ليکواله: تجلا معروف بارکزۍ
دا د تاريخ دود دی چې د يوه شخص، يوې کورنۍ او يوې سيمې برياوي او وياړونه د ټول ملت ګډه شتمني ګڼل کېږي، خو د دې برعکس بدنامې يې يواځي هماغه شخص، کورنۍ او سيمې ته منسوبه وي. له احمدشاه بابا څخه نيولې بيا تر شهيد محمد دادود خان پورې دوره لومړی پښتنو او بيا کندهار ته منسوبه ده، خو په دې دوره کې پښتانه په تېره بيا کندهاريان تر ټولو ډېر ترټل او ځپل شوي دي. که ډېر لرې ولاړ نه شو او د محمدظاهر شاه دورې ته وګورو، نو د ده په څلوېښت کلنه دوره کې ايله يو يا دوه کندهاري وزيران وينو، لاندې څوکۍ يې هم همداسي درواخله. پښتانه په تېره بيا کندهاريان تل داسي عادت لري چې د خپلو خلکو په وينو او خولو واک ګټي او بيا يې ګټه په نورو خوري، خو که د دې دورې منفي اړخونه يادېږي، نو د شاه شجاع په شمول ټوله ګناه او پړه يې د کندهاريانو پر غاړه ور اچول کېږي.
د حامد کرزي حاکميت او د کندهاريانو محکوميت:
د ولشمشر حامد کرزي په دوره کې د کندهاريانو حق څه چې د ټولو پښتنو حق شمال ته ورکړل شو، اوس شمال داسي يوه پخه فکري جبهه لري چې که پر دې ټکيټ د نظار شورا يو بې سواده او ټوپکسالار هم ځان کانديد کړي، نو د ډاکټر عبدالله او يونس قانوني غوندي به دوهم غښتلی کانديد وي او دغومره ډېرې رايي به يوسي، خو برعکس د پښتنو سيمې داسي وځپل شوې چې آن د يوه کلي واقعي مشر هم ژوندی پاته نه شو.
څرنګه چې کندهاريان څو پېړۍ د افغانانو د سياسي مشرتوب په محراب کې درېدلي او امامت يې کړی، نو اوس چې کله پر افغانستان سخته ورځ راشي نو افغانان داسي فکر کوي چې ګوندي د ميرويس نيکه او احمدشاه بابا په کور کې به يوه شمع بله شي او دوی به له دې تيارو څخه وژغوري، خو له بده مرغه چې د کرزيانو کورنۍ په تېرو دوولسو کالو کې د سياسي او ملي غورځنګونو مکتب ياني کندهار داسي ټوک ټوک او وځاپه چې په سياسي ډګر کې د سياست کولو سړی خو پرېږده چې د خبرو سړی يې هم پرې نه ښود، څوک يې په يوه او بل نوم ووژل، څوک يې رانيول، څوک يې له سيمې وشړل او د چا په مقابل کې يې مصنوعي کرکټرونه جوړ کړل، په شعوري ډول يې د ځوان کهول د ودې مخه ونيوله او ميدان يې ځان ته خالي کړ.
هغه قومونه چې پخوا به سره جرګه شول نو د ميرويس نيکه او احمدشاه بابا غوندي مشران به يې وټاکل، د هغوی موټو ته به يې دومره قوت ورکړ چې وروسته به نور افغانان هم ورسره ملګري شول او په نتيجه کې به يې افغانان د ايرانيانو او مغولو له ظلمونو څخه وژغورل شول، خو نن ناځوانه کرزيانو دا قومونه په خپلو منځو کې داسي سره اخته کړي او سره وېشلي چې اوس د دوو کليو تر منځ د اوبو پر سر يوه کوچنۍ لانجه هم نه شي اوارولای.
کرزيانو پر دې سربېره ټولې اقتصادي سرچينې په خپل لاس کې نيولي دي او په يووشتمه پېړۍ کې يې د منځنيو پېړيو ملوک الطوايفي او خاني را منځ ته کړې ده او ټول لوی کندهار يې د يوې کورنۍ غلامان کړي دي. په همدې دوره کې (پنجره) اخبار وليکل چې کله د کندهار له فضا څخه مرغه تېرېږي نو د شا پر خوا يې وزر نيولی وي، (سبا) مجلې د احمدشاه بابا کارټون چاپ کړ، لطيف پدرام په عامه په ټيلويزيون کې غازي امان الله خان دله او دووس وباله، د ولسي جرګې يوه وکيل ټولو پښتنو ته ښکنځل وکړل، پښتانه تراهګر او بدوي وبلل شول، احصائيه يې له اويا څخه دېرشو ته راټيته شول لنډه دا چې په تاريخ، وياړونو، کلتور او قوم يې ملنډي ووهل شوې چې دا ټول کارونه د کرزيانو په دوره کې تر سره شول.
موږ د غچ اخيستلو پلويان نه يو او نه ځان تر نورو قومونو لوړ ګڼو خو نورو قومونو ته هم اجازه نه ورکوو چې ځان دې تر موږ لوړ وګڼي او يا دې زموږ سپکاوی وکړي، موږ پوهېږو چې د دې خلکو تبر ته کرزيانو لاستی ور اچولی دی.
کرزيان که څه هم په ملي کچه ځانونه ډېر ملي ښيي او د خلکو د غولولو لپاره د پښتنو حق په قومونو خوري، خو که څوک کندهار ته سر ورښکاره کړي، نو د دوی اصلي څېره په ښه صافه وويني. کرزيان په حقيقت کې دومره کوچنی ذهنيت لري چې اول پوپلزي دي، ټول پوپلزی يې هم پر ځان نه دی راټول کړی، په پوپلزيو کې بيا (سميع زي) دي، ټول سميع زي هم نه دي ځني خوشاله په سميع زيو کې بيا کرزيان دي، په کرزيانو کې بيا د تربورګلوۍ په ميکروب ککړ دي چې يو ښه مثال يې د حامدکرزي د ا کا د زوی حشمت خان سره دښمني او تربورګلوي ده، حامد کرزي په دې دومره لويه شتمني او لوی نظام کې يو حشمت خان هم و نه شو زغملای چې د دوی په شان دي ډوډۍ او د عزت ژوند دي ولري، په هغه پورې يې شل تورونه پوري کړل او آن پر کلا يې ور واوښتل او کلا يې ورونړوله. سره له دې چې نظام يې له بې سوادو، نا اهلو او فاسدو خلکو څخه ډک دی، خو خپل يو د اکا زوی حکمت کرزی چې يو ځوان استعداد دی، دوې ماسټرۍ لري او د وزارت تر کچې پورې اهليت لري، په دې نظام کې تش د پل ايښوولو ځای هم نه لري.
تر تربورګلوۍ ها خوا د سکه او ناسکه ميکروب هم د دې کور هر غړی نيولی او ناروغه کړی دی. احمدولي خان چې د حامد کرزي ناسکه ورور و، په همدې سيالۍ کې سر وخوړ چې په پايله کې يې ميدان د يوې مور اولادونو ته ورخالي شو. دوی دا کارونه د دې لپاره وکړل چې تر څو پېړيو پورې سياسي ميدان يواځي او يواځي د يوې مور او يوه پلار اولادونو ته ورخالي وي او د کندهار ټوله مادي او معنوي شتمني يواځي د دوی په ګوتو کي پاته شي اوبس.
کرزيانو په تېرو دوولسو کالو کې کندهار کلي په کلي، کوڅه په کوڅه او کور په کور داسي څاره چې آن د کلي ملک هم د ارګ له خوا ټاکل کېده، والي، ولسوال، ښاروال، د امنيې قوماندان او نور خو يې داسي ګڼل لکه پر خپلو باغونو چې ناظر او باغوان دروي.
د ډاکټر زلمي رسول کانديد کېدل او د کندهاريانو نوي هيلې:
په تېرو دوولسو کالو کې هيڅ داسي يو څرک نه ليدل کېده چې کندهاريان دي د کرزيانو له غلاميه خلاص شي، خپل تاريخي رسالت دي ادا او افغانستان دې له موجوده ناخوالو څخه وژغوري، خو کله چې ډاکټر زلمي رسول ځان ولسمشرۍ ته کانديد کړ، نو کندهاريانو داسي فکر وکړ چې ښايي دا سړی به دوی د کرزيانو له غلامۍ څخه خلاص کړي، دوی ته به بيا دسياست کولو زمينه برابره شي او د خپل ملت خدمت به وکړي ، داسي فکر يې وکړ چې ګوندي د افغانانو په سياسي محراب کې دا نوی امام به افغانستان وژغوري او د کندهاريانو د حيثيت اعاده به وشي، هغه و چې په يوه خوله د ډاکټر صاحب زلمي رسول تر شا ودرېدل او د هغه ملاتړ يې اعلان کړ، خو ناڅاپه د دوی دا هيلې هم له ګڼو اندېښنو سره مل شوې.
عبدالقيوم کرزی او د ډاکټر زلمي رسول ملاتړ:
د ولسمشرۍ لپاره کمپاين ښه په درز کې روان و چې ناڅاپه د ولسمشر کرزي ورور عبدالقيوم کرزی چې په تېرو دوولسو کالو کې يې لوی کندهار د خپل شخصي جاګير په توګه اداره کاوه د زلمي رسول په ګټه تېر شو، له دې سره سم دا اوازې راپورته شوې چې عبدالقيوم کرزي له ښاغلي زلمي رسول سره د کندهار پر سر معامله کړې ده، په دې مانا چې قيوم کرزی په دې شرط د ډاکټر زلمي رسول ملاتړ کړی دی چې که هغه انتخابات وګټي، نو لوی کندهار به د پخوا په څېر بيا هم د شخصي جاګير په توګه کرزيانو ته ورکوي، د کندهاريانو په غاړه کې به بيا هم د غلامۍ پخوانی پړی پاته وي، بس هغه آش او هغه کاسه به وي.
دې اندېښنې هغه وخت نور هم د واقعيت بڼه غوره کړه چې کله ډاکټر زلمي رسول کندهار ته سفر وکړ، که څه هم ډاکټر زلمی رسول په کندهار کې خپل قوي ټيم او دفتر لري، خو په دې سفر کې له الف څخه تر يا پوري هر څه د حامد کرزي ورور شاه ولي کرزي تنظيم کړی وو، په دې سفر کې ډاکټر زلمی رسول د دې پر ځای چې خپل د کمپاين دفتر ته سر ورښکاره کړي او له خپل ټيم او قومي مشرانو سره وويني ټول وخت يې د شاه ولي کرزي په کور کې تېر کړ. دا خبره په ټول افغانستان کې خوله پر خوله ګرځي چې حامد کرزی د ډاکټر زلمي رسول ملاتړ کوي، خو څرنګه چې حامد کرزی د خانۍ طبيعت او قبيلوي ذهنيت لري، نو لويه غوښتنه يې دا ده چې لږ تر لږه کندهار به د جاګير په توګه د دوی کورنۍ ته ورکول کېږي.
د کندهاريانو اندېښنې او يو څو وړانديزونه:
۱: که د ډاکټر زلمي رسول دا خيال وي چې د کرزيانو سره د انډيوالۍ له برکته به کندهاريان ده ته رايه ورکړي، نو دا خوب دي ابو ته ووايي، ځکه کرزيان په کندهار کې دومره منفور او منزوي شوي دي چې بله هيڅ يوه کورنۍ به دومره د کرکې وړ نه وي. کندهاريان نن ښه پوهېږي چې د پښتني قبيلو په تېره بيا کندهاريانو تر منځ چې کومه بې اتفاقي لوېدلې نو دا مصنوعي بې اتفاقي ده چې تر شا يې د کرزي دربار لاس دی. ډاکټر صاحب بايد پوه شي چې په کندهار کې خبره د حب علي نه، بلکې د بغض معاويه ده، په دې مانا چې خلک له دې امله د ده ملاتړ کوي چې يو بدلون به راولي او په دې لړ کې به يو بدلون دا وي چې دوی به د کرزيانو له ظلم څخه خلاص کړي، نه دا چې د دوی په غاړو کې به د غلامۍ پړي نور هم ټينګ کړي.
۲: کندهاريان د کرزيانو له لاسه تر پزې راغلي دي او يوازې هغه چا ته رايه ورکوي چې د کرزيانو مخالف وي، له کرزيانو سره د ډاکټر زلمي رسول دا موافقه ورځ په ورځ په ډاګه کېږي او ډېر ژر به يې اسناد رسنيو ته راووځي، هغه وخهت به بديل دا وي چې کندهاريان به يو بل کانديد ته رايه ورکړي چې هغه به ډاکټر اشرف غني احمدزی وي، ځکه اوس کندهاريان په دې پوهېدلي دي چې که کرزی کندهار ته منسوب نه وای، نو اوس به کندهار په کابينه کې لږ تر لږه پنځه کندهاري وزيران درلودای. پنجشير چې يوه ولسوالي ده په کابينه کې درې څلور وزيران درلودای شي، نو څلور داسي ولايتونه چې هره ولسوالي يې تر پنجشېر لويه ده ولي پنځه وزيران نه شي درلودای؟ خو اوس تاسي حساب وکړئ چې په ټول نظام کې څومره کندهاريان شته؟ کندهاريانو ته د پنجشېر غوندي يوې ولسوالۍ په سترګه هم نه دي کتل شوي چې نن دا حقيقت هر چا ته د لمر غوندي روښانه دی. دا مهال د پښتنو ډګر دومره هم له ميړو نه دی خالي چې دومره څوک به نه وي چې کندهاريان دي رايه ورکړي.
۳: لکه څنګه چې ډاکټر زلمی رسول ځان کندهار ته منسوب بولي، دې ته ورته دعوه خو ډاکټر عبدالله هم کوي او آن دا چې په پښتو رواني خبرې هم کولای شي، د دې تر څنګ جمعيت په کندهار کې ډېر ملګري لري، چې د کرزيانو خپل سري او ظلمونو د ده پلويان نور هم ډېر کړي دي، موږ باور لرو چې که چېرې ډاکټر عبدالله انتخابات وګټي، نو د کندهاريانو ژوند به تر اوسني حالت ډېر ښه شي، لکه نن چې حامد کرزی له ډاره خپل والي عطا محمد نور ته څه نه شي ويلای نو ډاکټر عبدالله به هم کندهار ته لږ تر لږه پنځه وزارتونه ورکړي.
۴: په افغانستان کې جنګ او فساد هغه لويي ناخوالي دي چې ټول افغانان يې ځورولي دي، دا دوې ستونزې بېلابېل عوامل لري چې په کندهار کې يې ستر عامل د کرزيانو د کورنۍ موجوديت دی، نو که ډاکټر زلمی رسول له دې کورنۍ سره معامله کوي او کندهار بيا هم کرزيانو ته د جاګير په توګه ورکوي، نو کندهاريان به داسي فکر وکړي چې که ډاکټر زلمی رسول انتخابات وګټي، نو د دوی په ژوند کې به هيڅ تغير را نه شي،بلکې د دوی ژوند به تر پخوا هم تريخ او له ناخوالو ډک شي، نو ښه به دا وي چې اوس لا لاره بدله کړي.
۵: نن کندهاريان د پخوا کندهاريان نه دي چې يو څو قومي دلالان يې پر سر معامله وکړي او دوی به پټه خوله پاته وي، نن هر ځوان قومي مشر څه چې له خپل پلار سره سل دلايل وايي او د خپلو منطقو او تحليل له مخې کانديد ته رايه ورکوي. که ډاکټر زلمی رسول داسي فکر کوي چې ده ته به خلک يوازې په دې خاطر رايه ورکړي چې کندهاری دی، نو دا يو خوب او خيال دی، نو ښه به دا وي چې پر دې معامله له سره غور وشي او په خپل تشکيل کې پر يوه نوي کندهاري ټيم فکر وشي او يوه نوې لاره چې د کرزيانو د لارې غوندي فاسده نه وي غوره شي او نوي کرکټرونه تجربه شي، خو که داسي و نه شي نو طالب خو شته، که ټولې لارې وتړل شي نو بيا خو طالب هم کندهاری دی، هم په خټه، هم په ژبه او هم په غيرت پښتون او کندهاری دی، ډاکټر صاحب بايد پوه شي چې که خدای مه کړه خلک طالبانو ته پناه يوسي، نو داسي يو بحران به راوزېږوي چې که ډاکټر زلمی رسول انتخابات هم وګټئ، نو کندهار به يې په واک کې نه وي.
زلمي خو يو روبټ دی چې رېموت به يې دکرزي په لاس کې وي. ددې درته سل په سلو کې ډاډ درکوم. په اوسني وخت کې ترټولو وړ نومانداشرف غني دی. رايه په بل چا خرابه نکړئ!
کرزي خو پنځه وزارته پنجشېرته ورکړي اوکه زلمی خدای مه کړه راغی نو۱۰ وزارته به پنجشېر ته ورکړي دکندهار دې بيا خدای مل شي. دټول ملت حق به په پنجشېريانووخوري خوبيا به هم دوی خپل نه کړي اوخپل خو يې لاله وخته پردي کړي چې حتی په ژبه هم ورسره نه پوهېږي.
ټول حقایق دي، اوس هم د کندهار د طالبانو په شتون کي په سلو کي اتیا د همدې فاسد دولت یا د همدې فاسدي بې ظرفیته کورنۍ لاس دی
په ټول افغانستان کي تقریباً ۵۰۰ ښوونځۍ تړلي دي چي د همدې فاسدي کورنۍ د وحشیانه اشتیاه په وجه یې ۴۷۰ په لوی کندهار کي دي
یواځي د کندهار په ښار کي تقریباً ۱۰۰۰ متنفذین ترور سوي دي، (د کندهار د ولسوالیو، د ټول هلمند، د ټول ارزګا او د ټول زابل د ترور سوو مشرانو شمېر خدای او همدا قاتلینو ته ورمالوم دی) چي تر اوسه پوري د یوه قاتل هم نه دی موندل سوی، مالومه خبره ده چي د حاکمي غداري کورنۍ کار دی.
لنډه دا چي د دې خایني کورنۍ په اقتدار کي لوی کندهار د وحشتونو او استبداد له لاسه پر مخ لوېدلی دی او د پورته کېدو توان به خدای خبر څه وخت پکښي پیدا سي
نوټ: هغه محدود ځوانان چي د کندهار په ښار کي اوسي او یو څو غرانه یې د امریکایانو یا ایساف سره پیدا کړي دي هغوی دي مهرباني وکړي د کندهار د کوچني ښار څخه دي دباندي وګوري چي خلګ تر مرګ په بد حالت کي دي، دا ځوانان ډېر ناخبره او بې احساسه دي، دوی د خپلي محلې د غریبانو په حالاتو لا ځان نه خبروي، دوی فکر کوي چي زما نس په دې حکومت کي ډک سو ګواکي ټول کندهار اباد سو.
کندهاریانو: هغه کورنۍ چي په کندها کي یې پورتنۍ بدۍ او بې شمېر نور بد کارونه کړي دي، د پښتنو او افغانستان په حق کي یې هم بد اوج ته رسېدلي دي، هغه کورنۍ چي پر خپلو ورڼو او د اکا پر زامنو رحم نه کوي نو پر خوار افغانستان به چیري رحم وکړي.
دې کورنۍ واک ته د رسېدو له پاره یو بل ګېم جوړ کړی دی:
کرزي په تېر واري د کندهاري او پښتون په نوم اول کندهاریان بیا ټول پښتانه خطا ایستل، رایه یې ځني واخستل، تاجک او نور اقلیتونه چي بې سرپرسته نه وه کرزي ته د پښتنو د حقوقو په غصبولو سره رایه ورکړل.
اوس په افغانستان کي نور څوک نسته چي پر کرزي دي یې ګټي وتړل سي یا دي کرزي ته رایه ورکړي، نن د کرزي ناولې کورنۍ غواړي چي خپل ځپلي کندهاریان بیا استعمال کړي او بیا پر همدې کندهاریانو ظلم وکړي: دا کورنۍ د زلمي رسول په ټاکلو سره غواړي چي د بارګزو او پوپلزو په اتفاق سره عمومي د درانو اتفاق رامنځته کړي او ځانونه واک ته ورسوي
اې دُرانو !!! اې بارګزو !!! آې پوپلزو !!! اې د پښتنو ویاړلو قومونو!!! تاسي هر وخت د عدالت له پاره کار کړی دی، تاسي غلجي هم د ځان په څېر انسانان ګڼلي دي، تاسو تعصب نه کوی تاسو متمدین خلګ یاست، تاسو د محمود غزنوي سره، تاسو د میرویس نیکه سره ، تاسو د احمدشاه دُراني سره غلجي او دُراني په یوه سنګر کي جنګېدلي یاست، د افغانستان وراني او ابادي ستاسو په لاس کي ده !!!! تاسو مه خطاوزی تاسو خپل صحرایي او کلیوال خلګ مه خرڅوی، تاسو د کرزي د کورنۍ په استبداد کي ځانونه مه شریکوی، په اخر کي پوهو خلګو ته وایم چي لږ تر لږه دخدایه وبېړېږی!،