کندهار، افغانستان- نن غرمه نژدې ١١:٠٠ بجې د ژړۍ ولسوالۍ د اشوغې په سيمه کي پر يوه ملکي کس د ماين چاودنه سوې ده.
د يادي چاودني په پايله کي يو تن کروندګر د تورجان په نوم غبرګي پښې غوڅي کړي دي.
ياد کس دا مهال د کندهار ميرويس حوزوي روغتون ته د درملني په موخه انتقال سوى دى.
ماين د وسله والو مخالفينو له لوري په يوه کرونده کي ايښودل سوى وو، چي غوښتل يې امنيتي ځواکونه په نښه کړي، خو يو ځل بيا يې عامه زيان ورساوه.
وسله والو مخالفينو چي کله هم د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړى، نو يې عامو وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.