تاند- افغان امنیتي ځواکونه وايي چې د کابل پر سرینا هوټل د ۴ وسله والو سخت دریځو برید له ۳ ساعتونو وروسته د سخت دریځو له وژل کېدو وروسته پای ته ورسېد.
راپورونه وايي چې هوټل ته د وسله والو له ننوتو سره سم د هوټل مېلمانه، چې اکثره بهرنیان ول، د هوټل تلخونې (زېرزمیني) ته ننوتل او امنیتي ځواکونو څلور واړه حمله کوونکي سخت دریځي له منځه یووړل.
برید د ماښام په شاوخوا ۹ بجې پیل شو او په هوټل کې د شپې تر ۹ بجو د ډزو ږغ اورېدل کېده. افغان امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې وه او خاص ځواکونه د پېښې په لومړیو شېبو کې هوټل ته ورسېدل.
طالبانو د دې برید مسوولیت منلی، ویلي یې دي چې په هوټل کې یې بهرنیان او یو شمېر مشهور کسان، چې غوښتل یې نوی لمریز کال ولمانځي، په نښه کړي دي.
طالبان د نوي لمریز کال مخالف دي او د دوی په عقیده د لمریز کال او نوروز لمانځل حرام دي.
دا په داسي حال کې ده چې لمریز کال د حضرت پیغمبر(ص) د هجرت له نېټې پیلېږي ځکه ورته هجري لمریز کال وايي.
طالبانو د خپلې واکمنۍ په موده کې هجري لمریز کال پر قمري کال بدل کړی و چې د لمریز او میلادي کالهیندارو په شان دقیق نه دی همدا علت دی چې په عربي هیوادونو کې له دې سره سره چې قمري کال رسمي دی خو د اکثره رسمي چارو لپاره په میلادي کالهیندارې (تقویم) اتکا کوي.
کالهېنداره، څومره ښکلی ټکی دی 🙂