وېنډا فېلباب بروان په واشنګټن کې د بروګېنز انسټیټیوټ غړې او د افغانستان د حالاتو شنونکې ده، نوموړې په افغانستان کې د نشه یي توکو او همداراز د ولسمشر کرزي د حکومت په هکله دوه کتابونه لیکلي دي.
اغلې براون د فرورۍ په وروستيو كې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ته د افغانستان د راتلونکو ټاکنو او له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانانانو د اندېښنو په تړاو یو لیک استولی دى.
ژباړن: غزانور غزا
لنډیز او غوښتنې
له افغانستان د نړیوالو او امریکايي ځواکونو د وتلو وروستۍ نېټه چې رانږدې کیږي، له ۲۰۱۴ کال وروسته د ټیکاو لرونکي افغانستان لپاره بنسټیزې کمزورۍ اوژورې اندېښنې د لېږد بهیر بریالیتوب له خطر سره مخ کولی شي.
لکه چې تېر کال مې هم په خپل یادښت کې ډاګیزه کړې وه؛ بې باوره امنیتي حالت، خطرناک او څپڅپاند اقتصادي وضعیت او په حکومتدارۍ او سیاستوالو کې د قانونواکۍ د بحران ژور احساس دا سختې ننګونې او اندېښنې دي.
دا تاواني وضعیت پرمهال د افغان زورواکانو خوندیتوب او د عادي خلکو سختېدل د یوې بلې کورنۍ جګړې وهم پیدا کړی او دا ټول له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدلو او نه پاتې کېدلو د نه روښانتیا له امله دي.
سږنۍ ولسمشري ټاکنې د نوي روا( مشروع) حکومت لپاره د باور زیاتوالی چانس دی او د اوسني فاسد او بې اغېزې حکومت د پای ته رسولو لپاره چې اوس د افغانستان ځانګړنې دي د سموالي پیلامه برابرولی شي. خو ولسمشري ټاکنې پراخ تاوترخوالي او اوږده سیاسي کړکېچ ته لار برابرولی شي چې حکومتوالي نوره هم خرابولی او نړیوال ملاتړ له منځه وړلی شي.
په دې لامل دا مهمه ده چې پر ټاکنو تمرکز ولرو او همکاري وکړ چې دا ټاکنې افغان ولس ته روڼې او د منلو وي. که څه هم د متحده ایالتو او نړیوالې ټولنې ځواکونه وځي او په دې سره یې واک او ځواک کمیږي، سخت کمزوري کیږي، خو په افغانستان کې د دوی بوخیتیا د امنیتي، سیاسي او اقتصادي پرمختګ لپاره مهمه ده او متحده ایالتونه پر ګڼو لارو افغان ټاکنې بریالۍ نتیجې ته رسولی شي.
زه تاسو ته سپارښ کووم؛ خپلو لوړپوړو چارواکو ته لارښوونه وکړئ چې د افغان امریکا امنیتي تړون لاسلیکولو ته د ولسمشر کرزي په هڅولو کې د نه ټکر ډیپلوماسي غوره کړي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکا پوځ پاتې کوي.
موږ باید له هغو افغان مشرانو او خلکو سره هم تماس ولرو چې د افغان – امریکا امنیتي تړون ملاتړ کوي او د اروپا، چین، هند او روسیې به ګډون د ګډو ګټو ملګري هم چمتو کړو چې کرزی د امنیتي تړون ژر ترژره لاسلیکولو ته وهڅوي.
ته باید په دې ټینګ ودرېږې چې افغان ټاکنې په روان کال کې وشي که څه هم څه له خپل وخت لږ وځنډیږي. متحده ایالتونه باید د افغان ټاکنو ادارې او پکې ټولو ښکېلو سیاسي ډلو او ایتلافونو ته تخنیکي مرستې برابرې کړې.
موږ باید افغان ټاکنو ته خپلواک څارونکي ولېږو او له افغان مدني ټولنې سره همکاري وکړو چې خپل څارونکي هم وګماري. متحده ایالتونه باید د ګټونکو یا بایلونکو ملات�� ونه کړي؛ ولسمشر کرزي دا ډول نه لاسوهنه د افغان- امریکا امنیتی تړون د لاسلکولو لپاره شرط کړې ده.
خو موږ باید له افغان سیاستوالو سره بوخت اوسو چې د ایتلافي حکومت جوړول اسان کړو؛ په تېره بیا هغه مهال چې د ټاکنو څرګند ګټونکی نه وي او د ناندریو، پارېدلو او زور وهلو ډرامه پیدا کیږي.
ته باید امریکايي پوځ له افغان ځواکونو سره مرستې ته وګومارې چې په ټاکنو کې د توکمیز تاوتریخوالي او د معاملو یا اوازو د پلانونو مخنیوی وکړي او په ټاکنو کې د درغلیو لپاره د ملېشه وو هڅې شندې کړي.
بالاخره دا چې متحده ایالتونه باید له پاکستان وغواړي چې د افغان ټاکنو پر مهال او له هغه مخکې له ډیورنډ کرښې سره خپل پوځ پاموړ ډېر کړي، په دې ډول د ستر تاوتریخوالي مخه ونیول شي.
پس منظر
د ۲۰۱۳ کال په نیمايي کې افغان امنیتی ځواکونو په ټول افغانستان کې د امنیت ساتلو مشري ترلاسه کړه او دا مهم کار و. د طالبانو له سخت دباو سره سره افغان امنیتی ځواکونو نه په کوم ځای کې شاتګ وکړ او نه یې هم وسلوالو ته کومه سیمه پرېښودله، خو دا هرڅه یې د قربانۍ په بیه وکړل او هغه هم په دوامدار ډول.
افغان امنیتي ځواکونه اوس هم کمزوري او نیمګړي دي؛ لکه کم تجهیزات، د څارګرۍ او پلان چوړولو ستونزې او همدارنګه په دوی کې د توکم او ډلبازۍ درځ.
له ۲۰۱۴ کال وروسته که د دې نیمګړتیاوو د کمولو او وړتیاوو د زیاتولو لپاره د متحده ایالتونو او نړوالو مالي ملاتړ او مرسته ونه شي، نو افغان ځواکونه به نور هم کمزوري او پخپلو کې وېشلي وي.
وسلوال طالبان هم خپلې ستونزې لري، له افغان حکومت سره د دوی د خبرو امکان او له نړیوالې ټولنې سره یې بوختیا خپلمنځي اختلاف ور پیدا کړی دی؛ په تېره بیا دا اختلاف د دوی په منځ پوړ قومندانانو شته او ان ممکن د ډلې په لوړ پوړ مشرانو کې هم وي.
د طالبانو له لاسه ولسي مرګ ژوبله او له خپلو جنګیالیو سره بې عطفې چلند ممکن دوی په افغانانو کې لا نور هم رټلي او د وسلوالو د جذب له ستونزو سره مخ کړي.
اوس هم طالبان د کړنګ په غاړه دي، د خپل نفوذ د ساتلو وړتیا له لاسه ور کوي او ان دا د افغانستان په ډېرو کلیوالي سیمو کې هم پېښیږي.
خو دې بې باوري چې افغان- امریکا امنیتي تړون به لاسلیک شي که یه، توپ د طالبانو لاس ته غورځولی دی. که داسې نه کیږي متحده ایالتونه او نړیواله ټولنه به ډېره لږ وړتیا ولري چې د افغان ځواکونو همکاري وکړي او د دوی مهمې نیمګړتیاوې کمې کړې.
د امریکا متحده ایالتونو دا وړتیا به هم له خطر سره مخ شي چې په افغانستان او سیمه کې مهمې ګټې ترلاسه کړي؛ چې د ترهګرو ځپل، سیمه یز ټیکاو، د پاکستان د نور کمزوري کېدلو مخنیوی، د دغه هیواد د اټومي بټیو خوندیتوب او انساني هدفونه پکې راځي.
له ۲۰۱۴ کال افغانستان لپاره د افغانانو اندېښنه نوره هم زیاتولی، سیمه یزه تاواني خېلواکي ژوندۍ کولی او په زورواکانو کې د واک او ځواک خپلولو هوس پیاوړی کولی شي، چې له امله یې دغه هیواد له سخت تاوتریخوالي او کورنۍ جګړې سره مخ کېدلی شي.
د افغان چارواکو او زورواکو ځانواکي غوښتنه په تېره لسیزه کې د دوی په ځانګړنه بدله شوې ده، چې د طالب رژیم له پرځېدلو وروسته یې د سیاسي او ټولنیزې واکمنۍ د پیاوړې کولو لپاره نړیوالې هڅې او چانسونه ناکام کړي دي.
خطرناک جرمونه، د ځمکې عصب، د نورو سرچینې په زور اخیستل، خپلپالنه، د قانونواکۍ نشت(نشتوالی)، انحصاري ملاتړې ډلې او بډې( چې څه اندازه له لوی نشه یی اقتصاد برابریږي) هغه څه دي چې د افغانستان اوسنی سیاسي جوړښت ترې ډک دی.
تراوسه افغانان د عدالت او حساب ور کولو غوښتنه کوي، دوی له اوسنۍ مافیا یا مافیايي نظام نه کرکه کوي. انساني امنیت او د مشرتابه مسوولیت او حساب ور کونه د دوی لوی ارمان دی.
ولسمشري ټاکنې د اوسني خراب حکومت د پای ته رسېدلو یو چانس دی، خو په لوی مصیبت هم بدلېدلی شي، کورنی سیاسي کړکېچ زیاتولی او حکومتوالي نوره هم کمزورې کولی او طالبان پراخولی شي او له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د ملاتړ لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ له منځه وړلی شي.
په افغان ټاکنو کې ګڼ ګواښونه راپورته کېدلی او د نیمګړي امنیت له امله ټاکنې کنسل کېدلی او له ډېر لږ رواوالي(مشروعیت) سره د کرزي واک اوږدوېدلی شي. دا ډول پېښه سخت اعتراضونه او ان بلواوې پېښولی شي.
په ټاکنو کې هم ډېرې ټګۍ کېدلی شي چې د اوسنی سیاسي نظام د رواوالي ستونزه زیاتوي
د طالبانو او حقانیانو تاوتریخوالی، له زورواکانو، وسلوالو او جنایتکارو د رایه ور کوونکو وېره، یا هم د امنیتي ځواکونو نیمګړتیاوې ټګۍ او درغلۍ ته لار جوړولی او د د جنوب او ختیځ د پښتنو په ګډون د رایه ور کوونکي نفوس ډېره برخه د کارت له کارولو منع کولی شي.
بایلونکي د نتیجې له منلو انکار کولی شي، په تېره بیا په هغو سیمو کې چې ګڼ قبایلي او قومي جوړښت وي.
په داسې سیمو کې توکمیز تاوتریخوالی په اسانۍ پېښېدلی شي، د دغې بلوا د ارامولو لپاره پر استولی شويو افغان امنیتي ځواکونو ضررناک دباو اچول کېدلی شي او د دغو ځواکونو د نور وېشلو او توکمیز ملاتړ انګېزه مخته بوولی شي.
نتیجه
افغان سیاسي مشران پوهیږي چې د ډېرې مبارزې ولسمشري ټاکنې افغانستان سخت بې ثباته کولی شي. که څه هم په دې ډېره سیاسي انرژي مصرف شوې چې پر یو ګډ نوماند سلا وشي یا غوره او یا هم د نظریو موافقو نوماندو ډله چوړه شي، خو داسې سیاسی یووالی تېر اېستونکی دی. تر ټولو ډېر محبوب ګډ او د نظریو موافق نوماند به د واک او ځواک له مخې ډېر کمزوری او د زورواکانو د نفوذ کمولو لپاره لږ ګواښونکی وي.
خو که په افغانستان کې د ټاکنو چانس سم وکارول شي او د حکومت ژورو ستونزو ته ځواب ویل پیل کړي، نو نوی مشر به ډېر ځواکمن او پیاوړی وي چې زورواکان له منځه یوسي، که څه هم د دوی د ټاکنیزو هڅو پوروړی به وي، چې افغان ولس ته ډېر اغېزناک او مسوولیت مننونکی حکومت وچلوي.
که نه افغانستان به نور هم ګواښوونکي بحران ته ور شېوه شي او د حکومتوالۍ له منډ به را ونه وځي. افغان ټاکنې به دا مهم رول هم ولوبوي چې افغانستان په کومه لار ګام پورته کوي. موږ کولی شو او باید له خپل نفوذ کار واخلو چې د افغان ټاکنو بریالیتوب باوري کړو.
پاى