هغه مافیايي کړۍ او مفسده اداره چې له تیرو دیارلسو کلونو یې افغانان په بیلابیلو ډولونو وکړول، اوس غواړي د خپلو مفسدو تجربو(تقلب کاریو) او حرامو پیسو پرمټ یو بل کس واک ته ورسوي ترڅو په راتلونکي کې هم فساد، نا امني او د افغانانو ځور او کړاووادامه ومومي. وزیران په وزارتونو کې، والیان په ولایتونو کې، ولسوالان په ولسوالیو کې، امنیه قوماندانان په رینجرونو کې، بې شمیره مشاور وزیران په قومي او ټولنیزو چارو کې د کارته پورته کیدو په پلمه او نور دولتي مامورین په دفترونو کې د خپلو چوکیو د ساتلو او خپلو فسادونو ته د دوام ورکولو په موخه زلمي رسول ته کمپاین کوي.  داسې اشخاصو او زمامدارانو ته په کتو دا هیله خو هیڅ نه پیدا کیږي چې دا هیواد به جوړ شی، امن به پکې راشي او له سیالانو سره به سیال شي، خو پدې مې یقین لاهم زیات شي چې دا عمال او زمامداران به ګران افغانستان یو ځل بیا د بدبختئ کندې ته ور وغورځوي. په لاندې توګه یو شمیر دلایل وړاندې کوم چې له امله یې اندیښمن یم:

لومړی: سر له اوسه زه او اکثریت افغانان پدې باور یو چې که زلمی رسول واک ته ورسیږي دا به مشروع ولسمشر نه وي، دا ځکه چې دا ترلمر مشهوره ده چې زلمي رسول ته دولتي کسان تقلب کوي، همدا اوس دولتي امکانات ورته کاروي او خپله له ولسمشر نه نیولې بیا دده د ډلې ټول اراکین او مامورین دده په فرمایش د زلمي رسول لپاره کمپاین کوي او نورکاندیدان تخریبوي. که څه هم ولسمشر کیدل یې د خلکو د رایو پربنسټ امکان نلري، خو که د تقلب په نتیجه کې ولسمشر شي، نو نوموړی به یو نا مشروع ولسمشر وي. کله چې ولسمشر مشروعیت ونلري خلک به دداسې ولسمشر خبرو ته هم غوږ نه نیسي، خلک به له دولت سره نوره هم فاصله زیاته کړي او ددولت وسلوال مخالفین به له دې حالته زیاته ګټه پورته کړي. همدارنګه څرنګه چې زلمی رسول به حامدکرزي او اوسني فاسد ټیم واک ته رسولی وي، نو واک به بیرته د مفسدینو په لاس کې پاتې شي، د پردې ترشا به حامد کرزی واک چلوي، او دهغه واکمني خو چې په دیارلسو کلونو کې څرنګه وه، نو دخپلې نیکنامئ په خاطر به هم پټ پټ کوښښ کوي چې حکومت نور هم کمزوری او بې کفایته شي ترڅو خلک دده ناکامیو ته ګوته ونه نیسي بلکه ورته دعا ګوی شي او وايي به چې تردې خو پخوانی کفن کش غوره وو.

دویم: نړیواله ټولنه به وویني چې په ظاهره یو شخص بدل شو او نور فساد او خراب حکومت همداسې ادامه لري، پدې توګه به د نړیوالې ټولنې دلچسپي له افغانستان سره کمه شي او د خپلو مرستو اندازه به هم یا بیخي قطع او یا ډیره لږه کړي. پدې سره به بې کاري اوج ته ورسیږي، یو شمیر هیوادوال به د کار لپاره بهرنیو هیوادونو ته مهاجرت وکړي، یو شمیر به د بهرنیو استخباراتي کړیو په خدمت کې ولویږي، یو شمیر به وسلوال مخالفین جذب کړي او یو شمیر نور به د مافیاوو لخوا استخدام او بیلابیلو جرمونو ته به مخه کړي ترڅو پدې توګه خپل ژوند تامین کړي. دا پداسې حال کې چې فاسد او بې کفایته حکومت به پدې اړه د څه کولو توان هم نلري او نتیجتا به هیواد د زیاتو نا امنیو، بې عدالتیو، ظلمونو او ستونزو سره مخامخ شي.

دریم: ګاونډي هیوادونه به د ضعیف مدیرت نه اعظمي استفاده وکړي او پدې توګه به غرب او نور هیوادونه پدې قانع کړي چې د افغانستان مدیریت باید دوی ته وسپارل شي. په نتیجه کې به افغانستان خپل ټول فرصتونه له لاسه ورکړي او په مقابل کې به پاکستان او ایران د افغانستان په سر له غرب او نړیوالې ټولنې څخه امتیازونه ترلاسه کړي.

څلورم: وسلوال مخالفین او د نظار شورا به تقویه شي او پدې به وتوانیږي چې له یوې خوا وسلوال مخالفین یو شمیر سیمې ترخپل مستقیم کنټرول لاندې راولي او له بلې خوا به د نظار شورا قوماندانان په خپلو سیمو کې ملوک الطوایفي جوړه کړي. دا حالت به افغانستان ورو ورو د تجزیې له خطر سره مخ کړي. تاریخ ته په کتو سره چې افغانستان خپلې مهمې برخې د محمدزیو د کورنئ د واک پرمهال له لاسه ورکړیدي، دا ویره شته چې د زلمي رسول په واکمنئ کې به افغانستان لږ ترلږه هرات، نیمروز او بدخشان له لاسه ورکړي او پاکستان به د کونړ سیند ترخپل کنټرول لاندې راولي.

—————————————

د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *