د نوي کال په شپه د افغانستان د خلکو دښمنان او بهرني مزدوران وتوانیدل چې یو ځل بیا نوی کال په وحشت او دهشت سره پیل کړي او د هیواد ځنی کورنۍ د غم په ټغر کینوي، په دې کورنیو کی یوه هم د شهید حاجی عبدالله علیزي کورنۍ وه چې کور ته یې په وینو رنګ تابوت ورننوت او غم یې میلمه شو. ملت ته خو امنیتی چارواکي او حکومت پړ دی ځکه چې د هیواد د وګړو د سر او مال امنیت نشی ساتلی، او سره له دې پړتیا دې جنابانو دومره هم ونه کړل چې د شهید علیزي یادونه وکړي او د هغه کورنۍ او یتیمانو ته تسلیت او ډاډګیرنه ورکړی.

 شهید حاجی عبدالله علیزي خپلو خلکو ته د دفاع وزارت په چوکاټ کې خدمت کړی او همدارنګه تقریبا لس کاله په کابل کې د افغاني سرې میاشتې رییس پاتې شوی او دوه کاله کیږي چې د سری میاشتی مشاور و.

 خو متآسفانه چې نه د حکومت لخوا د شهید کورنۍ او یتیمانو سره غمشریکي او ډاډګیرنه وشوه او نه د رسنیو لخوا د دې شهید نوم واخیستل شو.

 په دې کې شک نشته چې ټول ملت د سردار احمد او د هغه د کورنۍ د غړیو په مړینه غمجن دی، او دهغه د شهادت په هکله حکومت اطلاعات او فرهنګ او رسنیو سخت غبرګون وښود، خو د شهید علیزي کورنۍ او خپلوان هم غمجن دي هغوی هم هیله لري چې د هغوی د شهید څخه هم حکومت او هم رسنۍ یادونه وکړي او ورسره غمشریکي وکړي دا ځکه چې علیزی هم یو وطندوسته افغان وو دی خاوری ته یی خدمت کړی وو هغه دهیواد په خلکو او رسنیو او حکومت باندی حق لری چې یادونه یی وشی بله دا چې هغه خو شخصی معامله کی ندی مړ شوی هغه دحکومت او هیواد دښمنانو لخوا پدی جرم وژلی چې د کابل حکومت غړی دی.

والسلام حسام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *