له تکړه ناول او کيسه ليکوال نصير احمد احمدي صاحب سره به هر وخت چې په فيسبوک مخ شوم، ورته به مې ویل چې، څنګه ده نوي څه دي نه دي پيل کړي، هغه به تل راته د زړه خبرې کولې، مانه به يې مشورې غوښتلې، زه پوهيدم چې دا يې خلوص دی، ګني چېرته زه، زما ناوړه مشورې او چرته د احمدي صاحب پېرزونې او لوړ خيالات. ډير پخوا مې د احمدي صاحب يوه کيسه (مينه) لوستې وه، بيخي يې داسې کړی وم، چې له ځانه يې ورک کړی وم، نه پوهېدم چې کيسه همدومره جالبه وه او که زما د ژوند له حالاتو سره يې برابري درلوده، تر اوسه مې په زړه او فکر کې غزونې کوي، کاروان صاحب ليکنه پرې کړې وه، شاهکاره کيسه يې ثابته کړې وه، تر هغه وروسته مې د احمدي صاحب ټول کتابونه ټکي په ټکي لوستي دي، د اغزن سيم په ناول کې مې ورته وويل چې زه خو سپينې سپينې درته وایم، کيسه دې ښه روانه کړې ده، خو کرکټر په ايران کې بېځايه دومره شپې کړې دي، لوستونکی ورسره تنګيږي، ويل يې رښتيا هم، ځکه چې ما ايران کې وخت تېر کړی و، هغه صحنې راته جالبه ښکاره شوې، ځکه مې پر تاسې هم ايران ښه وليدو.
له جوجو نه يې راته وویل چې پر يو ناول غواړم کار وکړم، چې يو اسماني مخلوق زمکې ته راکوز شي د څېړنې لپاره، ما ورته هماغه کرکټر تشريح کړو، خندل یې ويل دا خو دې هر څه راخلاص کړل، وړاندې تر دې چې دغه سوژه راته لږ نوره هم واضحه کړي، ما ورسره ټوکه وکړه، چې تر څو ته ناول ليکې، ما به پوره کړی وي، په جوجو به زه يو څه وليکم،خندل يې، ويل يې له تا سره خو هره خبره شريکوم، ته نو داسې مه کوه. زه پوهيدم چې ښاغلی احمدي به په جو جو څنګه ناول لیکي. زما تلوسه بېځایه نه وه، جوجو د انسانيت يو ستر پېغام لري.
جوجو يو پېغور دی زمونږ د ټولنې خلکو ته، جوجو چې هره پېښه تواب ته بيانوي، زه فکر کوم چې زه تواب يم، ماشوم يم، کم عمره يم، کليوال هلک يم، له ډيرو جګو ټيټو نه يم خبر، د نيکه هرې خبرې ته مې غوږونه څک نيولي وي، دکتابونو بکسه مې شاته اچولې وي، بکسه مې درنده شي، جوجو راشي، يوه شنه سترګه لري، کوچنی اسماني موجود وي، کله مې پام نه وي، له پزې مې کش کړي، زه ورته د خلکو په مخ کې غږ کړم، نېکه مې راغږ کړي: توابه! څه له ځانه سره بونږيږې.
جوجو ټوله ورځ ګرځي، له سپيو، مرغانو، پېشوګانو او نورو ژويو سره خبرې کوي، هر شی له انسانه شکايت کوي، انسان په دې دنيا يو ظالم خليفه ورپېژني، جوجو په هره پېښه سخت خپه کيږي، له ځان سره ېې ليکي، بيا يې له تواب سره شريکوي، تواب هم انسان دی، هرې پېښې ته سخت زوريږي، جوجو کله کله له تواب سره او تواب له جوجو سره مرسته کوي، د پېښو علتونه معلوموي. کليوال نزاکتونه، بېځايه دودونه، خپل منځي جنګونه، په بدو کې د ښځو ورکړه، بې ګناه قتل، پېغورونه، پردي ناموس ته سپک کتل او…….
جوجو ټوله ورځ همدا ګوري. جوجو به شايد توبه نعوذ باالله دخدای پاک په هغه ايت شکي شوی وي، چې لقد خلقناالانسان في احسن تقويم. بې شکه مونږ انسان ډېر ښکلی پيدا کړی دی. د يو شاعر بېت راياد شي: چا وينې ترېنه وڅکې چا سپرلو ته وينې ورکړې انسان څومره بدرنګه دی انسان څومره ښايسته دی هو انسان که خپل رسالت وپېژني، انسان د زمکې پر مخ تر ټولو ښکلی موجود دی، په نړۍ کې يې هر څه اوهر موجود تابع دی؛خو کاش انسان خپله ښکلا، خپل مقام او خپل رسالت پېژندلی وای، بيا به انسان په ټوله معنا ښکلی موجود و.
د جوجو وخت پوره شوی دی، خپلې څېړنې يې پوره کړې دي، غواړي بېرته خپل ستوري ته لاړ شي، له توابه رخصت اخلي، تواب يې پر بېلتون خپه کيږي، جوجو ستوري ته ځي،هلته خپلې څېړنې، عکسونه او معلومات خپلو کسانو ته وړاندې کوي، هغوی يې نه مني، يو بل اسماني موجود ورته وايي، چې ستا معلومات کره نه دي، داسې ښکاري چې ته دروغ وايې، جوجو ورته ثابتوي، چې دنړۍ پر داسې سيمې او داسې خلک هم شته، چې دا وړ ناوړه دودونه لري. د جوجو له لوستو وروسته چې له هرې ناوړې پېښې سره مخ کېږم، زه وایم چې جوجو به مې اوس وسکونډي او پېغور به راکي، چې وګوره ستاسې انسان داسې لوبې کوي، په هره پېښه کې جو جو راته سترګوسترګو ته کيږي.
کله کله په خپل انسانيت شکي شم، ترې زړه توری شم، له هر څه مې کرکه راشي. که غواړئ، چې انسانيت په ټوله مانا وپېژنئ او انساني رسالت وپېژنئ، نو جوجو ولولئ، پېغام ترې واخلئ، پر انسانيت او دنړۍ پر نورو حيواناتو رحم وکړئ او خپل ځان يو سالم انسان ثابت کړئ.