محمدالله همت یار: د پکتیکا په ولایت کي په سلګونو دیني عالمانو او قومي مخورو د یوې غونډي په ترڅ کي چي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا جوړه شوې وه په دې ولایت کي د ټاکنو له پروسي سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

په دې غونډه کې، چې د پکتیکا په مرکز ښرنه کي جوړه شوي وه، د دې ولایت  له بېلابېلوولسوالیو او سیمو سلګونو دیني عالمانو اوقومي مخورو برخه درلوده.

په پکتیکا کې د تاکنو د خپلواک کمېسیون  مشر ذبیح الله وګړي پرټاکنو کې د دیني عالمانو اوقومي مشرانو رول اغېزمن وباله .

نوموړي وویل، دیني عالمان اوقومي مخور په ټولنه کې خورا اغیزمن رول لري ،نو ځکه باید دوی خلک وهڅوي څو د خپل ملي اواسلامي مسؤلیت له مخې د ټاکنو په ملي پروسه کې ونډه واخلي تر څو خپل راتلونکی په خپله وټاکي.

د پکتیکا د ارشاد حج او اوقافو رییس مولوي ضبط الله دعلمآو په استازیتوب  برخه والو ته وویل(( تاسي هم ټولنیز او هم اسلامي مسؤلیت لرئ، څو  په ټاکنو کې هم خپله برخه واخلۍ او هم نور دې ملي پروسې ته وهڅوی.

هغه د عالمانو په استازیتوب زیاته کړه چي د خپل ملي او اسلامي مسئولیت له مخي به  په دې پروسه کي د خلکو د ګډون لپاره هلي ځلي کوي.

دغونډې برخه وال قومي مشرمامور شادې خان ژمنه وکړه، چې دوی له په خپله سیمه کې خلک وهڅوي ، ترڅو نر اوښځې ټول یې په ټاکنو کې برخه واخلي.

نوموړي وویل، چې رایه باید دخپل مسؤلیت له مخې وړ اومناسب کس ته ورکړل شي.

دا غونډه د پکتیکا د ټاکنو کمېسیون رابللې وه چې موخه يي په ټاکنو کي د عالمانو او مخورو رول وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *