تاند- د وسله والو طالبانو یوه ویندوی نن/پنجشنبه/ وویل، دا ډله تیاره ده چې له ګوانتنامو څخه د خپلو پنځو بندیانو د خلاصون په بدل کې د ښه نیت په توګه هغه امریکايی عسکر خوشي کړي چې په ۲۰۰۹ میلادي کال یې نیولی و.
طالبانو دا وړاندیز وروسته له دې وکړ چې روانه اوونۍ د قطر په مرکز دوحه کې یې دفتر پرانستل شو.
طالبانو د ۲۰۰۹ کال د جولای په دېرشمه یو امریکايي سرتېری ونیوه.
باو بریګدال، چې باور کېږي اوس په پاکستان کې دی، یوازینی امریکايي عسکر دی چې طالبانو ژوندی نیولی دی.
د طالبانو د دوحې د دفتر ویندوی شاهین سهیل اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل، تر کومه ځایه چې زه خبر یم بریګدال په ښه حالت کې دی.
ده ونه ویل چې بریګدل اوس چیري دی.
د بریګدال کورنۍ ته د روانې میاشتې په لومړیو کې د نوموړي له لوري یو لیک ورسېد. خو دوی ونه ویل چې ده په دغه لیک کې څه لیکل شوي دي.
سهیل شاهین وویل چې حتي د خبرو تر پیلولو مخکې هم د بندیانو تبادله د طالبانو لپاره لومړیتوب لري.
کله چې له ده اسوشیتید پریس خبري اژانس د بریګدال په اړه پوښتنه وکړه نو شاهین وویل:«لومړی باید بندیان خوشي شي، هغه به تبادله شي. بیا موږ غواړو چې ګام په ګام د وړاندې تګ لپاره اعتماد د رامنځته کولو لپاره پُل جوړ کړو.»
ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د شنبې په ورځ دوحې ته لاړ شي څو هلته د سوریې په اړه په کنفرانس کې ګډون وکړي.
ګومان کېږي چې ښاغلی کیري به په دغه کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ له طالبانو سره هم وویني.