه په لېونتابه سوه او څه کول پکار دي، چي دغسې يې ناببره په کور د بسوګۍ پلار په دربي سره را ننووت، چي د چارخول کلکه لنګوټه يې پر سر وه، سره برېتونه او پنډې عينکې يې وې، وار د واره سور او شين سو او لور ته په لوى غرږي په خشم سو، چي بې آبې سترګې دي خاورې سه، مېړه مي در وکړ، بيا هم له دغه لېوني سره ياري کوې، د پلار او نيکه و عزت ته نه ګورې بې حيا، بې شرمې!.

بسوګۍ دغسې له کوره دباندې منډه کړه، ولې چي له هغې سره بله لار نه وه، خو د ځان په سما کې هم نه وه او د لېونو غوندې يې غلبلې وهلې، پر دغسې ناڅاپه بدو حالاتو د شامو ماغزه نور و ګرځېدل، بې اختياره يې دغسې نيژدې پرته چاړه را واخيسته او د سترګو په رپ کې يې تر سودخور لاندې کړه، کلمې يې ورباندې را و ايستې او دا هر څه داسې ناڅاپه وسول، چي د شامو هيڅ اراده نه وه پکښې او دى نه پکې ملامتېدى. بيا هغه ورځ وه او نن ورځ وه، چي د پانسۍ په انتظار ناست وو.

د پلار په مرګ او پخپلې بدحالۍ لور بدنامه سوه، ولې چي ګاونډيانو هغه د شامو له کوره په منډه او په بې اختياره نارو وليده، دا ډول مېړه زيات ورته بلا سو او د شامو خلاف په کچارۍ او نورو عدالتونو کې به وکيل هم ده نيوى، شامو ته به يې بد- بد کتل او سړې ساوې به يې ورته کښلې، چي کله به دي سر خورم زما زو، کله به دي تاترين ته لېږم.

د مرګ د بنديانو د لويې حوېلۍ په وختو کې که څه هم شامو به چوپ- چوپ وو، خو ډېر ناکراره به وو او داسې به وو لکه خوړل کېږي چي. دلته په غولي کې خورا ډېرې ونې وې، چي مرغان پکې اوسېدل او دا ډول به هم د دوى شور وو او هم به د ونو شور وو، چي موږ ته به يې ډېر خوند راکاوه او شامو به لکه لېونى ورته ولاړ پکې ډوب وو او لويه ږيره او څڼې به يې باد ور خورې کړې وې. ماښام وخت خو به دغه ننداره زياته ښايسته سوه، ولې چي د ورځې خو به څو په حساب مرغان وو، خو په ژيړي ماځيګر به لوى- لوى سېلونه دې دوزخي ولات ته له هرې خوا را روان وو، خبر نه وو چي دغه جنت نه، بلکې دوزخ دى دوزخ. شامو به د دغو ونو او سېلونو خورا زورور انځورونه هم جوړول. بيا چي يوه ورځ له يوې ونې د يو مرغه تازه بچى لاندې را ايله سو، چي د سرو غوښو ټوټه وه او ټولو ويل چي دا د مينا بچى دى، بس مري، نو شامو را پورته کړ. اوس به ده هغه بچى ساتى او توت به يې ورکول، چي لږ يې وده وکړه، نو لنده ډوډۍ به يې خوړله. عجبه ده، د مينا چيچى ورځ په ورځ غټېدى هم او ښايسته کېدى هم.

کمال دى، مينا چي لويه سوه، نو له شامو سره به يې داسې مينه کوله، لکه مور و پلار چي يې دى وي بل څوک نه، هر مهال به د ده  شاوخوا الوته او ګرځېده را ګرځېده، بس د هغې دپاره ټوله نړۍ دى وو، بل څوک خو هغې کبرجنې ګرسره پېژندى نه. خورا خلاصه ژبه يې وه، کټ مټ لکه د يو انسان، شامو داسې په خبرو اموخته کړې وه، چي موږ به ورته حيران سولو، بالکل د انسانانو په شان به صفا ږغېده، هر تورى به يې له بله بېل وو، بلکې په خپل بارک کې چي به دى تر هرې ونې لاندې ناست وو، دا به يې کله پر ګوډو، کله پر اوږو او کله د لاس پر ورغوي ناسته وه بازۍ به يې ورسره کولې او خورا نازونه هم، چي موږ به ورته ډوب وو او ډېرو به خندل هم. ونې له ميناوو ډکې وې، موږ به ويل چي ته يې ګوره يوه ورځ به خپله جوړۍ پيدا کړي او ځنې و به تښتي، خو بدبخته له هغه لېوني په مات سر نه جلا کېده، بس لکه شامو چي جادو په کړى وي. موږ به تل خندل چي شامو ته الله پاک بله بسوګۍ ورکړه، چي مينه يې بې کچه او له اخلاصه ډکه وه.

شامو به تل د بسوګۍ له خوا ورته ګډ وو، هغه به هم په صفا پښتو کې داسې ورته ږغېده، لکه همدردي چي ورسره کوي، زړه يې ورباندې سوځي او ارمانېږي يې. شامو زموږ د ټولو نومونه هم ور زده کړي وو، مينا به له لېرې- لېرې موږ ته ګايېده، خو نيژدې به نه راتله، حالانکې دا چم شامو نه وو ور ښوولى، بل ملک صاحب هم موږ ټول منع کړي وو، چي په مينا به کار نه لرئ او نه به يې تنګوئ. يو وار يو دوو بنديانو داسې چم وکړ، نو په موږ کې په يوه پهلوان ملک خورا بد و ډبول. په جېل کې بد حال جوړ سو او بيا جېلر هم هغه قيديان زيات و ترټل او توبه ګاره يې کړل.

اوس يوه ورځ شامو نوى چم وکړ، د ملک صاحب انځور يې جوړ کړ او مينا ته يې ويل:

– “ښايستې بسوګۍ به ويل، موږ انسانان يو بل داسې نه سو پېژندلاى لکه خوږه مينا چي انسانان پېژني. آ ځه که بسوګۍ ريښتيا ويل، نو ميناګۍ ته دغه انځور و ګوره او بيا چي د چا وو، د هغه پر اوږه کښېنه، چي و ګورو بسوګۍ بدبختې ريښتيا هم ويل که درواغ او هسې هم لېونۍ ده.

دا څه، اوس خورا تماشه سوه، مينا يو وار تصوير ته و کتل او بيا ملک صاحب ته، بس دغسې ور والوته او د ملک پر اوږه کښېنسته. واه، اوس خورا تماشه سوه، شامو به په پينسل د سترګو په رپ کې پر يو بل صفا کاغذ په موږ کې د چا انځور جوړ کړ، مينا به دغسې د هغه چا په لور و کتل او بيا به ولاړه د هغه پر اوږه به کښېنسته.

په داسې حال کې جېلر خبر سو، نورو سپاهيانو را منډه کړه، شامو د هغو تصويرونه هم جوړ کړل او مينا د هغو پر اوږو کښېسته. جېلر خورا نرم او ښه سړى وو. شامو به ويل چي دى شاعري هم کوي، ما دفتر ته و بولي او کله- کله زه د هغه پر ښه شعر يو انځور جوړ کړم، چي دى يې واخلي او بله ورځ يې په فرېم کې لګولى وي او خپل دفتر يې ورباندې ښايسته کړى دى، هغه به هم د ملک صاحب غوندې د شامو ډېر خيال ساتى، خورا به ورباندې ګرځېدى او په جېل کې به د چا مجال نه وو، چي شامو تنګ کړي او يا څه ورته ووايي.

کله چي به شپه سوه، نو زموږ په لوى وارډ کې به چا تالۍ را واخيسته، چا پټ تمبلونه او درياوې، چا د خولې باجه او د بنډار دربى به سو، چي خونه به يې پرله واخيسته. دا ډول به يارانو په خوږو ږغونو کې زورورې غاړې او سندرې ويلې، موږ به ټولو خندل، خوشحاله به وو، چکچکې او خپړې به وې او له هر چا به دا هېر وو، چي موږ ته يوه لويه سزا هم د مرګ په بده، مکروه او خوفناکه جوله کې ګوري. دلته به هره دويمه ورځ د ماړه ملک له کوره خورا لوى- لوى دېګونه هم راتلل، چي جېلر به اعتراض نه ورباندې کاوه او زموږ به مزې وې. په داسې حال کې به مينا تل د شامو پر اوږو ناسته وه. بيا به کله زموږ د مست اتڼ منځ ته راغله، خورا په مستۍ به وه، خو بيرته به يې چيغې کړې، په سرپي به والوته او په نارو به د شامو پر اوږه کښېنسته، بس داسې وه لکه دا چي هم زموږ په خوشحالۍ را ګډه وي. په دغه حال کې به شامو له هر چا جلا په يو کونج کې خاموشه ناست وو، سترګې به يې بندې وې او له خپلې بسوګۍ سره به يې مجلس کاوه، بنډار او سندرو به د هغه د تصور د تاترې غوندې جګ غرونه لا نه سو ماتولاى.

زموږ جېل له ښاره لږ لېرې وو، کله چي د اپيل تر خارج کېدلو وروسته شامو هم د مرګ وړو کوټو ته سو، نو دلته ده اول ځل موږ ټول پرېشانه کړو او دا هغه وخت وو، چي ده لومړى وار د بسوګۍ انځور جوړ کړ. عجبه ده د بسوګۍ تصوير خو موږ پرېشانه کړي وو، چي له مينا لا مستي هېره سوه. دغه مهال موږ د ملک صاحب په خونه کې تاش کاوه، د بسوګۍ انځور مينا څه وليد، چي لېونۍ يې کړه، په هغه کوچنوټې خونه کې به له ډېرې ناټالۍ کله يو ځاى کښېنسته او کله بل ځاى او د بسوګۍ تصوير ته به يې په بيا- بيا او په ځير- ځير کتل. عجبه ده، کله به ور نيژدې سوه، خو کله لېرې، بيا به په چيغو سوه، خو وروسته به يې په خاموشۍ په ټولو تصويرونو کې جلا- جلا سترګې نيولې وې، د مينا دغه چم له موږه پتې هېرې کړې او د دې په تماشه سولو، چي د منلو وړ نه وه.

په هغه شپه ما هم عجبه خوب وليد، چي شامو د اوس غوندې نه دى، بلکې ډېر ښکلى ځوان دى، د خپل کور په غولي کې يې پر يوې زرغونې ونې يې يو انځور را ځړولى دى او جوړوي يې، خو د پرۍ زادې بلکې د حورې غوندې بسوګۍ ورسره شخړه ده، چي سرې زلفې يې باد وهي، ورته وايي چي په لوړ اسمان کې د الوتونکو مرغانو تصوير جوړ کړه، چي د ازادۍ زېرى ورکوي، خو ته يې نه جوړوې.

دا رنګه چي را ويښ سوم، نو تر ډېره د بسوګۍ په حسن کې ډوب وم او ستايه مي، خو په دغه ستاينه کې هيڅ بدنيتي نه وه او نه څه شيطانت، ولې چي هغه حسن مقدس وو، د يوې اسماني حورې وو، د يو پاک مخلوق وو او بل مي په زړه کې د بسوګۍ دپاره عجبه زړسوى هم درلود.

اوس به د مينا رويه لا بدله وه، هر وخت به له شامو سره د ده په کوټه کې وه او دى به ورته ګايېدى، د دوى به څه راز و نياز وو، په دې به موږ نه خبرېدو.

موږ چي به کله ماخوستن د ملک صاحب کليوال ازاد کړو، نو پوښتنه به مي ځنې وکړه، چي ته مينا ته اخير وايې څه، شامو به په يوه لېونۍ خندا کې راته وويل، چي بس ټوله ورځ د ځان او بسوګۍ په اړه خبرې ورته کوم، داسې ښکاري لکه دا خارمړې چي هم په بسوګۍ مينه سوې وي، دا دي کريابه نه سي، پر ما بې سما عاشقه ميناګۍ.

بله ورځ د شامي دغې ناولدې خبرې موږ ټول پرېشانه څه چي حق حيران کړو، چي مينا وايي زه ځم په بسوګۍ پسې ګرځم او حال يې راوړم. هو هو اوس خو موږ نور حيران سولو، چي دا به بيا څه تماشه وي. دا څه، ناڅاپه يوه ورځ مينا ورکه سوه، څو شپې نه وه، چي د شامي رنګه لېونى خو پرېږده، موږ يې لا کړهانده کړي وو، بيا يوه ورځ څاښت مهال سرپى سو، ټولو بنديانو پخپلو خونو کې نارې کړې، چي مينا راغله- مينا راغله، ګورو چي څه زېرى يې راووړ.

دا څه د مينا راتګ نه سو، يو قيامت سو، بس د شامي چيغې سوې، چي موږ يې و لړزولو او ګرسره نه درېدې. په دغه حال کې جېلر او ډاکټر هم په منډه راغلل، د ډيوټي سپاهي خبر کړي وو، چي تاسې راسئ په بندي څه وسول، مرض ونيو که څه، خو هغه او ډاکټر چي وليدل، چي شامى روغ جوړ دى، نو بيرته ولاړل، ولې چي په داسې وختونو کې چي موږ به مرګ خپله مخامخ ليدى، نو کمزورو بنديانو به کله نا کله داسې چم حتماً کاوه.

شامو تر ماخوستنه ژړل، ماخوستن چي څرنګه موږ بنديان سره يو ځاى سولو، چي خير خو وو ګران لالا څه نقل وو، نو بيرته د شامو اوښکې کتار- کتار و بهېدې:

– “ميناګۍ ويل چي بسوګۍ ډېره په بد حال ده، ډېره په عذاب ده، ډېره زهيره او مخ يې داسې تک ژيړ دى لکه کورکمن، بس په څو شپو کې به مړه سي، وۍ که په دې څه وسول زه به څه مخ توروم، بې پانسۍ کېدو به دلته په خونه کې مړ پروت يم، وۍ زما ګرانې بسوګۍ ارمان چي بدبخت شامو خلاص واى، نو به يې ستا د مخ ژيړوالى د خپل زړه په وينو بيرته در سور کړى واى، ستا دپاره به يې ډېر څه کړي واى، وۍ زما خوږې ستا رنځ، ستا مرګ دي زما سي، اوس دستي دي زما سي”.

شامو داسې ژړل، چي په هر رنګه پوه کولو نه چوپېدى. ملک صاحب هغه پر سر ښکل کړ:

– “شامو جانه! ته سم حال خو ووايه، پوره نقل خو وکړه”.

خو شامو ماتم کاوه او سر يې ټکاوه:

– “بس په کولپ کور او کولپي خونه کې په زنځيرونو تړلې ناسته وي، دا وي او د دې روڼې اوښکې”.

– “وۍ کور دي خراب سه، مېړه يې تر اوسه تړي”. ملک پورته سو او لاس يې داسې و ټکاوه، لکه ډېر په خشم چي وي او هيڅ يې هم په وس کې  نه وي.

شامو په کريږو وويل:

– “هو هغه قصاب ګرسره زړه نه ورباندې سېځي”.

بهرحال موږ پر شامو لاس تېر کړ او هغه مو چوپ کړ.

اوس چي بيا مينا ولاړه او بيرته راغله، نو شامو نه ژړل، بلکې خوشحاله وو او په اتڼ وو، چي توره شاپېرۍ وايي ما بسوګۍ ته ستا ټول حال ووايه او دا هم چي تا څرنګه زه لويه کړمه، نو اول خو د هغې يقين نه کېدى، خو بيا يې هر څه و منل او ماته يې د ملايکې نوم راکړ، اوس د هغې په سترګو کې هيڅ مايوسي نه سته، بلکې بيرته اميد راغلى دى.

دا رنګه به مينا د ده حال بسوګۍ ته ورووړ او د هغې به يې ده ته راووړ. شامو به په خپل لېوني وزم کې ويل، چي بسوګۍ وايي خوراک کوه، ګوره دا دى زه هم خوراک کوم، بس ګرسره نه ژاړم، ولې چي مينا راسي په تا مي خبره کړي او هغه ساعت پر ما د اختر وي. اوس چي مي مېړه په وهلو ټکولو مرګ ته هم و رسوي، نو زما پر مخ تل خندا وي د ځان دپاره، نه ستا دپاره. دا رنګه ستا په حال احوال بيرته ښايسته سوې يمه، کټ مټ د پخوا رنګه. مېړه مي وايي اوس دي زه قبول کړم، ځکه نو اوس مي نه تړي، بلکې هر وخت مېوې او ښه- ښه خوراکونه هم راوړي، بازار ته مي بيا جلا بيايي او ښې جامې او سره زر هم را اخلي، وايي چي ستا رنګه په پرۍ به زه پينځوس لکه نورې هم ورکړم، بلکې په سرو زرو کې به دي و تلم، ته خو د جنت حوره يې زبزبانې. بسوګۍ وايي که يوه ورځ هم خوابدى سوې او خوراک دي ونه کړ، نو زه به هم خوراک پرېږدم او له مېړه سره به بيرته ترخه سمه، بيرته به بدرنګه سمه او څښتن به بيا بد راسره پيل کړي، چي د يار غمونه دي بيرته را غبرګ سول او بيا به بندۍ راڅخه جوړه کړي، خبردار د ځان خيال به ساتې لېونيه!. کمال دى لېونو ماته وايي لېونى، ځان ته يې پام نه سته د بې سما، زه نو بيا کله لېونى وم، آهو تاسې وواياست، کله مو په ما کې لازه ليدلې ده. دا رنګه به موږ په پټه و يو بل ته و خندل.

مينا به له موږ سره خورا خبرې کولې، خو بدبخته داسې څالاکه وه، چي د بسوګۍ حال به يې موږ ته ګرسره نه وايه، بلکې مخ به يې په ډېرې څالاکۍ بلې خواته واړاوه.

په داسې حال کې ملک صاحب معاف سو، دښمنانو وباخښه، که څه هم هغه لاړ، خو د يارانو يار وو او موږ ټول يې تېښتې ته تيار کړو، په اخيرنيو شپو کې يوه ورځ شامو په اتڼ وو، ويل يې بسوګۍ حال را استولى دى، چي داسې انځور را واستوه، چي ستا د خوښې وي، زه يې پر دېوال ټکوهم او تا ورباندې يادوم، مېړه ته به وايم چي په بازار کې مي را نيوئ، نو موږ ورته ويل چي جوړ يې کړه، ښکلى يې جوړ کړه او ور وايې ستوه، دا اوس کوم ګرانه خبره ده.

پاى يوه ورځ ده هغه تصوير هم جوړ کړ، موږ ډېر کوښښ وکړ، چي ويې وينو، خو هغه کاغذ نه کړ را ښکاره او راڅخه پټ يې کړ. بيا يې د تعويز غوندې پرله و پېچى، د مينا په ښۍ پښه يې و تاړه او مينا يې والوزوله. بس هغه ورځ وه، چي مينا ورکه وه او تر ننه نه وه راغلې.

دا مهال وخت په تېزۍ سره تېرېدى، دباندې ګارډ بد حال جوړ کړى وو، چي زر کوئ، زغرد سئ، دويم سپاهي را روان دى، په بلا به اخته سو. دا څه لکه چي ما د مخه وويل، شامو اعلان وکړ، چي زه نه ځم. پاى د دې لانجې لار دا سوه، چي زموږ پهلوان ناڅاپه سوک پورته کړ او ډنګر غوندې شامى يې پر سر داسې کلک وواهه، چي ځاى پر ځاى بېران سو، دا رنګه هغه دېب بېهوشه شامو په اوږو واخيست او دننه په جوړ سوي سوري کې تر موږ دمخه سو.

د جېل دباندې په يو لوى چور کې لار وته، دا مهال توره دربېله وه، چي موږ له سوري را ووتو، اسمان اوس هم له ستورو ډک وو او د جېل جګ او پراسراره دېوال اوس هم لکه يو خوني موږ وېرولو، دلته خو بل څوک نه وو، بس يوه ګيدړه وه، چي و موږ ته په کتلو يې دغسې منډې کړې. په دغه حال کې پهلوان شامى بيرته په هوش کې راوست، هغه به لا څه ويل، چي موږ ټولو يې پر خوله لاس ټينګ ور ونيو.

جېل په غره کې وو، ځکه نو له دغه زندانه په تراټ نيژدې و يوې غونډۍ ته راغلو او شامو مو په ټولو را اخيستى وو، چي لاس او پښې يې وهلې. دغه هغه ځاى وو، چي د ملک صاحب ډاټسن موټر به راتلى. شامو اوس هم نارې وهلې، چي زما مينا خو زما مينا، خو موږ پرله پسې پر خوله لاس ور نيوى. په داسې حال کې د ډاټسن ږغ سو او په موږ ټولو کې ساه و غوړېده. ډاټسن ملک صاحب چلاوه او سم يې خپل ټاکلي ځاى ته راوست. اوس ملک صاحب يو دم ګاډۍ بنده کړه، څو وسلوال هم ورسره وو، چي خورا مزي وو، کلاشينکوفونه يې تيار نيولي وو او د جېل په خوا يې داسې کتل لکه هغه چي يې يو خوني دښمن وي او دوى به له ويرې دم دستي ټکان ورباندې وکړي.

ملک دغسې له موټره را کښته سو او په موږ ټولو يې نظر واچاوه، چي پوره ياست که يه، کله چي يې زړه تسلي سو، نو بيرته په ګاډۍ کې کښېنوست. دا څه، شامي ويل، چي زه نه کښېنم او تر اوسه پر خپل خره سپور وو. دې خبرې موږ بيا حيران کړو، خو ملک موږ منع کړو، چي زور به نه ورسره کوئ، لږ ساه وکړئ او ايله يې کړئ، زه پوه سوم او دى پوه سو.

دا مهال زموږ د سترګو ديد پوره کار کاوه او هر څه مو صفا ليدل، لېرې سړک خو نه مالومېدى، البته کله- کله به د غره تر شا د يو موټر ږغ او رڼا سوه.

– “شاه محمد جانه! څه کيسه ده؟”. ملک صاحب په ډېره مينه ور نيژدې سو او ورته ويې ويل.

شامي به لا څه ويل، چي دغسې يو تور شى ښکاره سو او زموږ منځ ته راغى، چي موږ يې جګ و غورځولو، بلکې ويې وېرولو. دا څه، دغه مينا وه، چي د وزرو يې سرپى وو، دغسې له اسمانه را کښته سوه او د ملک پر موټر کښېنسته. اوس موږ له خوشحالۍ چيغه کړه او ملک ته مو وويل، چي د دغې مينا له سوبه دى نه تلى او په لړز اخته وو.

دا مهال ملک په دواړو لاسونو کې په ډېره مينه مينا ونيوله او شامو ته يې په خندا ور��ړه، چي اوس خو دي بلبله بلکې توره شاپېرۍ راغله، ارمان دي و خوت، راځه، خو شامى اوس هم د بسوګۍ په مينه کې ډوب وو.

– “ودر (و درېږئ) ستاسې بيا څه تازيله ده، يو وار خو زه د بسوګۍ حال ځنې واخلم، والله که قيامت راسي، لږ دمه وکړئ”.

اوس ملک موږ ټولو ته اشاره وکړه، چي يو وار صبر وکړئ، چي دى د خپلې محبوبې حال ټول کړي. دغه مهال موږ ټول پر ملک را ګرځېدلي وو او زړه مو غوښت، چي له خوشحالۍ اتڼ وکړو، ولې چي د نن سهار به زموږ د ازادۍ سهار وو، چي دغسې د شامي بدې چيغې سوې.

– “څه وسو”. موږ ټول حيران سولو او د هغه په خوا مو منډه کړه.

هغه په ژړا کې راته وويل، چي مينا وايي چي څرنګه ښايستې بسوګۍ هغه انځور وليد، چي ما ور لېږلى وو، نو دغسې په لېونتوب سوه، دم دستي يې د مېړه توپنچه را واخيسته، پر ويده مېړه يې ټکان وکړل او مړ يې کړ.

– “څه وايې؟” موږ ټول و کپېدلو “بيا، بيا څه وسو؟”.

– “بيا يې پر خپل سر توپنچه ونيوه او ځان يې هم مړ کړ”.

اوس زموږ تر خولې چيغې ووتلې:

– “د ګروم تصوير دي سه، څه وو په تصوير کې؟”.

موږ ټول داسې وو، لکه بسوګۍ چي زموږ عزيزه يا ترله وي، بلکې زموږ د ټولو خور وي، سکه يواځينۍ خور، مظلومه خور او مرګ يې پر موږ اور لګولى وي، کړولي يې يو.

– “هيڅ هم نه وو په هغه انځور کې، داسې خاص خبره خو بالکل نه وه”. هغه ژړل.

– “څرنګه هيڅ نه وو، دومره مړي ورباندې وسول، دوه انسانان يې له ژونده خلاص کړل، دوه څراغونه يې و وژل او ته وايې چي هيڅ نه وو، ووايه تا جوړ کړي څه وو، ته د ګروم انځورګر سې، که موږ داسې خبر واى، نو ستا لاسونه به مي در مات کړي واى”. دا مهال موږ ټول جذباتيان وو او کپېدلو.

– “بس پر هغه کاغذ ما يو مخ شل دېرش سړي جوړ کړي وو”.

– “څنګه سړي؟”. زموږ تر خولې بيا چيغه ووته.

– “ټول ناست وو او په زنځيرونو کې خورا بد تړلي وو”. هغه په ژړا- ژړا وويل.

– “نور څه وو په هغه انځور کې؟”. موږ داسې وو لکه مځکه چي راباندې سره وي.

– “بس په منځ کې يې يو ظالم سړى ولاړ وو، چي ټول يې په بې دردۍ په اينټر وهل، ورباندې خوشحالېدى او پر بد مخ يې بې رحمي او خندا خوره وه”. هغه وويل:

– “نو بسوګۍ ولې ورباندې لېونۍ سوه؟”

اوس هغه په زياتو چيغو و ژړل:

– خو د ټولو بنديانو رنګونه ماته سوي وو، بلکې هر بندي زه پخپله وم پخپله، د هر يوه له سترګو اوښکې را روانې وې، روڼې- روڼې کتار اوښکې”.

موږ هم چيغې کړې:

– “او د ظالم رنګ د چا وو؟”

هغه خپل سر په زوره- زوره و ټکاوه:

– “د قصاب، د هغې مېړه”.

***

اګست ٢٠١٣م کال

By Quetta

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *