د طالبانو د دولت له را پرځیدلو وروسته افغان دولت ځان په هیواد کې د دیموکراسۍ علمبردار او بنسټ‌ ایښودونکی بولي، د خپلو لاس ته راوړنو په سر کې د بیان د آزادۍ خبره لره، بره کوي، د بیان د آزادۍ پر چیغو یې زمونږ غوږونه را کاڼه کړل.

په تیرو دیارلسو کلونو کې یې په ځلونو خپله همدا خبره غلطه ثابته کړې، هر کله چې په دولت، دولتي چارواکو، زور واکو، داړه مارانو او د دولتي فساد د مافیايي کړیو په خلاف غږ پورته شوی، همدې دولتي چارواکو یې د غږ د چپ کولو هڅې کړي،‌ نه یوازې د غږ د چوپ کولو هڅې بلکه د غږ پورته کوونکي د مرۍ په پرې کولو یې هم صرفه نه ده کړې.

د بیان آزادي یوازې ترهغه کچې خوندي پاتې ده چې پر دولت او دولتي چارواکو او مافیایي کړیو ونه لګیږی، ځینې هغه رسنۍ چې تر شا یې یو څو د واک او ځواک خاوندان ولاړ دي او د هغوی له ناروا ګټو د ننګې او دفاع لپاره یې هر وخت د رسنیزې رنډۍ چاره تر سره کړې او د دوی د ګټو د خوندي کولو یوه وسیله یې ترې جوړه کړې هم د بیان له ازادۍ برخمنې دي.

هغه رسنۍ که چاته ښکنځل کوي، که بد رد وايي او که په رڼا ورځ د ملي ګټو پر وړاندې موضوع ګیري کوي هیڅوک نشته چې ځواب ترې وغواړي.

د دولت د بیان د ازادۍ نعره او شعار چې خپله ستره لاس ته راوړنه یې بولي یو ځل بیا درواغ ثابته شوه،‌ یو ځل بیا دولتي چارواکو د همداسې یوې رسنۍ د غږ د بندولو هڅې پیل کړي چې د دوی کرغیړنې څیرې یې ولس ته ښکاره کړي، د ښکارولو هڅې یې کړي او دا هوډ یې کړی چې دا هڅې به تر هغه روانې وي چې دوی خپل دا کرغیړن اعمال نه وي بند کړي.

 نن د لوی افغانستان اونیزې د غږ د بندولو هڅه شوې، د لوی افغانستان د خپرونکو د غږ د بندولو هڅه شوې او حتې د لوی فغانستان او د لوی افغانستان د خپرونکو د مرۍ د پریکولو ګواښونه او هڅې هم شوي. لوی افغانستان اونیزې چې په دا نیږدې وخت کې یې خپرونې پیل کړي یوازې د دې لپاره چې په افغان دولت کې د شته فساد، درغلیو او نا انډولیو په وړاندې مبارزه خپله ملي او وجداني دنده بولي او د همدې مسؤلیت د تر سره کولو په تکل یې په ځینې ادارو کې د شته ناخوالو پروړاندې د مبارزې او اداري سمون په موخه د لیکوالانو مستندې لیکنې خپرې کړي چې د افغانستان بانک اړوند لیکنې (د افغانستان بانک وژغورئ) تر سر لیک لاندې د همدې لړۍ یوه کړۍ. په یاده کړنه کې د لوی افغانستان د ادارې هیڅ‌ ډول شخصي اند نه و ورګډ او نه شته، زمونږ یوازنۍ موخه په دولت کې او په ځانګړي ډول په (د افغانستان بانک) د سمون او د فساد او درغلیو په وړاندې د روښانه دریځ د خپلولو تر څنګ چې په هره برخه کې يي د افغانستان پرمختګ، نړۍ وال وقار او نوم له خطر سره مخ کړی دی مبارزه وه، ياده مبارزه د لوی افغانستان ټيم په مسلسل ډول د اشخاصو، ادارو، ګوندونو او یا ټبرونو سره له تربګنۍ او شخصي عقدې پرته جاري ساتلې او ادامه به ورکوي.


د افغانستان بانک چارواکي او په سر کې د دې بانک لومړې مرستیال دې لیکنو سخت وارخطا کړل، د لوی افغانستان د خپرولو او د خپرونکو او چلونکو په لار کې یې د خنډونو د پیدا کولو هڅې پیل کړې، په ځانګړي ډول په اونیزه کې د دې لړۍ (د افغانستان بانک وژغورئ) د بندولو لپاره یې له هیڅ‌ ډول کړنو ډډه نه ده کړې، د مالي لالچ څخه نیولې تر ګواښونو او د زور او ځواک تر کارولو یې هره حربه وکاروله، ځینې دولتي ادارې د لوی افغانستان اونیزه له وره د ننه نه ور پریږدي،‌ پولیسو ته سپارښتنه شوې چې د نورو ورځپاڼو او اونیزو په منځ کې باید ولټول شي او ترې بیله شي، چې دا ټولې لارې ناکامه شولې نو په مستقیمو ګواښونو یې پیل وکړ، تر دې پورې چې د لوی افغانستان د اونیزې د امتیاز څښتن ښاغلي حیران ته په تلیفون ګواښونه وشول، د لوی افغانستان د کارکونکو، چلونکو او خواخوږو اړوند د مالوماتو د راټولولو هڅې پیل شوې او د کورنو د ادرسونو او تلیفون د شمېرو تر څنګ د دندې اړوند مالوماتو ته یې هم دلاس رسي دعوې وکړې، دا هر څه یې زمونږ د ډارولو او چپ کولو لپاره وکړل، د ښاغلي حیران د کور شا خوا وسلوال کسان ولیدل شول او نور هم وګواښل شو. خو مونږ پر خپل ولس، ستر او متعال څښتن او خپل فکري او شعوري خوځښت او ملګرو پوره باور لرو تر اوسه مو د دوی د ګواښونو او ډارونې هیڅ پروا نه ده کړې، دا زمونږ رسالت دی چې افغان ولس ته د درغلګو او خاینو چارواکو ریښتینې څیرې ور ښکاره کړو. سره له دې چې د بیان آزادۍ ته په کتو سره لوی افغانستان حق لري چې د هر لیکوال لیکنه خپره کړي او د لیکنې کره والې، د لیکنې مسؤلیت او سپیناوی په لیکوال پورې اړه لري، هیڅ‌ لیکنه بې له کره اسنادو او شواهدو نه ده خپره کړې. د اونیزې د پالیسیو او رسنیزو اصولو پر بنسټ لوی افغانستان د دې لیکنو اړوند هیڅ ډول مسؤلیت نه لري، یواځنی مسؤلیت یې د لیکنو د کره والي او ریښتینولۍ هڅه ده او بس.

که د افغانستان بانک چارواکي دا لیکنې درواغ ګڼي نو د لیکنو په ځواب کې دې لیکنې وکړي،‌ کره اسناد او شواهد دې وړاندې کړي،‌ ګواښونو ته څه اړتیا؟ مونږ د دوی تلیفوني ګواښونه په غږیز ډول له ځان سره خوندي کړي. لوی افغانستان زمونږ لپاره یوه اونیزه یا د کاغذ یوه توټه نه ده، لوی افغانستان زمونږ فکر دی، زمونږ فکري او شعوري حرکت دی، زمونږ شعوري مرکز دی او زمونږ د ژوند موخه او هدف دی. مونږ به د لوی افغانستان د دښمنانو او د افغان ولس د وینه زبیښونکو مخونه نور هم په زغرده بربند کړو، زمونږ مبارزه د چا د ګواښونو، واک او ځواک تر اغیز لاندې نه راځي، د لوی افغانستان لپاره زمونږ مبارزه شعوري او فکري مبارزه ده، مونږ به خپلې مبارزې ته دوام ورکوو، د لوی افغانستان فکري او شعوري خوځښت به د متعال څښتن په مرسته او زمونږ د غیور ولس او غښتلو فکري او شعوري ملګرو په مټ او فکري ځواک خپل یون لا ګړندی کړي.

د لوی افغانستان فکري مبارزه مونږ د مالي امتیازاتو، د ځان د شهرت او یا واک او ځواک ته د رسیدلو په موخه نه ده پیل کړې چې د ګواښونو او خطرونو په لیدلو به یې بنده کړو، د لوی افغانستان د فکري خپلواکۍ د خوندي ساتلو لپاره مونږ هر ډول قربانۍ ته تیار یو. 
لوی افغانستان زمونږ موخه ده، دې موخې ته د رسیدلو په لار کې به مونږ د خپلو وینو له قربانۍ هم دریغ ونکړو.


 په اخر کې په رسنیو غږ کووم چې د لوی افغانستان د غږ د چوپ کولو دا هڅه دې بریالیتوب ته نه پریږدي، نن که د لوی افغانستان غږ زمونږ په مریو کې خپ کړای شو نو خدای مکړه لرې نه ده چې سبا ستاسې سره هم همدا ډول چلند وشي.

د هوسا، پر ځان بسیا او خپلواک لوی افغانستان په هیله!

0 thoughts on “له فساد سره جهاد او د چارواکو بدمعاشي! – ایمل ځړوال”
  1. د تاند درنو چلونکو ته سلامونه!
    نوم مې څړوال دی، کیدای شي په سهوا کې ځړوال لیکل شوی وي.
    هیله ده لازمه سمونه وکړئ.
    مینه او مننه
    څړوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *