ودان ښوونیزه موسسه ده، په تېرو څو کالو کې یې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې ګڼې ښوونیزې پروژې پلې کړې دي. ودان په بېلابېلو برخو کې کار کوي، خو ښونیز پروګرامونه یې د ستاینې وړ دي. افغان ولس هم د ودان موسسې د ښوونیزو هڅو او کړنو مشکور او منندوی دی، خو درېغه چې دغې موسسې هم د حاجي نصیب په سپارښتنه د زلمي رسول په ملاتړ پټ او غیرقانوني کمپاین ته ملا وتړله.

کمپاین د هر چا حق دی، هر څوک کولی شي د خپلې خوښې نوماند ته کمپاین وکړي، خو په دې شرط چې کمپاین په معاملو نه، بلکې په اصولو ولاړ وي. ودان هم دا حق لري او له  خپل دې حق څخه ګټه اخیستلی شي، خو په دې شرط چې ولسواکیز، ټاکنیز اصول او ملي ارزښتونه په کې زیانمن شي، خو د زلمي رسول په ملاتړ د ودان  موسسې د مشر د خبرو په استناد دغه کمپاین په معاملو ولاړ دی، دا چې په کومو معاملو، د همدې لیکنې په راتلونکو پارګرافونو کې به یې ولولئ.

د ودان موسسې کارکوونکي یو تن ماسټر ټرینر راته کیسه کوله، چې تېره یکشنبه راته زنګ راغی او ویل یې چې د کابل په سیمه ییز دفتر کې د کارونو او پروژې په اړه اړینه غونډه ده، باید ځان ور ورسوم، زه هم په همدې تلوسه ورغلم، چې کتل مې د کابل سیمه ییز دفتر نور ټیم لېډران له ما مخته راغلي وو.

شیبه وروسته غونډه پیل شوه، څو دقیقې د ودان موسسې د هغې ښوونیزې پروژې په اړه خبرې وشوې چې فنډ یې ADA ورکوي، خو  پنځه شپږ دقیقې وروسته د ودان مشر حاجي نصیب د خبرو لوری بدل کړ، نوموړي خپلو سیمه ییزو ټیم لېډرانو ته وویل: خپل ښوونیز کارونه مو د یو څه وخت لپاره په ټپه ودروئ او کمپاین وکړئ.

د حاجي نصیب د دې خبرې په اورېدو سره وربلل شویو ټیم لېډرانو په حیرانۍ یوه او بل ته وکتل، حاجي نصیب هم د دوی حیرانتیا درک کړه، نو یې په ځواب کې ورته وویل: زه پوهېږم چې دا زموږ له کاري لوري او لومړیتوبونو سره تړاو نه لري، خو تاسو به اورېدلي وي وایي چې له کلي ووځه، خو له نرخه مه وځه، دا افغانستان دی، دلته به له ورځې سره کار کوئ، تاسو ګورئ والیان، وزیران او ټول لګیا دي خپل کارونه یې په ټپه درولي او یوازې په کمپاین یې تمرکز کړی، نو حیرانېږئ مه، دا د حیرانتیا خبره نه ده.

ښوونې او روزنې وزارت ته وګورئ، واړه او زاړه ټول په کمپاین اخته دي، په خپله وزیر صاحب شپه او ورځ په ځان یوه کړې، نو موږ هم د خپلو دندو د تداوم او د موسسې (ودان افغانستان موسسې) د بقا په خاطر بې تفاوته نشو پاتې کېدلی. د دې لپاره چې په راتلونکي کې ښې پروژې ولرو،باید په ټاکنو کې د زلمي رسول ملاتړ وکړو. نه یوازې ملاتړ، بلکې سر له ننه ورته ښه په خلاص مټ کمپاین وکړو.

حاجي نصیب وویل زلمی رسول مې په پټو سترګو نه دی انتخاب کړی، په دې اړه ښه فکر شوی، خبرې او مشورې شوي او بالاخره تفاهم ته رسېدلي یوو، داسې تفاهم چې زموږ ټولو په خیر دی. بیا یې په ټینګار وویل: بې له هغې خپلو کې یوو، خبره دې همدلته وي د پوهنې وزیر فاروق وردګ راته قول راکړی او سوګند یې یاد کړی چې  د زلمي رسول ملاتړ او کمپاین وکړئ او دا مې ژمنه ده چې که زلمی رسول ګټونکی شي، نو پوهنې وزارت به خپلې ډېرې ښوونیزې پروژې د ودان موسسې له لاري تطبیق کړي او د وزارت اکثر مشاورین او کارکوونکي به هم د ودان موسسې په سلا او مشوره وټاکي.

له همدې امله موږ تصمیم نیولی چې د خپل راتلونکي په خاطر ستاسو پرمټ د زلمي رسول د کامیابولو هڅې وکړو او د زلمي رسول کامیابول یوازې زما یا د ودان نه، بلکې زموږ ټولو په ګټه دي، ځکه د پروژ و خیر اوګټه موږ او تاسو ټولو ته رسېږي.

حاجي نصیب هر ورغلي ټیم لېډر ته په ښه ټینګار وویل چې په خپلو سیمو کې له مشرانو، د معارف له اهل او د ښوونځینو له ادارو، مسوولینو ، ښوونکو او زده کوونکو سره په دې اړه خبرې وکړئ او په راتلونکو ټاکنو کې هغوی د زلمي رسول ملاتړ ته وهڅوئ. ژمنې ورکړئ، مطلب دا چې په هر شکل یې هڅولی او راضي کولی شئ، راضي یې کړئ. یوازې همدومره وکړئ چې خپله رایه د زلمي رسول په ګټه وکاروي، نور بیا خدای مهربانه دی.

حاجي نصیب په خندا کې خپلې خبرې داسې راټولې کړې. دا نو ستاسو ټولو لپاره یو ازمېښت دی، زه به اوس وګورم چې څوک تکړه دی.  چې که د هر ټیم لېډر په سیمه کې زلمي رسول ته ډېرې رایې ورکړل شوې، دا مانا چې هغه ټیم لېډر ښه کار کړی، نو موږ به دغسې ټیم لېډران ښه ونازو، اوس به نو وګورو چې ستاسو له منځ څخه کوم یو د نازولو مستحق کېږي. د زلمي رسول په ملاتړ د ټیم لېډرانو دغه راغوښتل شوې غونډه د راتلونکې یکشنبې د غونډې په اعلان سره پایته ورسېده.

اوس پوښتنه داده چې د دغسې غونډو او کمپاین په پایله کې واک ته رسول شوی ولسمشر به د جنګ ځپلي او په ګڼو ستونزو کې ښکېل افغانستان لپاره څومره په درد ولګېږي؟

که جمعه خان همدرد له زلمي رسول څخه د ملاتړ لپاره یو ملیون ډالر په دبۍ کې خپل زوی ته تسلیموي او بیا له هغه وروسته ورڅخه د کمپاین په موخه خپل ملاتړ اعلانوي، نو دا ډېره حیرانوونکې نه ده، ځکه همدرد چې خدای کړی په همدغسې معاملو کې یې پیسې ترلاسه کړې دي. حتی له دې بدترو معاملو له لارې چې ټولو هېوادوالو ته معلومې دي پیسې جیب ته کړې دي، خو د افسوس ځای دادی چې ودان ښوونیزه موسسه ولې په دغسې چټلو او ناقانونه معاملو کې ځان ورګډوي، ودان ولې په خپله پاکه لمن داغ لګوي او ولې خپلو ارزښتناکو کارونو او خدمتونو باندې د دغسې ناوړه معاملو جال غوړوي، که ودان موسسه او مشرتابه د خپلې دغې معاملې او زلمي رسول په ملاتړ له سره غور ونه کړي، نو باور دی چې خپل حثیت او محبوبیت به له خاورو سره خاورې کړي.

—————————–

د لیکوالو نظر د تاند د دریځ ښکارندويي نه کوي.

0 thoughts on “ودان موسسه هم کمپاینره شوه/ محمد روښان ښاد”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *