د شعر او ادب کره کتوونکو تر اوسه پورې، دشعر د تعبیر، رسالت، تعریف ، د ټولنیز رول او موخې په اړه بېلابېل نظریات وړاندې کړي دي. دې نظریاتو په خپل ځای د هر یوه د غوښتنو، پوهې او فکري تګلارې استازولي کړې او د شعر د موخې په اړه یې هم تکراري او هم نوي مفاهیم او مسوولیتونه را برسېره کړي او ټولنې ته وړاندې کړیدي.
په همدې ډول په دې اړه اوسني او پخواني تعبیرونه او نظریات هم سره توپیر لري. شعر باید چاته ولیکل شي؟ ټولنه شعر ته څه اړتیا لري؟ د شعر ټولنیز دریځ او رول څه دی؟ ایا شعر یوازې د یوې شېبې خوند وسیله ده که د ویښتابه او اصلاح وسیله هم کېدی شي؟ په ټولنه کې څه ډول شعر ته اړتیا ده؟ دا او ځینې نورې پوښتنې باید ځواب او مهمې وګڼل شي.
له شعر له ټولینز رسالت او تعیبر څخه هم اخیستې بېلا بېلې دي، خو په دې برخه کې یوازې د شعر جوړونکو توکو

په تفسیر او موخه کې یو څه اندازه یووالی موندلی شو. ډېری ادب پوهان او څېړونکي په دې سره یوه خوله دي، چې مفکوره، احساس، تخیل او اهنګ د شعر جوړونکي توکي دي، خو که غواړو چې شعر د ټولنیز بدلون د یوې هنري وسیلې په توګه وکاروو، نو اړینه ده، چې تر ډېره د مفکورې لمن ټینګه کړو.
سره ددې چې د “هنر د هنر له پاره” نظریې پلویان په دې اند وو، چې شعر باید په یوه سوداګریزه متاع بدل نه شي، د چا د ستاینې، پېښو او چاپلوسۍ وسیله ونه ګرځي، دتبلیغ او ټولنیزو مقاصدو د حاصلولو لپاره د تبلیغ ممبر نه شي، خو اوس اوس دا موضوع راسره څوک نه مني ،اوس دشعر التزام ته ارزښت ورکول کېږي.
نن به ګرانه وي، چې شعر د یوې ټولنیزې اصلاحي وسیلې له نقش څخه جلا او ایسار کړو، هنر، ادبیات او شعر د ټولنیزې اغېزمنتیا مهمې وسیلې دي. هر شعر باید د ژوند د یوې برخې په اړه قضاوت وکړي، رسا او اوچت پیغام ولري او د کره کتوونکو په اند چې یوه مفکوره په کې نغښتې وي.
په ورته وخت کې باید له دې هم سترګې پټې نه کړو، چې د ډېرو سترو شاعرانو مفکورې علمي ارزښت نه لري، خو ادبي ارزښت یې ډېر اوچت وي، دا ارزښت له علمي، فلسفي او اخلاقي ارزښتونو سره بېرته تړل کېږي ، لکه څرنګه چې نثر او شعر سره توپیر کوی، همداسې شاعرانه شوې مفکوره هم د عادي کلتوري مفکورې سره توپیر لري.
موږ ډېری وختونه د شاعر په اړه ��کرکوو، د شاعر په اړه غګېږو، خو شاعر ته د شعر له پېژندلو وړاندې د شعر د مخاطب پېژندل هم ډېر اړین دی او لازمه ده، چې د شعر سره د شعر مخاطب هم په نظر کې ونیسو او د دوی له پېژندلو وروسته د خپل شعر تګلوری، لاره او بهیر د ټولنې له ارزښتونو سره سم روان کړو.
په ټولنه کې د شعر ارزښت او د خلکو له خوا د شعر منل هم یوه مهمه موضوع ده. داسې ټولنې به ونه مومو، چې له شعر او هنر سره دې مینه او لېوالتیا ونه لري، خو د ۲۱ پېړۍ پرمختګونو او بوختیاوو، ممکن په دې مینه او لېوالتیا یو څه تاثیر ځکه کړی وی، چې خلک بوخت شوي او له شعر نه خوند اخیستل او په شعر کې فکر کول یو ارام چاپیریال او ټاکلی وخت غواړي.
د هرې ټولنې ځانګړتیاوې، خپلي دي، خو افغاني ټولنه، چې اکثریت یې نا لوستې ده او پرمختګونه هم دومره نه دي په کې شوي، خو د شعر ارزښت او د شعر په اړه په کې عامه پوهاوی شته. په لرو پرتو سیمو کې ګڼ داسې کسان پیدا کولی شو، چې زده کړي نه دي، خو اوږده اوږده شعرونه او فوکلوریک داستانونه یې په یادو زده کړي وي. د ولسي شاعرانو شعرونو ته غوږ نیسي، چکچکې ورته کوي او هڅوي یې.
له دې څرګندېږي، چې شعر زموږ په ټولنه کې خپل ځای او ټولنیز رول لري، د رشیدالبیان او پنج کتاب ډېری بیتونه ولسي خلکو ته یاد وي او کوم نیم شاعر چې په کې پيدا کېږي، نو ورباندې ګران وي او پېژني ی��، چې فلانی شاعر دی.
همدې ټکي ته په پام سره کولی شو، چې د ټولنې په وېښتابه، عامه پوهاوي او پرمختګ کې د شعر له ټولنیز رول او دریځ څخه کار واخیستل شي او د شعر معنوي ځانګړتیاوو او رسالت په نظر کې نیولو سره د یوې اغېزناکې بدلون راوستونکې وسیلې په توګه کارول شي، خو دغه وسیله تبلیغاتي او شعاري نه بلکې په ذهن او فکر کې د یوې تدریجې پرلپسې بهیر په بڼه.
اروپا له زرکلن خوب وروسته
که چېرته ددې موضوع شالید ته پام کړو، نو ثابتولی شو، چې په نړۍ کې د ګڼو ساینسي ، تخنیکي او کشفي بدلونونو او ټکنالوژۍ پرمختګ له کلتوري او فرهنګي بدلون څخه پیل شوی دی. ادبیات دی، چې د نورو برخو پرمختګ او لاسته راوړنو لپاره یې زمینه مساعده کړېده. د اروپا رنسانس دوره یې یوه ښه بېلګه ده، چې د اروپا او نړۍ ټکنالوجیک پرمختګ ته یې لاره هوارړه کړه .
همدا رسنانس دوره وه، چې د اروپا تاریخ یې بدل کړ، له زرکلن درانه خوب یې را وېښه کړه . ښه به وي، چې د موضوع ته یو څه تفصیلي اشاره ولرو. پوهانو د اروپا تاریخ په درېیو دورو وېشلی دی، چې د پخواني تاریخ، منځنۍ پېړۍ او نورې دورې په نامه یادېږي. همدا نوې دوره یې د رنسانس په نامه یادېږي.
د اروپا د منځنۍ دورې په لسو پېړیو کې په ټولنیز ژوند ، ژواک ټول واک د کلیسا او مذهبي مشرانو په لاس کې و او دخلکو د ژوند په هره چاره کې یې مخامخ لاسوهنه کوله. په همدې دوره کې دا لاس وهنه ددې سبب شوه، چې د کلیسا د عقیدوي تفتیش په پایله کې ډېر پوهان اوعالمان په مرګ محکوم شي. که څه هم د کلیسا دغه رول په ټولو دورو کې و، خو په وروستیو هغو کې تر ټولو سخت پړاو ته ورسېد، چې د زغم وړ نه و.
رنسانس يانې بېرته ژوند ته راګرځېدل او بيا ژوندي کېدل مانا ورکوي او لکه څرنګه مو چې ورته اشاره وکړه اصطلاحاً په ځانګړې توګه هغه نوي عصر او خوځښت ته وايي، چې د منځنيوپېړيو په پاى او د ١٤-١٦ پېړيو په پيل کې په اروپا کې د ادبي او صنعتي علومو د ژوندي کېدو لپاره رامنځته شو.
د بیا ژوندي کېدو یا رنسانس دا دوره تر ټولو وړاندې په شمالي ايټاليا کې پيل شو، وروسته په فرانسه، المان، اسپانيا او هالنډ کې خپره شوه. لکه څه ډول، چې دريابي کشفياتو د بشر د مادي کړنو ميدان پراخ کړ، رنسانس هم د بشر فکر ته پراختيا ورکړه. همدې دورې اروپا د غفلت له زرکلن خوب وروسته را وېښه کړه، نړۍ یې ومونده او خلکو ته ورنږدې شوه.
نورنو د پرمختګ لپاره اړینه وه، چې په علومو،شعر ادب، کلتور، هنر او پوهانو د کلیسا واک او کلابندي ماته شي، چې ددې کار په کېدو سره علم یو ځل بیا را ژوندی شو، د له سوچ او فکر د مذهب زولنې لرې شوې، انساني تفکر، کلتور او ادب ته لار خلاصه شوه او بالاخره همدا پیل چې د رنسانس دوره ورته وویل شوه په اروپا کې د ګڼو بدلونونو او نوښتونو سبب شوه
دې ازادۍ اروپایان اړ کړل، چې رنسانس په یوه علمي انقلاب بدل کړي، اختراعات او کشفیات وکړي، طبعیت ته پام واړوي، اقتصاد او سوداګري وغوړوي، شتمني زیاته کړي، د چاپ صنعت را منځته کړي، خپرونې ورځپانې او مجلې روا باسي ، قطب نما او بالاخره یوه نوې نړۍ ( امریکا) کشف او د جغرافیوي معلوماتو په زیاتېدو سره اسیايي هېوادونو او هند ته ولاړ شي.
