افغانستان کې د فساد نوی پړاو وروسته له هغه پیل شو، چې په ۲۰۰۱ کال کې نړیوالو په افغانستان برید وکړ او د ډالرو د بوجیو خولې یې خلاصې شوې، وسله والو، مافیایي کړیو او قومي مشرانو هر یوه پکې خپله برخه خوندي کړه او په فساد روږدي کسان اوس خپل فساد ته دوام ورکوي، خو اوس د نورو برخو له پرمختګ سره د دوی فساد هم پرمختګ کړی دی.
پخوا به فساد د ټوپک په شپېلۍ کېده، چې څڼور ټوپکوال به د کلي د لارې په سر کې خپل څادر وغوړاوه او له لارویانو به یې جیبونه خالي کړل، له فرمانه د سرغړونکو سزا په امبور او غاښونو د غوښې قېچي کول وو.
اوس چې د عصري ټکنالوژۍ دور دی، نو د فساد ډولونه هم ورسره عصري شوي. د قومي مشرۍ، تورې او مخ پټې وسله والې ډلې او ملا امام له ادرسه د فساد په ځنګل کې سږنی سیزن څوک هم نه قضا کوي او دا لکه ترک شوی مونځ بیا یې قضا راوړل ناممکن دي.
د فساد پدې ځنګل کې د بلا پېښو ترمنځ یو یې هم بهرنۍ رسنۍ د افغانستان په جنوب کې په کندهار او روزګان ولایتونو کې د یو ایس ای ډي د پلورل شویو ټراکټورونو په اړه بیانوي، چې له ډونرانو او قراردادیانو یې دلالانو په څه چلونو پیسې وشکولې.
ددې ټراکټورونو یوه برخه پیسې هغه وسله والو ډلو ته ورسېدې چې؛ په همدې ولایتونو کې فعالیتونه لري، بله ډله یې ډونرانو او قراردادیانو بېرته و اېستې او په دریمه برخه کې پاتې پیسې ایله د مافیایي کړیو خولې ور ټولې کړې.
ګلف نیوز ددې ټراکټورونو د ورکو شویو پیسو په اړه په یوه لیکنه کې د یو لیکوال سترګو لیدلی حالت پدې ډول شریکوي چې؛ د یو ایس ای ډي یو کارکوونکي ورته خپله کیسه کړې.
نوموړي لیکلي دي، چې د دغو ټراکټورنو ځینې پرزې کندهار ولایت ته راوړل شوې او په کندهار کې په یوه ورکشاپ کې ترې تصویرونه واخستل شول او بیا دغه تصویرونه کابل ته را انتقال شول، څو د ټراکټورونو د ترمیم او جوړونې په نوم له کابله پیسې یوسي.
کابل مېشتو قراردادیانو هم د جوړجاړي په اساس له یو اېس ای ډي د ټراکټورونو د ترمیم په نوم پیسې و اېستلې او د کروندګرو ټراکټورونه پدې حساب د فساد مړۍ وګرځېدل.
د فساد په ځنګل کې ډېرې دا شان نورې نا ویلې هم شته، خو اوس چې ورځې د ټاکنو دي، نو د فساد ددې ځنګل ځناور کله د یوه حیوان او کله هم د بل حیوان پوستکی واغوندي او له دې او هغې ډلې د ځان لپاره پیسې ټولوي.
په تازه کې د ټاکنو کمېسیون له لوري ټاکنو ته د خلکو د تشویقولو په هغو اعلاناتو کې ولس لاسي د قومي مشرانو خولې ته غورځول کېږي، چې د خپل کاندید په اړه باید له قومي مشرانو، ملا امامانو او د سیمې له مشرانو سره سلا مشوره وکړي.
پدې اعلاناتو کې چې د سیمه ییزو راډیو ګانو، اخبارونو او ټلویزیونونو له لارې خپرېږي، خلک تشویقېږي، څو د خپلې خوښې کاندید ته د قومي مشر او ملا امام په مشوره رایه ورکړي او یا حد اقل پدې برخه کې له هغوی مرسته وغواړي.
په کابل کې د ټاکنیزو دفترونو څوکۍ له همدغو قومي مشرانو، ملا امامانو او د سیمې له مشرانو ډکې دي، هر یو یې کاندید ته د زرګونو کارتونو د راټولولو سینې ډبوي او له ځانه نا خبر ولس له ملا امام سره د مشورې لپاره ان خپل کارت هم د هغه په جیب کې غورځولی دی او د لېرې پروت ولایت د رایو په دغو کارتونو په کابل کې معاملې کېږي.
د وړاندې او وروسته پام په توګه ددې ډول اعلاناتو فلسفه هم د فساد همدې ځنګل ته لار وباسي چې؛ قومي مشر او ملا امام د کلیوالو په برخلیک خپل بانډ قوي کوي او تورې پیسې ترې ترلاسه کوي.
له همدې ناپامۍ مافیايي کړۍ د ځنګل قانون عملي کول غواړي او د بېسواده لوی قشر په توګه د لېرې پرتو سیمو خلک لاسي د یوه معامله په لمنې پورې تړل کېږي.
د ولسواکۍ نظام یوه ګټه هم همدا ده چې نور به انتخاب لکه د پخوا په شنه او سره ټوټه کې محدود نه وي پاتې، که پلار د یوه حزب او زوی د بل حزب پلوی وي، د ټاکنو په ورځ به هر سړی د خپلې خوښې کاندید انتخابوي او هېڅوک په چا فشار نشي راوړی، خو ټاکنو کمېسیون په ناپامۍ او قومي مشر د خپلې مافیا په پوره تدبیر همدې دام ته شپې ورځې شمېري.
ولس ته باید په اعلاناتو او د عامه پوهاوي په کمپاین کې دا یقیني شي، چې د دوی غوښتنه، انتخاب او دقت یوازې په دوی پورې اړه لري او د کلي مشر یا بل یې په برخلیک معامله او سودا نشي کولای.