د امنیتي سند لاسلیک په موخه پر ولسمشر حامد کرزي او افغان حکومت له زیاتو فشارونو وروسته د شنبې په ورځ د امریکا د کانګرس یوه پلاوي له ولسمشر کرزي سره د لیدنې په ترڅ کې ویلي، که امنیتي سند ژر لاسلیک نهشي نه یوازې دا، چې امریکايي ځواکونه به له افغانستان څخه ووځي؛ بلکې امریکا خپلې ټولې مرستې بندې کړي.
د کانګرس دغه پلاوي لخوا ولسمشر ته خبرداری ورکړل شوی، چې د امنیتي سند نهلاسلیک او له بګرام زندان څخه د بندیانو خوشې کېدل ناوړه پایلې درلودای شي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ښاغلي کرزي امریکايي پلاوي ته ویلي، چې د امنیتي سند لاسلیک په تړاو افغانستان پر خپل دریځ ولاړ دی او تر هغه، چې د سولې بهیر نهوي پیل شوی او همداراز د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی نهوي شوی سند به لاسلیک نهشي.
د امنیتي سند په تړاو مشورتي لویې جرګې لخوا پرېکړه شوې وه، چې د کابل واشنګټن ترمنځ دفاعي امنیتي سند باید د ۲۰۱۳ زېږدي کال تر پایه لاسلیک شي؛ خو د جرګې په وروستۍ ورځ ولسمشر کرزي خپل شرایط، چې د امریکا لخوا د سولې لړۍ پیل او د افغانانو پر کورونو د عملیاتو نه ترسره کول دي وړاندې کړل.
باور دا دی، چې امریکا له افغانستان څخه نه وځي له همدې امله ولسمشر کرزی ډاډمن دی، چې د امنیتي سند د لاسلیک ځنډول به د دې لامل نهشي، څو امریکا دې له افغانستان څخه ووځي.
د افغانستان جغرافیايي موقعیت ته په کتو سره امریکا له افغانستانه وتونکې نهده. امریکا له افغانستان څخه چین، ایران، روسیه او د سیمې ځینې نور هېوادونه په ښه توګه څارلی شي او لدې لارې کولای شي، خپلې موخې تعقیب کړي. د تېرو دولسو کلونو په اوږدو کې امریکا په افغانستان کې پراخه پانګونې کړې ده. دغه پانګونه په درېیو برخو وېشل کېدای شي: لومړۍ هغه یې پوځي ده، امریکا د تېرو کلونو په اوږدو کې په ملیارډونو ډالره په افغانستان کې لګولي، چې د امریکايي چارواکو په وینا یوازې د افغان ملي اردو پر سمبالښت او روزنې دريپنځوس ملیارډه ډالره مصرف شوي دي. د پانګونې دویمه برخه یې تر ډېره بریده پر ودانیزو چارو لګول شوې ده. دغه برخه د امریکا د پراختیايي ادارې (USAID) له لوري په مصرف رسېدلې، چې شمېر ملیارډونو ډالرو ته رسېږي. د پانګونې درېیمه برخه هم د عامه اذهانو کنټرول په موخه پر رسنیو وه. افغانستان ته د امریکا له راتګ څخه را پدېخوا دغه هېواد پر رسنیو پراخه پاګونه کړې، چې تر ډېره بریده پدې برخه کې بریالۍ هم وه او توانېدلې، چې عامه افکار د ځان پر محور راوڅرخوي.
همداراز د تېرو کلونو په اوږدو کې دغه هېواد په افغانستان کې درانه تلفات ګاللي، چې د رس��ي شمېرو پر بنسټ له ۲۰۰۱ زېږدي کال څخه تر دې دمه شاوخوا دوهزره و پنځهسوه امریکايي سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي. سربېره پر دې د تېرو دولسو کلونو په اوږدو کې د امریکايي ځواکونو لګښتونه، چې شاوخوا درې ټرېلیونو ډالرو ته رسېږي، د پام وړ دي.
دغو لګښتونو ته په کتو سره په ډاډ سره ویل کېدای شي، چې امریکا به په آسانۍ له افغانستان څخه و نهوځي؛ بلکې پدې لټه کې، څو له یوه لوري خپل موجودیت یقیني کړي او له بل لوري دغه موجودیت قانوني چوکاټ ته دننه کړي.
بل پلو د مشورتي لویې جرګې له اعلان څخه وروسته امریکا هم د دې غوښتونکې وه، چې د کابل واشنګټن ترمنځ دفاعي امنیتي سند باید د ۲۰۱۳ زېږدي کال تر پایه لاسلیک شي؛ خو کله، چې ولسمشر کرزی پر خپل دریځ ټینګ ودرېد په لومړیو کې دغه مهلت یوه اونۍ وروسته، یوه میاشت او بالاخره د نامحدودې مودې لپاره وغځېد. لدې سره امریکايي چارواکي یقيني شول، چې ولسمشر کرزی دغه سند نه لاسلیککوي او باید د افغانستان له راتلونکې ولسمشر سره دفاعي او امنیتي سند لاسلیک شي.
هاخوا د امریکا ولسمشر بارک اوباما د خپل هېواد په کلنۍ بودیجې کې له کانګرس څخه افغانستان لپاره د دوه عشاریه شپږ ملیارډه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
د امریکا د کانګرس پلاوي وروستیو خبرداریو ته په کتو سره باور دا دی، چې دغه خبرداری یوازې د خبرداريو او پر افغان دولت د فشار راوړلو تر بریده دی. نه یوازې دا، چې امریکا به له افغانستان څخه ونهځي؛ بلکې د خپلو سیمهییزو موخو څارلو په موخه به د اوږدې مودې لپاره دلته پاتې شي.