ددې پرمختګ یو غوره دلیل دا و، چې علم له الهایاتو جدا شو، دینداري په نوې او اصلي بڼه را منځته شوه، چې د خلکو پرمذهبي او دیني مفکورو یې ژور اغېز درلود، په دې مانا چې د رنسانس په دوره کې له خدای تعالی سره د انسان اړیکه مخامخ ټینګه شوه، خو ددې خلاف په منځنۍ دوره کې د کلیسا واکمنو خلکو ته دا عقیده ورکړې وه، چې له کلیسا پرته له خدای تعالی سره اړیکه نه شي ټینګولی، بیا لومړی له کلیسا سره اړیکه ونیسي او هغوی به یې خدای تعالی ته ورپېژني، چې دې مفکورې د خلکو د پوهې او تفکرغوړېدو وزرونه د پېړيو پېړیو لپاره د مذهبي مشرانو د نظریاتو په مزو کلک تړلي وو.
مفکوره او شعر
د کره کتوتکي او ادیب اډين دا خبره ډېره مشهوره ده، چې وایي یوه ورځ یو ځان چې د شاعرۍ شوق یې کړی و ورغی، ورته ویې ویل چې زه غواړم شعر ووایم، هیله ده چې لارښوونه راته وکړئ. اډين ورته وویل، چې ایا له ځان سره کومه مهمه مفکوره هم لرې؟
ځوان ځواب ورکړ
هو صیب ! غواړم چې یوه مهمه مفکوره په نظم واړوم. اډین ځواب ورکړ:”ځه بچو ! له تانه شاعر نه جوړېږي.” کره کتونکو چې ترکومه دا خبره تحلیل کړې، نو له مبالغې یې ډګه بولي او وايي، چې نوو شاعرانو ته په کې دا درس ورکړل شوی، چې شعر یوازې تشه او وچه مفکوره نه ده، یا ښه شعر یوازې هغه دی چې مفکوره ولري، دلته یوازې شعاري مفکوره هدف ده چې باید په شعر کې ترې ډده وشي او مفکوره باید د شعري جامې واغوندي او له عادي شعار سره جوت توپیر ولري.
په شعرکې څومره د پیغام موضوع مهمه ده، نو همداسې باید علمي، اخلاقي ، فلسفي او نورې مفکورې هم د شعرجامې وغونډي، د شعر تخنیکي معیارونو ته غاړه کېږي او له شعر نه متابعت وکړي. یا په بل عبارت دا هر څه باید په شعر کې داسې ورکې شي، لکه وږمه چې په ګلپاڼو کې نغښتي وې، لیدل کېږي، نو خو بوی یې هرڅوک حس کولی شي او پوهېږو، چې ګل ته یې ښکلا ورکړې ده.
په دې مانا چې مفکوره باید له دې ورکېدو وروسته بېرته خپل ځان د شعر په بڼه راڅرګند کړي، ټولنې ته په منطقي ډول ولاړه شي، د شعرمخاطبین یې د عادي خبرو نه په توپیر سره واخلي، ځان په کې وګوري، قناعت ورکړي او اغېز پرې کړي.
که شاعرغواړي، چې په ټولنه کې د شعرد ټولنیز دریځ له مخې بدلون راولي، یا خپلې موخې تر لاسه کړي، نو اړینه ده، چې د خپل پیغام ترڅنګ وچه کلکه مفکوره په شعر کې وړاندې نه کړي، بلکې د شعري جمال او ژبنۍ ښکلا جامې واغوندي، هنري او بديعي ښایست ولري او لکه څرنګه چې ناوې د واده په ټولو ښځو کې څرګنده وي، همداسې د ګڼو وچو مفکورو په منځ کې وځلېږي او خپل مخاطبین اغېزمن کړي.
کره کتوونکي او لیکوال استاد ګل پاچا الفت هم په دې اړه وايي:”تاسې له شعر او شاعر څخه علمي حقایق مه غواړئ، د شعر هدف حقیقت نه، بلکې جمال دی.” دلته راته څرګندېږي، چې که چېرته پیغام او مفکورې ته د جمال جامې ور په تن نه کړو، نو خبرې مو له عادي مفکورې او وچ حقیقت څخه توپیر نه لري او بیا هېڅ اړتیا نه شته چې په ټولنه کې اصلاح او خپلې نورې موخې د شعر له ټولنیز دریځ څخه تر لاسه کړو.
پای