تاند- د کابل په دارالامان سیمه کې د ولسمشرۍ د مخکښ کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي د کور او د ملي اردو د جلب و جذب مرکز ته څېرمه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر یوه ساحوي دفتر د وسله والو ځانمرګو برید پای ته نه ورسېد.
د وروستیو راپور پر اساس په دې برید کې ۵ سرزوري حمله کوونکي، ۲ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مامورین، دوه پولیس او یو د ولایتي شورا کاندید وژل شوي دي. په دې برید کې ۳ تنه ټپیان شوي دي.
شاهدان وايي چې پولیسو د انتحاریانو په ځپلو کې فوق العاده مهارت وښود او بې له دې چې ډېرو خلکو ته مرګ ژوبله واوړي، سرزوري یې له منځه یووړل. حمله په ۱۱ نیمې بجې بیل شوې وه او په څلور بجې کاملاً پای ته ورسېده. طالبانو، چې پنځه واړه بریدګر یې د پولیسو له لوري وژل شوي، ادعا کوي چې د انتخاباتو د کمیسیون ۲۰ کګارکوونکي یې وژلي دي.
مخکینی خبر
پر ساحوي دفتر د برید تازه جزییات
پولیس وايي چې ودانۍ ته ننوتي، وسله وال سرزوري یې وژلي خو لا هم په ودانۍ په ودانۍ کې تلاشۍ ته دوام ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وايي چې عملیات پای ته رسېدلي، سرزوري تصفیه شوي دي. صدیقي وايي چې تر دې دمه د دفتر د هیڅ مامور د مرګ ژوبلې راپور نه لري. ده په عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلو په اړه څه ونه ویل خو داسي تصویرونه ترلاسه شوي چې لږترلږه یو ټپي پولیس پکې لیدل کېږي.
په پیل کې ګڼو لوېدیځو او کورنیو رسنیو وویل چې برید د ډاکتر اشرف غني احمدزي پر کور شوی دی خو وروسته څرګنده شوه چې دوو ځانمرګو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ساحوي دفتر مخته ځانونه الوزولي او دوه نور دفتر ته ننوتي دي.
د پولیسو یوه چارواکي ګل اغا وویل چې یوه سرزوري ځان الوزولی او ۴ نور توانېدلي چې دفتر ته ننوځي
ډاکتر اشرف غني احمدزی تر حملو ۳ ساعته مخکې په یوه لوی کاروان کې پکتیا ته روان شوی و.
د افغانستان د چټک غبرګون ځواکونه سمدستي سیمې ته ورسېدل او له حمله کوونکو سره یې ډزې تبادله کړې.
طالبانو ویلي چې د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات به ګډوډ کړي. دې ډلې د نوي لمریز کال په لومړۍ شپه د کابل په سرینا هوټل په برید کې ۹ تنه ووژل چې په نتیجه کې یې د افغانستان د ټاکنو د څارنې لپاره نړیوال څارونکي بېرته خپلو هیوادونو ته وګرځېدل.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون یوه چارواکي، د نوم د نه ښودلو په شرط اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې د دوی په دغه ساحوي دفتر کې ۲۰ مامورین بند پاتې دي.
ده همداراز وویل چې له خپلو مامورینو سره یې د ټېلفون له لارې خبرې کړي، هغوی ورته ویلي چې په ودانۍ کې یې ځانونه پټ کړي دي. د ده په وینا ۷ تنو ځانونه په تشناب کې پټ کړي او ۱۲ نور د ودانۍ په یوه بله برخه کې پټ دي.
د دفتر مامورینو، چې په ودانۍ کې بند پاتې دي، د ټېلفون له لارې ویلي چې په دې نه پوهېږي چې د دفتر همکارانو ته یې مرګ ژوبله اوښتې او که نه ده.
خو وروستي راپورونه وايي چې سخت دریځي وژل شوي او امنیتي ځواکونه ودانۍ ته ننوتي او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ساحوي دفتر کارکوونکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
تراوسه د دې برید په نتیجه کې د مرګ ژوبلو هیڅ دقیق راپور نشته.
وسله والو طالبانو ویلي چې دا برید دوی کړی او هدف یې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون دفتر دی.