تاند- بریتانیا او پاکستان موافقه وکړه، په داسي حال کې چې د سږ کال په پای کې له افغانستانه د ناټو پوځیان وځي، د پاکستان او بریتانیا ترمنځ دفاعي همکاري د سیمې د امنیت لپاره ضروري ده.
د پاکستان او بریتانیا د دفاعي همکارۍ د ۱۴ مې غونډې په ترڅ کې، چې د سې شنبې په ورځ په لندن کې وشوه، له افغانستانه د ناټو پوځیانو له وتلو وروسته حالاتو او پر سیمه د دغو ځواکونو د وتلو د اغېزو په اړه په تفصیل خبرې وشوې.
د پاکستاني پلاوي مشري د دغه هیواد دفاع مرستیال وزیر متقاعد جنرال اصف یاسین ملک کوله. ده ټینګار وکړ چې پاکستان د سولې په داسي بهیر باور لري چې مشري او مالکیت یې د افغانانو وي او پایله یې د سوله ییز، امن، خوندي او متحد افغانستان سبب شي.
ملک همداراز د بریتانیا په شمول له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستانه لاس وانخلي او له دغه هیواد سره اوږدمهالو همکاریو ته دوام ورکړي.
دواړو خواوو همداراز سلا وکړه چې په افغانستان کې باید د نه مداخلې سیمه ییزه پالیسي تعقیب شي.
د بریتانیايي لوري مشري د دغه هیواد مرستیال دفاع وزیر جان تامپسن کوله.
بریتانیا ویلي چې د سږ کال په پای کې به له افغانستانه خپل ټول محارب ځواکونه وباسي. دا هیواد په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان په تېره بیا هلمند ولایت کې د خپلو پوځیانو ماموریت بریالی بولي خو ډېری افغانان په هلمند کې د بریتانیايي پوځیانو له ماموریته او د هغه له نتیجې نارضایتي ښيي او حتي ډېری شک لري چې بریتانیايي پوځیانو په هلمند کې د ناامنۍ له زیاتئېدا سره مرسته کړې ده.
د هلمند اوسېدونکي وايي چې بریتانیايي پوځیانو د خپل ماموریت په پای کې داسي هیڅ د یادولو وړ نښه نه ده پرې ایښې چې هلمندیان یې د خپل ولایت د اقتصاد او بیا رغونې لپاره د دغو پوځیانو خاطره وبولي.