د ختیځ ادبي بهیر ملگرو خپله اووه اتیایمه (۸۷یمه) اوونیزه ناسته د (۱۳۹۳) هجري لمریز کال د حمل (وري) په لومړۍ نېټه چې د (۲۰۱۴) میلادي کال د مارچ له یوویشتمې (۲۱مې) سره برابره وه، د ننگرهار په رسنیز کور (مېدوتېک) کې تر سره کړه. مشري یې د جعفر الماس پر غاړه وه او مېلمه یې مجیب الرحمن جمال و.
یاده غونډه د جمعې په مبارکه ورځ سهار لس (۱۰:۰۰) بجې د انعام الله منت بار له خوا د قران کریم پر څو سپېڅلو ایاتونو پیل شوه. د دریځ چارې یې الفت پاڅون او کریم باور سمبالولې، او گوزارش جمال ثاقب لیکه.
په سر کې ضیاءالدین همت مل د کب د نهه ویشتمې نېټې په پېښه کې په ټپي شوو ژورنالستانو خواشیني څر گنده کړه. نوموړي له ښکېلو خواوو په کلکه وغوښتل چې د ژورنالستانو حقونه باید په پام کې ونیسي او دوی ته له هر ډول زیان
رسولو ډډه وکړي.
ورپسې جمال ثاقب د تېرې اونۍ گوزارش ولوست، چې د نقد پیل پرې انعام الله منت بار وکړ. نوموړي وویل چې په تېره غونډه کې د عابد د خبرو ځینې برخې باید دلته هم رانقل شوې وی. خو ضیاءالدین همت مل بیا د گوزارش ستاینه کوله. د نوموړي په وینا په گوزارش کې د تېرې اونۍ غونډه په ښه تو گه انځور شوې ده او د لیکلو انداز یې هم هنري دی. ایمل مړوند د منت بار د خبرو په ملاتړ وویل چې که د تېر بحث ځینې مهمې خبرې دلته هم راوړل شوې وی، نو گوزارش پرې لا ښکلی کېده.
د توکو د ارزونې په برخه کې د حامد غورځنگ د نه شتون له امله الفت پاڅون خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړ، چې په لاندې مطلع پیلېده:
دا چې نن هغه بدله شوې ده
ښکاري زمانه بدله شوې ده
ایمل مړوند د دواړو مسریو ترمنځ تړاو ډېر دروند وباله. ډاکټر خیرالله خیال وویل چې بیت روان او ښکلی دی. نوموړي زیاته کړه چې په دویمه مسره کې د زمانې بدلون له لومړۍ هغې سره منطقي تړاو لري او بیخي پر ځای دی. په
مطلع نور چا څه ونه ویل او ورپسې دریځوال دویم بیت ولوست:
یا خو د چا غم داسې راښکلی یم
یا خو ائینه بـــــــــــــــــدله شوې ده
ټولو ملگرو په گډه سره دا بیت خوښ کړ. ډاکټر خیال زیاته کړه چې له ائینې نه هدف د حالاتو ائینه هم کېدی شي، او که په خپله معنا یې واخلو نو بیا هم ښکلی ترکیب دی. په دې بیت نورې خبرې ونه شوې، چې په دې ډول د کره کتنې
وار د غزل دریم بیت ته ورسېد:
څومره چې یې څکم رانه هېرېږي نه
چا ویل پیــــــمانه بــــــــدله شوې ده
ایمل مړوند وویل چې په دې بیت کې دنورو هغو په څېر قوت نه شته. نوموړي زیاته کړه چې پیمانه، میخانه او دې ته ورته نورې کلیمې اوس ډېرې تکراري شوې دي، نو ښه داده چې پر ځای یې نوې کلیمې او خیالونه وکارول شي.
احمدجمال جمال د بیت په دویمه مسره کې د (چاویل) کلیمه په (جوړې) بدله کړه، چې ټولو ملگرو د جمال دا ترمیم خوښ کړ.
یاد غزل چې ټول څلور بیته و، په دې مقطع پای ته ورسېد:
پام کوه پاڅونه! گناهگار نه شې
نن دې اراده بــــــــــــــدله شوې ده
احمدجمال جمال وویل چې په لومړۍ مسره کې دې د (نه) پر ځای (به) راشي. خو جعفر الماس بیا ورته فکر نه درلود او غوښتل یې چې په خپل حال دې پاتې شي.
استاد شېرحسن کمالزي لومړۍ مسره داسې ترمیموله: ((پام وکړه پاڅونه گناهگار به شې)) خو چا یې پلوي ونه کړه. جمال ثاقب بیا په دې اند و چې (پام کوه) عامه خبره ده او تر هغې بلې په غوږ هم ښه لږیږي، نو ځکه یې
بدلولو ته اړتیا نه شته.
په پای کې الفت پاڅون له ټولو ملگرو د مننې تر څنگ یادونه وکړه چې په غزل یې د ډېرو خبرو د اورېدو تمه وه، خو چا پرې هغومره څه ونه ویل.
له کره کتنې وروسته یوه ازاده مشاعره پیل شوه، چې په غونډه او مشاعره کې ((استاد شېر حسن کمالزي، رحیم الله همراز، جعفر الماس، خاټول، فریدالله ملاتړ، هدایت نور ستانکزي، بختیار ساحل، مجیب الرحمن جمال، انعام الله
منت بار، ضیاءالدین همت مل، شفیع الله مصور، ډاکټر خیرالله خیال، بصیراحمد تلاش، واحدالله ساحل، کریم باور، برهان الدین سیرت، الفت پاڅون، طارق منهاج، ایمل مړند او جمال ثاقب)) گډون درلود.
له مشاعرې وروسته د غونډې مشر جعفر الماس دریځ ته وبلل شو. نوموړي غونډه ښه وارزوله او غوښتنه یې وکړه چې لږ تر لږه باید هره دویمه اونۍ یو استاد بهیر ته راوغوښتل شي، چې په یوه ټاکلې موضوع ادبي درس ورکړي. په دې ډول به له غونډې لا ډېره گټه واخلو.
په پای کې پرېکړه وشوه چې راتلونکې اونۍ ته به ایمل مړوند د ټولنیزو رسنیو په اړه ادبي درس راوړي. خو ددې تر څنگ به د واحدالله ساحل په غزل کره کتنه هم کېږي.
د یادونې وړ ده چې د بهیر په دې ناسته کې د ملگرو په گډه مشوره، (الفت پاڅون) او (کریم باور) د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د بهیر د ویاندویانو په توگه وټاکل شول.
د ختیځ دا ناسته چې لسگونه تنو قلموالو او د پښتو ژبې او ادب مینه والو په کې گډون کړی و، غرمه ناوخته پای ته ورسېده.