تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن د توقع خلاف شل اوریزه مسابقه په ۹ منډو پر نیپال وبایلله.

خو بنګله دېش بیا پر هانګ کانګ وبایلله.

په لومړۍ مسابقه کې افغانستان پچه وګټله خو غوره یې وګڼله چې بیټنګ نیپال وکړي. نیپال په خپلو شلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۴۲ منډې هدف وټاکه  خو افغان لوبغاړو ونه کړای شو چې هدف ته ځان ورسوي.

ځینو افغان لوبغاړو (بالرانو) نیپالیانو ته زیاتې منډې ورکړې.

سمیع الله شینواري په ۳ اورونو کې۴۰ منډې، دولت ځدراڼ په ۳ اورونو کې ۲۳، کریم صادق په ۲ اورونو کې ۱۵، محمد نبي په ۴ اورونو کې ۲۵، شاهپور ځدراڼ په ۴ اورونو کې ۱۹، میرویس اشرف په ۴ اورونو کې ۱۴منډې ورکړې.

خو شاهپور ځدراڼ او میرویس اشرف نه یوازې لږ منډې ورکړې بلکې لومړي ۲ او دوهم ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د افغانستان لپاره تر ټولو ښه بالینګ اصغر ستانکزي او شفیق الله وکړ.

اصغر ستانکزي په ۴۸ توپونو ۴۹ منډې وکړې او شفیق الله په ۳۸ توپونو ۳۶ منډې جوړې کړې. دوی دواړو د مخکنیو لوبغاړو د ژر ژر سوځېدو له کبله تر فشار لاندې لوبه کوله او بالاخره د دواړو توپونه کچ شول.

د بنګله دېش او هانګ کانګ سیالي

د هانګ کانګ او بنګله دېش ټیمونه د افغانستان او نیپال له مسابقې وروسته سره د بنګله دېش په چټاګانګ ساحلي ښار کې مخامخ شول.

1بیټنګ بنګالي لوبغاړو پیل کړ او په ۱۶ اور او درېم توپ یې ټول لوبغاړي وسوځېدل. بنګله دېش ټولټال ۱۰۸ منډې جوړې کړای شوې.

سره له دې چې د لوبې په پیل کې د هانګ کانګ وضعیت ښه نه و خو د دغه ټیم عرفان احمد په ۳۴ منډو او منیر ډار په ۳۶ منډو د لوبې انډول د هانګ کانګ په ګټه بدل کړ. د لوبې په وروستیو شېبو کې حسیب امجد په ۹ توپونو ۱۲ منډې جوړې کړې او دا لوبډله یې بریالیتوب ته ورسوله.

دا لوبه هانګ کانګ په ۲ ویکټونو وګټله.

ښايي بنګله دېش د دې لپاره چې د دې مسابقې ګټلو ته چندان اړتیا نه لرله ځکه یې د هغې د ګټلو لپاره هم انګېزه نه لرله. بنګله دېش له دې ماتې سره سره په خپل ګروپ کې لومړی مقام وګاټه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *