خبریال: محمد الله همت- د پکتیکا ولایت امنیتي چارواکي وايي د سروبي، اورګون، خوشامند او مټاخان ولسوالیو په مربوطاتو کي يي د عملیاتو په ترڅ کي د منځنۍ کچي طالب قوماندان په ګډون ترلسو زیاتو مخالفانو ته مرګ ژوبله اړولې او یو شمیر وسلي او مهمات یې نیولي دي.
د چهارشنبې په ورځ د پکتیکا د والي په ګډون د دې ولایت امنیتي چارواکو په همدې اړه په یوه خبري کنفرانس کي خبریالانو ته معلومات ورکړل.
د پکتیکاولایت امنیه قوماندان نبي جان ملاخیل رسنیو ته وویل چي دغه عملیات د سیمه ییزو پولیسو لخوا په سروبي، اورګون، موټاخان او خوشامند ولسوالیو کي ترسره شول چي پوره لس ورځې يي دوام وکړ.
ملاخیل وویل چي د عملیاتو په نتیجه کي یو تن د منځنۍ کچي طالب قوماندان چي د ۱۵ وسلوالو مخالفینو مشري يي کوله په موټاخان ولسوالۍ کي وژلۍ، ترلسو زیاتو نورو ووسلوالو ته يي په سروبي ولسوالۍ کې مرګ ژوبله اړولې ده.
د ده په خبره شپږ تنه وسلوال يې په سروبي ولسوالۍ کي وژلي اوتر شپږو زیات په ژوبل حالات کې له امنیتي ځواکونو خلاص شوي دي.
هغه وايي چې په عملیاتو کې په مرګ ژوبلې سربیره یو ۸۲ ، ۲ راکیټ اندازونه، څلور کلاشینکوف، یو پیکا، یو دوه اتیا میلي متري توپ او ۱۷ د پیکا مرمۍ د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د ده په خبره په دغو عملیاتو کي سیمه ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي.
ملاخیل زیاتوي د دغو عملیاتو موخه د راتلونکو ټاکنو لپاره د امنیتي وضعیت ښه والی دی څو خلک د وري په شپاړسمه له کومي امنیتي ستونزې پرته په ټاکنو کي ګډون وکړای شي.
د پکتیکا والي محیب الله صمیم خبریالانو ته وویل چې د پکتیکا امنیتي ځواکونه پوره چمتو دي چې د راتلونکو ټاکنو لپاره بشپړ امنیتي تدابیر ونیسي.
د پکتیکا ولایت د ملي امنیت ریس صدیق الله ریښتیني وویل چي ډیر ژر به دغه او نوري وسلې او مهمات چي په دې وروستیو ورځو کې یې له دښمن څخه ترلاسه کړي د بې وسلې کولو پروګرام یا ډاياک ته وسپاري.
د دولت وسله والو مخالفانو د پکتیکا د چارواکو د دې ادعاوو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.