شمس الدین وفا شینواری

 ډاکتر اشرف غني احمدزی، چې اوس د ډېرو خلکو سترګې ده ته وراوړي، په خپلو مرکو کې د هېواد د انکشاف لپاره د بشري سرمایې په اهمیت باندې تاکید کوي.

 له بشري سرمایې څخه مقصد څه دی؟

انساني سرمايه د يوه هېواد نفوسو ته نه وايي بلكې د يوه هېواد په خلكو كې د مهارتونو او وړتياوو زياتوالي ته وايي. د نولسمې پېړۍ چين هم د دنيا تر ګردو ګڼ نفوسه هېواد و، خو د هغه وخت چين د نړۍ په اقتصاد كې ډېره وړه برخه لرله او اقتصادي پرمختګ په‌کې په نشت شمار و، ځكه د چين د خلكو كاري وړتيا كمه وه. مګر په اوسني چين كې اكثره خلك مهارتونه لري او د خپل ملك په پرمختګ كې مثبته برخه اخيستلاى شي.

 له انساني سرمايې څخه مقصد يوازې دا نه دى چې لا ډېر خلك دې لا ډېر مهارت زده كړي. ځكه كه يو څوك په جسمي يا روحي لحاظ ناروغ وي، نو اول خو مهارت نه شي زده كولاى او كه يې زده كړي هم، سمه استفاده ورنه نه شي كولاى.

 د ډاکتر اشرف غني احمدزي په نظر که موږ د خپلې بشري قوې او انساني سرمایې د وړتیاوو زیاتولو ته توجه ونه کړو نو نه به د نړیوالې ټولنې د میلیاردونو ډالرو مرستې زموږ مشکلات اوار کړي او نه به مو د خپل هېواد د میلیاردونو ډالرو طبیعي زېرمې په سم ډول په کار راشي.

 ډاکتر اشرف غني په خپله یوه وروستۍ مرکه کې د افغانستان د خلکو د کاري وړتیاوو د زیاتولو لپاره د خلکو د روغتیا او د ځوان کهول د تعلیمي سویې په لوړولو او د هغوی د مهارتونو په زیاتولو باندې تاکید وکړ.

 حقیقت همدا دی چې که وګړي روغ نه وي او په یوه کار کې مهارت ونه لري، نو نه هېواد وده کوي او نه د کورنیو ژوند بهتره کېدای شي.

  ځینې کسان شاید تصور وکړي چې ناروغي خو دومره ډېره نه ده او اکثره د کار کسان چې ځوانان دي، ښه صحتونه لري. مګر حقیقت داسې نه دی. متاسفانه په افغانستان کې نه یوازې د ماشومانو او حامله میندو د مړینې کچه لوړه ده او نه یوازې په جدي ناروغیو مبتلا کسان کم نه دي، بلکې یو ګڼ شمېر کسان په ظاهره له ساده ناروغیو په تکلیف کې دي چې د کار او فعالیت مخه یې نیسي. تاسې که په خپل ماحول کې سترګې وغړوئ، زیات کسان به ووینئ، چې مثلا مزمنه سردردي به لري، یا به یې سترګې کمزورې وي او دغه کمزوري به یې په کار کې د پرمختګ د لارې خنډ وي. دغه په ظاهره کوچیني تکلیفونه هم اکثره وخت د کار د کمیت او کیفیت په لاره کې په لویو خنډونو بدلېږي.

 موږ چې د صحت موضوع ته په کافي اندازه اهمیت نه دی ورکړی، د دنیا له هغو هېوادونو څخه یو چې د خلکو عمر په‌کې ډېر کم دی. مثلا په افغانستان کې د وګړیو ژوند په متوسط ډول د جاپان د خلکو د ژوند نیمایي ته رسېږي.

 که تاسې په خپله کوڅه یا کلي کې شاوخوا وګورئ، نو متوجه به شئ چې په ګڼو کورونو کې جسمي یا ذهني معلولان شته دي. څرنګه چې په هېواد کې صحي خدمات او د روغتیا په باره کې د خلکو معلومات کم دي، نو په لکونو میندې داسې ماشومان زېږوي چې په جسمي یا ذهني لحاظ نیمګړي وي.

 په افغانستان کې اکثره خلک او ان ځوانان شکایت کوي چې ډېر ژر ستړي کېږي، ذهني تمرکز نه لري، زړه یې په تنګ وي او کرۍ ورځ خوبولي غوندې وي. د دې حالت معنا دا ده چې جسمي او روحي ناروغۍ زیاتې دي او د دې حالت نتیجه دا ده چې کارونه په سمه بڼه نه تر سره کېږي.

 د بشري ځواک د انکشاف لپاره نه یوازې صحت بلکې تعلیم او مهارت ته هم توجه په‌کار ده. زموږ په سلګونو  زره ځوانان د خلیج په هېوادونو کې په کار بوخت دي، دوی اکثره د نورو ملکونو تر کاریګرو کمې تنخواه ګانې اخلي. دا ولې؟ ځکه چې زموږ کاریګرو مهارتونه زده نه دي. دغه راز زموږ په ښوونځيو او پوهنځیو کې د تعلیمي سویې د ټیټ والي په علت موږ همېشه مجبور شوي یو چې په خارجي مشاورینو تکیه وکړو او نه یوازې په بین المللي مارکیټ کې ځانونو ته کارونه پیدا نه کړو، بلکې په خپل وطن کې هم په پردیو باندې تکیه وکړو. له یوې احصاییې سره سم په افغانستان کې د اقتصاد د علم او محاسبې په برخه کې د مهارتونو د کموالي په علت په تېرو لسو کلونو کې په متوسط ډول د کال یو میلیون ډالره یوازې بنګله دېشي محاسبانو او د اقتصاد متخصصانو له افغانستان څخه خپل هېواد ته وړي دي. دوی چې تخصص لري نو د افغانستان په اقتصادي، مالي او تجارتي ادارو کې استخدامېږي او ډالري معاشونه اخلي.

 د مهارت د کموالي یو بل مثال به هم ورکړم. په افغانستان کې په تېرو لسو کلونو کې تر زر زیاتې لویې او وړې مطبعې فعالې شوې. مونږ اوس په خپل وطن کې داسې مجهزې مطبعې هم لرو چې په سیمه کې یې ساری کم دی، مګر بیا هم اکثره وخت زموږ کتابونه او نور مطبوعات په  پاکستان کې چاپېږي. د دې شي لوی علت دا دی چې مونږ لا تر اوسه د مطبعې د فعالیت د نسبتا اسانه مهارتونو په برخه کې هم له خپلو ګاونډیو سره سیالي نه شو کولای. مطلب دا چې که سرمایه او تکنالوژي وهم لرو خو چې ماهر او متخصص کسان ونه لرو، ګټه به ونه کړو او له احتیاجه به ونه وځو.

 ډاکتر اشرف غني احمدزی چې د خپلې پوهې، تخصص او تجربې په برکت د فعال او لایق بشري ځواک په اهمیت باندې ښه پوهېږي، د هېواد د انکشاف او سوکالۍ لپاره د صحت او تعلیم لوی نقش ته تر هر چا ښه متوجه شوی دی. افغان ځوان که ښه صحت او ښه مهارت ولري، د دنیا د هیڅ هېواد تر ځوان به شاته پاتې نه شي. زموږ هغو ځوانانو او ماشومانو چې د نړۍ په ښو درسي موسسو کې د سبق چانس پیدا کړی دی، ډېرې ښې نومرې ګټلې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *