تاند- د لوګر په مركز پول عالم كې له محبس سره نږدې د افغان امنيتي ځواكونو په خپلمنځي نښته كې هغه بوډا او بوډۍ ووژل شول چې د خپلو بندي زامنو پوښتنې ته تللي وو.
نښته پرون چهارشنبه د افغان محلي پوليسو او عامه نظم پوليسو ترمنځ شوې ده. په دې نښته كې دوو پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د مجيد په نوم د محمد اغې ولسوالۍ اوسېدونكى د خپل بندي پوليس زوى پوښتنې ته لاړ و، چې ووژل شو.
د نوموړي زوى چې د مس عينك كان پوليسو كې دنده لرله او د امنيتي ځواكونو موټر(رېنجر) يې چلاوه، نږدې دوه كاله مخكې له طالبانو سره د لاس لرلو په تور ونيول شو.
د مجيد ورور رحيم په سيمه كې د تاند خبريال ته ويلي، چې پر رينجر له راكټي بريد وروسته د پوليسو قومندان ويل كه وراره يې له طالبانو سره لاس نه لري، په بريد كې ولې روغ رمټ پاتې شو.
ويل كيږي د پېښې بل قرباني(بوډۍ) بل څوك نه لرل چې د زوى پوښتنه يې وكړي، خو هغه هم د پوليسو په بريد كې وژل شوې ده.
له بلې خوا د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ په زيد اباد كې پرون ځايي خلكو د يوې ځوانې مېرمنې مړى موندلى دى.
په سيمه كې خلك وايي چې د مېرمنې مړى په خاورو كې ښخ كړى شوى و، كله چې د سيمې خلك پرې خبر شول افغان پوليسو ته يې خبر ور كړ او هغوى له ځان سره ولسوالى ته يووړ.