په کابل کې د بي بي سي خبریالې په یوه مرکه کې چې د بي بي سي څلور راډیو سره یې کړې د ولسمشر کرزي له واکه په ارګ کې پرده پورته کړې.
لیز دوسیت، چې له ولسمشر او محمد قسیم فهیم سره په کراتو لیدلې، وایې؛
“قسیم فهیم کلیوال جنګیالې و او د کومې خاصې زده کړې او یا پوځې زده کړې له مخې د جنرالۍ رتبې ته نه و رسیدلی. بلکې په خپله خوښه یې ځان ته لومړی د جنرالۍ او بیا د مارشالې رتبه، چې په پوځ کې تر دې رتبې اوچته نشته ، ټاکلې وه.
هغه زیاتوې، یوه ورځ له ولسمشر کرزي سره یو ځای د ده دفتر ته ولاړم او ګورم چې فهیم د ولسمشر په چوکۍ ناست دی. سمدلاسه مي د کرزي نه وپوښتل چې دا څنګه کیدای شې؟ ولسمشر و خندل، ویې وویل؛
څه وکړم!
ما بیا و پوښتل چې بل څوک هم دا کار کوې؟
هغه وویل نه، يواځې فهیم دا کار کوي.
لیزدوسیت زیاتوي؛ کله چې کرزی د دوهم ځل لپاره وټاکل شو نو د برتانیا دولت فهیم لندن ته په رسمي سفر وغوښته څو په دیمکراسۍ کې د ژوند خوند ور په ګوته کړي ـ
د لندن تر ټولو مشهورو خوړو ته دعوت شو، خو د هغه خوښ نشول. د برتانیا مشهورې اس ځغاستې ته یووړل شو، ځکه د فهیم له حیواناتو سره شوق درلود او د ده د یوه جنګي سپي ارزښت ځلویښت زره ډالره وه. خو د فهیم دا لوبه هم خوښه نه شوه.او په آخر کې مارشال فهیم مارشال فهیم و.”
د لیزدوسیت له دې خبرو داسې څرګندیږي چې د مارشالۍ لقب هم قسیم فهیم ځانته پخپله ټاکلی و نه ولسمشر کرزي!
او ځنې نورې خبرې چې کرزي ته ګوته نیول کیږې د کرزي په خوښه نه دي شوي.
اوس نور پټ رازونه بر بنډیږی او د شما لی ټلوالی نا کردی او نا خوا لی به په مرور د وقت رسوا او بر بنډ شی ډیر د تا سف ځای دی چی اوس هم بعضی خلک ددی منفورو ملا تړ کوی