د پوهنې وزیر ډاکتر فاروق وردګ وايي، هغه هدف چې دوی په تېرو دولسو کلونو کې د پوهنې په برخه کې ټاکلی و، افغانستان ترې څو ځلې وړاندې تللی دی.
د ۱۳۹۳ کال د ښوونځي زنګ له کړنګولو سره ۱،۷ميليونه نوي ماشومان ښوونځيو ته داخل شول، چې ټول شمېر يې ۱۱،۵ ميليونو ته ورسېد.
په روان لمريز کال کې به ۱۷۷۰۰ ښوونځي فعال وي، خو لا هم په هېواد کې ۱،۳ ميليونه ماشومانو ته د زده کړې زمينه نه ده برابره.
تر دې مهاله په ټول هېواد کې له ۲۲۱ زره ښوونکو څخه ۴۰ سلنه يې مسلکي شوي، خو د پوهنې وزارت ژمن دی، چې په راتلونکو پېنځو کلونو کې به ټول ښوونکي مسلکي او هېڅ ماشوم به له زده کړې بې برخې پاتې نشي.
د ښوونځي زنګ۱۳۹۳ کال د وري مياشتې په دويمه نېټه وکړنګول شو او د پوهنې وزارت چارواکي وايي، چې ۱،۷ ميليونه نوي ماشومان به په روان کال کې ښوونځيو ته لاړ شي، چې له ډلې يې ۴۱ سلنه نجونې دي.
افغان چارواکي وايي، سږ کال به د هغه ماشومانو شمېر چې ښوونځیو ته ځي، یوولس اعشاریه پنځه میلیونه ته لوړ شي، چې ددې زده کوونکو څلور اعشاریه اوو ميلیونه یې نجونې دي.
د پوهنې وزیر ډاکتر فاروق وردګ وايي، هغه هدف چې دوی په تېرو دولسو کلونو کې د پوهنې په برخه کې ټاکلی و، دغه هېواد ترې څو ځلې وړاندې تللی دی.
ښاغلي وردګ د ښوونځي زنګ په جوړو شویو مراسمو کې وویل؛ د نا امنۍ، اداري فساد او ولسي بې غورۍ له امله تېر کال په هېواد کې ۳۳۰ ښوونځي تړلي پاتې دي او۱،۳ میلیونه ماشومان ښوونځيو ته نه ځي: ((په روان کال کې به ۱۰۰۰ بابه نوې ښوونيزې او نیمه ښوونيزې مؤسسې ایجاد شي او په همدې کال کې به د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ۹۵۰۰ بابه کليوال ټولګي ایجاد شي؛ ۶۰۰ لومړني ښوونځي به منځنيو ته، ۴۴۰ منځني به د لېسې کچې ته لوړ شي. په همدې کال کې د پوهنې وزارت ژمن دی، چې د قومي مشرانو او علمانو په ملاتړ ټول هغه ښوونځي چې تر اوسه تړلي دي، بېرته پرانېزي.))
د پوهنې وزارت د نشراتو رييس کبير حقمل وايي، په ۱۳۹۲ کال کې ۳۳۰ زره زده کوونکي له دوولسمو ټولګيو فارغ شوي او په روان ۱۳۹۳ کال کې به ۳۸۰ زره زده کوونکي له ښوونځيو فارغ شي.
ښاغلی حقمل زياتوي، هر کال ښوونځيو ته د جذب په برخه کې زياتوالی راځي او د تېر کال په پرتله سږ کال د نويو داخلو شويو زده کوونکو شمېر ۲۰۰زره زيات شوی دی: ((دا مهال په ټول هېواد کې ۱۷۷۰۰ ښوونځي فعال دي.))
د پوهنې وزارت چارواکي وايي، تر اوسه پورې څلور ميليونه کسان له سواد زده کړې پروګرام څخه فارغ شوي، چې يوازې تېر کال يې ۷۰۰ زره فارغ شول او په پام کې ده، چې په ۱۳۹۳ کال کې ۸۰۰ زره نور هم فارغ کړي.
د پوهنې وزارت مسوولين، تر ټولو جدي ستونزې چې په هېواد کې يې د زده کړو د عامولو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي، امنيتي، اقتصادي او فرهنګي هغه بولي: ((په ډېری سيمو کې امنيتي ننګونې ددې لامل شوې، چې ښوونځي وتړل شي او يا هم فعال نشي. اقتصادي ستونزې، چې ټولو ښوونځیو ته د ودانيو د جوړولو او هر زده کوونکي ته د اسانتياوو برابرولو پر وړاندې پرتې دي، همدا اوس هم په هېواد کې ۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري. فرهنګي هغه چې لاهم ډېری کسان خپلو لوڼو ته اجازه نه ورکوي، چې ښوونځي ته لاړې شي او زده کړې وکړي.))
خو د پوهنې وزارت د نشراتو رييس کبير حقمل وايي، د راتلونکو پنځو کلونو لپاره په پلان کې ده، چې هېڅ ماشوم له ښوونځي او زده کړې بې برخې پاتې نشي، ټولو ښوونځيو ته به ودانۍ جوړېږي او همدا ډول ټول ښوونکي چې؛ دا مهال يې يوازې ۴۰ سلنه مسلکي دي وروزي.