تاند- پېښور ښار ته نژدې د څمکنیو په سیمه کې د شیعه مسلمانانو په یوې حسینیې کې ځانمرګي برید لږترلږه ۱۰ تنه وژلي او شاوخوا ۲۰ نور ژوبل کړي دي.

ځانمرګي هغه وخت ځان والوزاوه چې شیعه ګانو په خپله دیني مدرسه کې د جمعې لمونځ ادا کاوه.
د چاودنې په مهال په مدرسه کې شاوخوا دوه سوه تنه پر لمانځه ولاړ ول.

پولیس وايي، لومړني مالومات ښيي چې په چاودنه کې لس تنه وژل شوي او شل نور ژوبل دي خو دې ته په پام سره چې د ځینو ټپیانو حال نازک دی، ممکن د تلفاتو شمېر تر دې واوړي.

ویل شوي چې ځانمرګی، چې ډېره اندازه چاودېدونکي مواد یې په واسکټ کې ځای پرځای کړي ول، مدرسې ته پلی ورغی.
د ځانمرګي د بدن ټوټې موندل شوي دي.

پولیس وايی، د رخصتۍ له کبله نن په مدرسه کې د طالبانو شمېر لږ و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *