د لوی افغانستان سرلیکنه –

لوی افغانستان اونيزې د يوې خپلواکې او ناپيلې رسنۍ په توګه، په دې ورستيو کې د افغانستان بانک په اړه يو څو ليکنې د اسنادو پر بنسټ (افغانستان بانک وژغورئ) تر سرليک لاندې خپرې کړې، چې يادو ليکنو کې زموږ هېڅ ډول شخصي نظر نه و او هرڅه د اسنادو پر بنسټ شوي و، او د لوی افغانستان موخه پکې يوازې او يوازې په افغانستان بانک کې سمون او له اداري فساد سره چې په هره برخه کې يي د افغانستان پرمختګ، نړيوال وقار او نوم له خطر سره مخ کړی دی مبارزه وه، ياده مبارزه لوی افغانستان ټيم په مسلسل ډول له کوم کس يا شخص سره له تربګنۍ او شخصي عقدې پرته جاري وساتله، خو اوس اوس د ځينو کسانو خپل سري لنډغر په بار بار د لوی افغانستان کارکونکو ته ډول ډول ګواښونه کوي، او په ډيرو ځايونو کې د لوی افغانستان اونيزې د کارکونکو د کورونو د پتو پوښتنه هم شوې، او يو ډول دوی کوښښ کوي  چې د خپلو، ټوپکمارو او زور پر مټ زموږ پر خولو لاسونه را کيږدي، څو له فساد سره مبارزې په برخه کې د لوی افغانستان پورته شوې ناره غلې کړي او نور په ګران افغانستان کې د هر خپل سري او فاسد پر ضد څوک د غږ پورته کيدو وس ونلري. لوی افغانستان چې   درې څلور میاشتې کيږي په خپرونو يي پيل کړی دی په ډيرو برخو کې يي ځان ته د لوستونکو پام را اړولی دی او هره ورځ د هيواد له ګوټ ګوټ څخه ددې اونيزې د لا پراختيا غوښتنه کيږي، موږ ته راکول شوي اخطارونه له دې سره سره چې لوی افغانستان د رسنيو د ملاتړ له ملي او نړۍ والو ادارو سره به مو ليکنۍ بڼه شريک کړي دي ، د فيسبوک په ټولنيزه پاڼه کې يي هم له خپلو لوستونکو، قلمي همکارانو او د لوی افغانستان د ارمانونو له لارويانو سره شريکه کړه، چې د پراخ ملاتړ ترڅنګ ډېرو د قلم خاوندانو ورباندې لیکنې هم وکړې او خپل ملاتړ یې له خپل لوی افغانستان اونیزې څخه په کلکه څرګندکړ،لوی افغانستان اونیزه به ده یو شخص په نوم وي خو د یوه شخص نه ده، لوی افغانستان اونیزه د هغو ځوانانو او دهغو قلموالو اونیزه ده، چې  لوی افغانستان یې د ژوند ترټولو ستر هدف دی، او موږ په  اونیزه کې د لوی افغانستان د فکر ترڅنګ د لوی افغانستان نوم د هر افغان په ژبه او فکر کې ځای په ځای کول غواړو موږ غواړو چې دغه فکر باید ژوندی پاتې شي او دوخت په رارسیدو به موږ له مخکې نه په ذهني توګه تیار ووسو ځکه، چې د ښمن د خپلو ټولو شمو او بې ننګو کړنو ترڅنګ د لوی افغانستان نوم هم غواړي چې د خلکو له یاده یې اوباسي پښتونخوا کې هم ورته فکرونه خپروي نو پردې اساس موږ وپتیله چې ترڅو دغه نوم او دغه فکر چې ترموږه  زموږ مشرانو رارسولی دی موږ هم وکړی شو چې یاد نوم د هرافغان ذهن  ته ورسو.

نور موږ له یاد اخبار نه هیڅ تمه نه لرو دا چې دانوم ساتو نو نه  شو کولی چې د اونیزې په ټولو پاڼو کې لوی افغانستان لوی افغانستان ولیکو ځکه باید دا خبار په ښو ښو لیکنو ښکلی وي  نو پردې اساس په لوی افغانستان اونیزه کې د هېواد د مختلفو لیکوالو لیکنې خپرې شوي او خپریږي د لوی افغانستان ادراه لیکنې ښې ګوري چې په کره والي یې زړه تسکین شي نو بیا یې خپروي لوی افغانستان چې کومې لیکنې د افغانستان بانک په اړه خپرې کړي دي دې هغې په کراولي موږ هغه وخت باور راغی کله چې د افغانستان بانک پوپکمارانو ګواښونه پیل  کړ ځکه چې کله منطق او دلیل نه وي نو بیا بله لار نه وي پرته له دې چې کنځلې او د ټوپک په شپېلۍ دې خبرې وکړي.

 د یادونې ده، چې یاد ګواښونه د افغانستان بانک لومړي مرستیال ته نیژدې کس لخوا د لوی افغانستان اونیزې د امتیاز څښتن حیران ته شوي دي

موږ بیا هم وایو چې دغه ډول ګواښونه نشي کولی چې موږ له خپله دریځه پرشا کړي موږ به د ترورستۍ سلګۍ پورې خپله مبارزه کو موږ که له ټوپکه ویریدلی او یا مو له مرګه ویره لرلی نو د لوی افغانستان په نوم مو اونیزه نه رایسته  او که موږ ددې خلک وی چې حقیقت راته هرڅه نه وی او موخه مو لوی افغانستان نه وی نو موږ به له هرچاسره په اوربز خبرې نه کولی زموږ نه په چارخه راځي او نه مو له چاسره دښمني ده زموږ ژوند مبارزه ده هغه که هره پدیده وي او که د هېواد په هره اداره کوي موږ ته مبارزه  مهمه ده.

موږ بیا هم دغو ټوپکمارو جنګسالارانوته په پښتو  کې وایو چې ترهغې زموږ یو مبارز ملګری ژوندی وي لوی افغانستان به ژوندی وي او چې لوی افغانستان ژوندی وی نو مبارزه به دوام لري موږ ته که ګواښ کوئ نو د مرګ له خبرې نه اخوا خبره کوئ ځکه چې موږ له مرګه نه ویریږو مرګ موږ منلی دی او هیڅ ډول ویره ورڅخه نه لرو

له هغو مبارزو لیکوالو ملګرو نه ځکه  مننه نه کوم چې لوی افغانستان اونیزه د ټولو ده چې د لوی افغانستان په ننګه یې لیکنې  کړي او هرډول ډاډ یې راکړی دی

د يو پرمختللي، له هر ډول فساد او ذهني ښکيلاک او زبيښاک څخه د آزاد لوی افغانستان په هيله.

په خپل اه مې باور شته اثر به وکه

رقیبان به اور لړوني د تنور کړم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *