خدایزده چې افغانستان ته کوم بد نظر شوی چې دا څو لسیزې په کې یو په بل پسې داسې ناورینونه پېښ شول چې د نړۍهېوادونه به یې ډېرې لږ  بېلګې ولري او د بشر تاریخ یې په لرلو او پېښېدلو د شرم احساس کوي. کودتاګانې، دسیسې، وروروژنې، ورانی، ویجاړی، کډوالي، جلاوطني، لوږه، بې وزلي،جګړې، ناامني، وژنې، چاودنې، تښتونې لنډه دا  د هیڅ شی کمی نه وو او نه هم شته.

د دې ټولو باوجود په دا تېرو دولسو کلونو کې افغانستان ته ځينې طلایي چانسونه او فرصتونه هم برابر شول، خو د نړیوالو د غرضونو، د ګاونډیانو د لاسوهنو، د واکمنې ادارې د بې کفایتي او د فاسدو چارواکو د اختلاس او درغلیو له امله څنګه چې ښایېدله، هغسې ګټه ورڅخه وا نه خیستل شوه.

د دې ټولو بدمرغیو سره سره بیا هم ډېرو هېوادوالو خپلې هیلې  او زړونه په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پورې تړلي  او لا هم په همدې هیله پایې، خو د ټاکنو په را نږدې کېدو سره یو لړ داسې ناوړه او مرموزې هڅې لیدل کېږي چې ممکن د ولس د هیلو او توقع خلاف د ټاکنو په پایله کې د زلمي رسول په څېره کې یولوی ناورین په افغانانو وتپل شي.

داسې یو ناورین چې خدای مه کړه له امله به یې د سلګونه او زرګونه بې ګناه هېوادوالو وینې وبهېږي. هېواد به د تېرو درې لسیزو او کورنیو جګړو دردونکو، بوږنونکو او وژونکو شیبو ته ورستون شي. داسې شیبو ته چې ویر او غم به یې  د افغانانو، خو خیر او ګټه به یې د افغانستان بدمرغه ګاونډیو ته ورسېږي.

هغو ګاونډیو ته چې خپله بقا د افغانستان او افغانانو په نابودي کې ګوري او د همدغو ناولو موخو لپاره دا څو لسیزې د افغانستان سوله، ثبات او نېکمرغي ننګوي. د زلمي رسول ولسمشري  به دوی ته د زوی زېری وي، ځکه زلمی د سیاسي ذکاوت او مشرتوب له پلوه نهایت بې کفایته او په ژبه ګونګی دی.

مجرد زلمی رسول د افغانستان مغرضو او بدمرغو ګاونډیو ته هغه طعام دی چې له خدايه یې په اسمان کې غواړي، خو کله چې خدای تعالی ورته د هغوی د خوښې او طبعې دغه خواړه او تیاره مړۍ د زلمي رسول په څېره کې په ځمکه او هغه هم د افغانستان ځمکه د ولسمشر په بڼه په لاس ورکړي، نو چې له خوښۍ خپلې خولۍ اسمان ته نه غورځوي، نو ناشکره به وي.

زلمی رسول افغان دی، د همدې خاورې اولاد دی. د هېواد اساسي قانون ورته د ځان انتخابولو حق ورکړی، د یو افغان په توګه د قدر وړ دی، خو د زلمي رسول له کمزوري وجود څخه د افغانستان د ژغورلو هیله له زاڼو څخه د کټوریو غوښتل دي، ځکه  زلمي رسول د بهرنیو چارو وزارت پرمهال خپله ازموینه ورکړې او په دغه ازموینه کې یې بې کفایتي د هیچا له سترګو هم پټه نه ده.

کله چې زلمی رسول د بهرنیو چارو وزیر و، نو په ایران کې لسګونه افغان کډوال اعدام او د کونړ په شنو درو کې د پاکستانۍ ملېشې د توپونو زرګونه ګولیو او لوګیو د دغې ګلالۍ سیمې ښایسته فضا د باروتو په لوګيو ولړله.  د کونړ ګڼې کورنۍ له خپلو سیمو او کلیو بې ځایه شوې، خو  ګونګي او بې کفایته  وزیرزلمي رسول نه کوم غبرګون وښود او نه یې د شکایت غږ پورته کړ، نو چې د وزارت له عهدې  ونه وت، نو د مغرضو ګاونډیو هېوادونو په منځ کې پروت هېواد به څنګه رهبري کړای شي؟

د ښاغلي رسول له کمزوري او بې کفایتۍ څخه په ګټه اخیستنې د واکمنې ادارې فاسد او نامطلوب چارواکي چې  تېردوولس کاله یې یوازې د خپلو ګېډو په مړولو او تورو پیسو پیدا کولو تېر کړي،  په ښاغلي رسول راټول دي اوپه هغه یې یوه خبیثه حلقه راچاپېره کړې ده.

دغه خبیثه حلقه د کومې وړتیا، ذکاوت او ملي احساس نه، بلکې د خپلو تېرو درغلیو ، غلاو او اختلاسونو د پټولو او د محاکمې له وېرې په هغه راچاپېر دي.ځینې افراد او اشخاص د بهرنیو سازمانونو او استخباراتي کړیو په فرمایش او غوښتنه له زلمي رسول سره ملګري شوي. یو شمېر د منصب او نامشروع ګټو په هوس د زلمي رسول ملګرتیا د ځان لپاره ښه چانس ګڼي، ځکه د زلمي رسول بې کفایتي او کمزوري د ځان په ګټه ګڼي او فکر کوي چې د ده د بریا په صورت کې ښه منصبونه او مقامونه ترلاسه کولی شي.

ولسمشر کرزي هم د هېواد د اساسي قانون او ټاکنو قانون خلاف په ټاکنو کې د زلمي رسول د بریال لپاره مستقیمې او غیر مستقیمې هڅې پیل کړي، دولتي امکانات یې  په واک کې ورکړي او دولتي چارواکي یې هغه ته په کمپاین کولو هڅولي او اړ کړي دي. ولسمشر کرزی په څو لاملونو دا کار کوي:

ولسمشر کرزی نه غواړي چې له ده وروسته دې یو وړ او باکفایته نوماند ولسمشر شي، ځکه هغه مهال به بیا د ده بې کفایتي لا نوره خلکو ته په ډاګه شي. د همدې لپاره ولسمشر کرزی هڅه کوي داسې بې کفایته شخص واک ته ورسوي چې په ځمکه سیوری ونه لري او په اسمان ستوری. د دغه معیار پر بنسټ ورته ښاغلی رسول  تر نورو  وړ اېسي.

زلمی رسول په تېره دوره کې له ولسمشر کرزي سره نږدې او ترلاس لاندې پاتې شوی. د هغه کمزورۍښې ورمعلومې دي، له همدې امله  هڅه کوي چې په درغلیو او د صندوقونو ډکولو سره په راتلونکو ټاکنو کې واک ته ورسوي، ځکه د زلمي رسول په بریا سره به  په نوم رسول، خو په عمل کې کرزی ولسمشر وي.کټ مټ همغسې لکه د کرزي پرمهال چې قسیم فهیم مرحوم واکمن وو.

د زلمي رسول په واکمنۍ کې به ولسمشر کرزی او کورنۍ یې لږ ترلږه  ارامه سا واخلي، لږ ترلږه به د عینو مېنې، کابل بانک او نورو لسګونو او زرګونو درغلیو او اختلاس له امله  د محکمې او محاکمې له وېرې خوندي وي. حتی د ولسمشر کرزي په ګډون نور مغرض افراد او اشخاص هم د زلمي په وجود کې په نامشروع ګټو او تورو پیسو مړېدلی او پړسېدلی شي.

خو که خدای مه کړه زلمی رسول په افغان ولس وتپل شو او کمزوری رسول په ټوله بې کفایتي د راتلونکي افغان ولسمشر په توګه رسماً اعلان او ومنل شو، دا به نو د افغانستان  تر ټولو ناوړه او بدرنګه تجربه وي، ځکه جګړه ځپلی او د بې کفایته ادارې له لاسه کمزوری شوی هېواد به په کې لا نور هم کمزوری شي، دومره کمزوری چې خدای مه کړه شتون به یې له ګواښ سره مخ او تر پوښتنې لاندې راشي. افغان ولس به یوې بلې جګړې ته تیاری ونیسي، داسې جګړې ته چې سلګونه او زرګونه ککرۍ به په کې خاورې شي، د وینو رودونه به وبهېږي او افغانستان به د یوې ناپایه جګړې په ډګر بدل شي، خو هغه مهال به نه د کرزي، نه د زلمي او نه هم په هغه د راچاپېره خبیثه حلقې، د دوی د کورنیو، اولادونو، خواخوږو، خپلوانو او حتی هیچا ژوند هم خوندي نه وي. افغان ولس ته ښایي د دغسې بدمرغۍ د مخنیوي لپاره سر له اوسه هوښیار او بیدار واوسي. په  راتلونکو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي. د ټاکنو د بهیرڅارنه وکړي،  د درغلیو مخه ونیسي او هیچاته د دې اجازه ورنه کړي چې د دوی او هېواد په برخلیک او راتلونکي یې مرګونې لوبې کړي.

————————————–

د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

6 thoughts on “که زلمی رسول تحمیل شي؟ – محمد روښان ښاد”
  1. رو ښان صا حب ددی رو ښانه او وا قعی لیکنی نه مو مننه خو ا نشا اله د کرزی په وینو یی تما مه وو مطمعن او سه انشا اله او س ملت ویښ شوی

  2. لومړی د تاند مسولینو څخه غواړم چې داسې لیکنه چې ملي شخصیتونو ته پکې ښکنځل کیږي خپره یې نه کړي
    دوهم د تاند مسولینو څخه دا غوښتنه کوم چې تیر ځل د غني بابا په نوم لیکنه مې تبصره لیکلی وه خپره مو نکړه
    دریم که تاند جالپاڼه د ولسمشر یو کاندید اشرف غني احمدزي په ګټه لیکنې خپروي او بیا هغه تبصرې چې د اشرف غني احمدزي په ګټه وي خپروي یې او چې په ګټه یې نه وي نه یې خپروي

    په دې حالت کې باید تاند جالپاڼه خپل دریځ څرګند کړي چې د کوم کاندید پلویان دي د ژورنالیزم وسولو سره او خپلو لوستونکو سه دې زیاتی نه کوي

    1. د تاند د دریځ روښانه دی.. مهرباني وکړه د هر هغه کاندید چې ستا خوښ وي د هغه په ګټه او ملاتړ لیکنه وکړه که مو خپره نه کړه بیا ووایه چې د دې یا هغه ملاتړ کوو. خو طبیعي ده چې لیکنه دې باید معیار ولري ، املا او انشا دې هم باید مراعت کړي وي

  3. دداكتر نجيب سقوط سخه وروسته هم سو كاله زوندي و بلكه كرزي به انشاالله سو ساعته هم دملت له سزا سخه خلاص نشي دهماغه ورزي دليدلو به هيله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *