تاند- پاکستان، چې عام افغانان یې د افغانستان په ټولو بریدونو کې په لاس لرلو تورنوي، د کابل د سرینا هوټل حمله وغندله.

د سرینا هوټل په برید کې د دوو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون ۹ تنه ووژل شول چې د هغوی په منځ کې ۴ بهرنیان ول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې تسنیم اسلم تېره شپه په یوه اعلامیه کې وویل:«اسلام اباد د کابل پر سرینا هوټل انتحاري حمله غندي او دا ډول انساني ضد او تروریستي بریدونه ناروا بولي.»

مېرمن اسلم همداراز ویلي، د پاکستان حکومت او خلک د دې پېښې د قربانیانو له خپلوانو سره خواخوږي څرګندوي.

اغلې اسلم وویل«د کابل د سرینا هوټل په تروریستي حمله کې د ټپي شویو کسانو په منځ کې یو پاکستانی هم شامل دی او هغه سخت ژوبل شوی دی.»

د سرینا هوټل په برید کې وسله والو سخت دریځو، چې شمېر یې د کورنیو چارو وزارت ۴ تنه ښودلی، یو افغان خبریالان سردار احمد له خپلې مېرمن او دوو تنکیو ماشومانو سره وواژه.

ویل شوي چې څلور بهرنیان د نیوزیلنډ، هند، بنګله دېش او استرالیا اتباع دي.

مخکې ویل شوي و چې د هغوی په منځ کې یو پاکستانی هم شامل دی خو په کابل کې د پاکستان سفارت په دغه برید کې د کوم پاکستاني د وژل کېدا خبر رد کړ.

د پاکستان د لاهور ښار د یوه څو ملیتي شرکت اجراییه رييس احمد شېرجیل زیدي، چې د حملې په مهال په هوټل کې و، سخت ټپي شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *