تاند- د جنورۍ دوولسمه، د انترنټ د نړیوالې شبکې (World Wide Web)، چې لنډه بڼه یې (www) ده، د زوکړې ۲۵ مه کالیزه وه.
په ۱۹۸۰ میلادي کال بریتانیايي ساینسپوه ټیم برنرلي (Tim Berners-Lee)، چې د اروپا د اتومي تحقیقاتي ادارې (CERN) د مستقل قرادادي په توګه کار کاوه، د یوې پروژې وړاندیز وکړ چې پر اساس یې د دې ادارې ساینسپوهانو کولی شوای خپل تر ټولو تازه معلومات او د څېړنو پایلې د انترنټ د شبکې له لارې له هایپر ټکسټ (Hypertext) څخه په استفادې یو بل ته وړاندې کړي.
هایپرټکسټ داسي پروګرام و چې توري یې د کمپیوټر پر شیشه ښکارول.
په دې ډول د اروپا اتومي تحقیقاتي اداره تر ۱۹۸۹ پوري په اروپا کې د انترنټ تر ټولو په لوی مرکز بدله شوه.
په ۱۹۹۰ میلادي کال ټیم برنرلي د بلجیمي ساینسپوه رابرت کایلو () په مرسته لومړنی براوزر یا د براوزر پروګرام جوړ کړ او ورپسې لومړنۍ ویبپاڼه، چې د اروپا د اتومي تحقیقاتو په اداره کې جوړ شوی و، د ۱۹۹۱ میلادي کال په اګست کې انلاین شو.
ټیم برنرلي، چې د انترنټ د شبکې مخترع ګڼل کېږي، د خپلې دې اختراع په اړه وايي:
«۱۹۸۹ میلادي کال و، انترنټ مجود و، تاسو ایمیل لېږلی شوای، خو ویبپاڼې نه وې، یعني (http) او (html) موجود نه ول. داسي شی نه و چې ورباندې کلیک وکړئ. د انترنټ نړیواله شبکه د دې لپاره پیل شوه چې کار مشکله و او زه یې له نشتوالي ستړی شوی وم. ما د یوه داسي سیستم تصور کاوه چې چې له یوه شي پر بل کلیک کړای شي، دې ته اړتیا او مجبوریت زیات و او ما پرېکړه وکړه چې جوړوم یې.»
د انترنټ د نړیوالې شبکې د ایجاد له کالیزې سره په یو وخت د بې پولې خبریالانو ټولنې په خپل کالني راپور کې، چې د مطبوعاتو دښمنان په نوم یې خپور کړ، ایران، بلاروس، روسیه، ترکمنستان او ازبکستان د انترنټ سانسوروونکي بللي دي.
د انترنټ شبکې مخترع تیم برنرلي په دې باندې په تاکید چې انترنټ د دیموکراسۍ د خپراوي او ټینګېدا لپاره مهم دی وايي:
«د هغو کسانو چې انترنټ لري او هغوی چې انترنټ نه لري، ترمنځ توپیر ډېر زیات دی. انترنټ د ولسواکۍ لپاره هم ډېر مهم دی. که تاسو انترنټ ونه لرئ ، ستاسو ږغ به نور څنګه اوري؟ څنګه کېدای شي هغه ارزښتونه چې فکر کوئ مهم دي، ټول حکومتونه یې په پام کې ونیسي.»
د مطبوعاتو د دښمنانو په کالني راپور کې د پاکستان د مخابراتو چارواکي، د شمالي کوریا د ساینس او معلوماتي تکنالوژۍ مرکزي شرکت، د ویتنام د اطلاعاتو او ارتباطاتو وزارت او د چین د انترنت او معلوماتو حکومتي دفتر د هغو اورګانونو په توګه یاد شوي چې د ملي امنیت له مسلې څخه د ژورنالیستانو ، ویبلاګرانو او د نورو کسانو د ټولنیزو فعالیتونو د مخنیوي او سانسور په توګه کار اخلي.