سیف الله ساپی

 دا خبره ډاکتر اشرف غني احمدزي کړې ده. د سهامي شرکت اصطلاح چې اوس یې نور سیاستوال هم استعمالوي او منظور ورنه د شخصي او تنظیمي ګټو په اساس د شریک حکومت جوړول دي، په اول ځل ډاکتر اشرف غني احمدزي د ولسمشرۍ له دویمو انتخاباتو څخه دمخه مطرح کړه.

 په تېرو لس، دولس کلونو کې د افغان حکومت او چارواکو یوه پالیسي دا وه چې د مختلفو ډلو او شخصیتونو د راضي کولو او خپلولو لپاره به یې په حکومت کې برخه ورکوله. کله کله داسې هم شوې دي چې د یوه ناراضه کس د خوشحالولو لپاره نوې اداره جوړه شوې ده.

 د ولسمشرۍ له دویم ځل انتخاباتو وروسته چې نوې کابینه جوړېده، نو ځینو کسانو شکایت کاوه چې د ښځو ونډه په‌کې کمه ده. دې شكايت ته د ځواب لپاره د سواد د زده كړې په نوم د نوي وزارت د جوړېدو خبره مطرح شوه چې په راس كې به يې مېرمن وي، خو وروسته بيا چې د روغتيا وزارت لپاره د وزير په ځاى وزيره پيدا شوه، د سواد لپاره د وزارت جوړولو طرحه په‌خپل كار پسې لاړه.

 په تېرو څو کلونو کې چې حکومت هر څومره هڅه وکړه چې د مقرریو او شریکولو له لارې ناراضان راضي کړي، هغومره د ناراضو کسانو شمېر زیات شو او داسې ځکه وشول چې هر کس ته د یوه هوایي امتیاز ورکولو لس نور کسان دې ته وهڅول چې امتیاز تر لاسه کړي او څرنګه چې ټولو ته امتیاز ورکول او په سهامي شرکت کې شریکول ممکن نه وو، نو ګیلې ماڼې ورځ په ورځ زیاتې شوې.

 دوه کاله پخوا مې په یوه شخصي مجلس کې د حکومت یو پخوانی خوشبین ولید چې ډېر نهیلی ښکارېده او په حکومت پسې یې بد رد ویل. ما ورنه د علت پوښتنه وکړه. ده د خپل قهر په باره کې توضیحات راکړل او اصلي خبره په‌کې دا وه چې د ده غوندې یو بل څوک د مشاور وزیر په حیث ټاکل شوی و، حال دا چې د ده په قول هغه د حکومت مخالف او بدخواه و. دغه سړي استدلال کاوه چې حکومت دوست او دښمن نه پیژني او بلکې دوستانو ته تر دښمنانو ډېر امتیاز ورکوي.

  څرنګه چې د ناراضو د پخلا کولو لپاره هغوی ته امتیاز ورکول او په حکومت کې د هغو شریکول، په یوې عامې رودې او طریقې بدل شوي دي، نو ډېر ځله وینو چې هغه ډلې لا زیات په حکومت پسې بد رد وایي چې تر نورو ډېر امتیاز یې تر لاسه کړی دی. دوی په دې کار کې خپله ګټه ویني او  ګومان کوي چې که هر څومره نافرمانه او باغي شي نو هغومره د امتیاز تر لاسه کولو او په سهامي شرکت کې د شریکېدلو امکان زیاتېږي.

 په تېرو لسو کلونو کې ټول والیان بدل رابدل شول خو یو د بلخ والي په خپل حال پاتې دی او عجبه دا ده چې د بلخ والي تر بل هر والي د حکومت لوی منتقد دی.

  د تېرو لس، دولس کلنه تجربه راښیي چې که فرضا د نظام اوسني  مخالف مسلح قوتونه هم په حکومت کې شامل شي او د امتیاز د تر لاسه کولو په بدل کې له سنګرونو راووځي، بیا به هم افغانستان ته پایداره سوله او ثبات رانه شي، ځکه هاله به ځينې نور کسان پیدا شي چې د امتیاز د تر لاسه کولو لپاره به په سهامي شرکت کې ګډون غواړي او څرنګه چې حکومت به د امتیاز ورکولو لپاره اضافي امکانات نه لري، نو په مخالفت به لاس پورې کوي او نظام به په بې عدالتۍ باندې متهم ګرځوي.

 ډاکتر اشرف غني احمدزی چې د دایمي سولې او ثبات لپاره د سهامي شرکت له مفکورې سره مخالفت کوي، منظور یې دا دی چې سولې او ثبات ته باید د اصولو په اساس ورسېږو، داسې ا��ول چې ټولو افغانانو ته په‌کې د برابرو کسانو په سترګو وکتل شي او له هیچا سره ستم ونه شي. دا که یو کس یا یوې ډلې ته فوق العاده امتیاز ورکول کېږي، معنا یې دا ده چې له هغو نورو سره په اتومات ډول بې انصافي پیلېږي چې دغه امتیاز یې نه دی تر لاسه کړی.

 بې انصافي او بې عدالتي هغه وخت د ټولنې ثبات ته تاوان پېښوي چې د ټولنې غړي د بې انصافي او بې عدالتي احساس وکړي. دغه احساس هغه وخت پیدا کېږي چې وګړي خپل ګاوندي، خپل دوستان او خپل بلدي کسان وویني چې له فوق العاده امتیازونو برخمن شوي دي.

 په تېرو کلونو کې چې د ثبات د راوستلو او د مختلفو قشرونو د خپلولو په نیت یو شمېر کسانو ته فوق العاده امتیازونه او سهمونه ورکړه  شول، نو نتیجه یې دا ده چې کابو هر څوک ناراضه دي او اکثره کسان د بې عدالتۍ احساس کوي. دغه حالت په‌خپله بې ثباتۍ ته زمینه مساعدوي او د هېواد مشکلات ډېروي.

 په هېواد کې دوامدارې سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره په‌کار ده چې دولت په سهامي شرکت نه بلکې په یوې مشروع موسسې بدل شي چې کار کول په کې امتیاز نه بلکې ایثار او خدمت وګڼل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *