د ټاکنیزو سیالیو پر مهال ښکاره شوه چې افغان ولس یوازې یو نوماند د حکومتي ټیم د استازي په توګه پېژني؛ زلمی رسول، هغه نوماند چې د نوې ادارې له پیل څخه د ولسمشر حامد کرزي ملګری پاتې شوی او له یو بل سر ه ښه آشنايي لري.  ولسمشر حامد کرزی لومړنی کس و چې د شانګهای غونډې پر مهال یې د زلمي رسول د نوماند کېدو خبره یاده کړه.  له دې سره ولسمشر چوپ پاتې نشو نوماندان  یې داسې سره طراحي کړل چې په یو ډول نه یو ډول هر مطرحه نوماند حکومتي پلویان ولري، څو وکړای شي په سمه توګه خپل هدف ته ورسېږي او هېڅ څوک له حکومتي مداخلې څخه نیوکه ونه کړي.  د نوم لیکنې له پیل څخه ولسمشر ټینګار درلود چې باید څلور تنه نوماندان پاتې شي او له نوم لیکنې وروسته یې هم داسې جرګه جوړه کړي چې ځینې نوماندان د همدغو مطرحه کسانو په ګټه انصراف ته اړ کړي.  څو ورځې مخکې ولسي جرګې کې کندهار ولایت استازي عبدالرحیم ایوبي یو تلوېزیوني بحث کې وویل چې ولسمشر حامد کرزي داسې هڅې پیل کړي چې د هر مطرحه نوماند د کړنو او سرغړونو په هکله اسناد را ټول کړي.  دا بحث تر ډېره بریده منطقي ښکاري ددې لپاره چې د ملي شورا د پرانیستنې پر ورځ ولسمشر په زغرده وویل چې له هرو مشخصو نوماندانو سره حکومتي ملاتړ شته او په یو ډول ډاډه هم ښکاره کېده.

ولسمشر څه غواړي:

د ولسمشر حامد کرزي تر ټولو ستره اندېښنه دا ده چې څنګه یې د خوښې وړ نوماند بریالی شي او له ټاکنو وروسته ټیکاو او د نوماندانو لخوا د ټاکنو پایلې له کومې ستونزې پرته ومنل شي؛ همدې لپاره اصلي هڅه یې دا ده چې د هر نوماند په هکله هغومره چې کېدای شي له دولتي امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې په هکله اسناد چمتو کړي.  ولسمشر د نوم لیکنې پرمهال ځینو کسانو ته د کارتونو په برخه کې تخفیف ورکړل، ځینې یې یوازې ددې لپاره ودرول چې د بل نوماند په ګټه انصراف وکړي او په همدې ډول ځینې مشخص حکومتي چارواکي یې له ټیمونو سره یوځای کړل چې د ناورین په وخت کې د یوې وسیلې او شاهد په توګه ترې کار واخلي.  له شکه پرته چې دا کړنې په پای کې د خپله ولسمشر حامد کرزي په تاوان پای ته رسېږي، ځکه چې د قانون پر بنسټ هېڅوک دا حق نه لري چې له دولتي امکاناتو د یوو مشخص نوماند په ګټه کار واخلي او یا هم ټاکنې مهندسي کړي.  د ټاکنو مهندسي کول نه یوازې له قانون څخه سرغړونه ده؛ بلکې ملي خیانت هم شمېرل کېږي.

   په څلورو مطرحه نوماندانو کې ولسمشر له دوو کسانو څخه اندېښنه لري؛ ډاکټر اشرف غني او عبدالله عبدالله، ځکه چې دوی کولای شي د ولسمشر راتلونکی له ګواښ سره مخ کړي.   څلور تنه مطرحه نوماندان هر یو ډاکټر اشرف غني، عبدالله عبدالله، عبدرب الرسول سیاف او زلمی رسول تر ډېره بریده په حکومت کې خپل مینه وال او ملګري لري.  تر اوسه پورې په زغرده له اشرف غني څخه د ولسمشر دویم مرستیال محمد کریم خلیلي ګوند، او سلاکار وزیر حاجي دین محمد له عبدالله څخه ولسمشر لومړی مرستیال، اقتصاد وزیر، بلخ والي، سولې عالي شوار مشر ملاتړ کوي، له استاد سیاف څخه هم غزني والي، تخار والي، لوګر والي او نورستان والي ملاتړ کوي او له زلمي رسول څخه هم د ولسمشر حامد کرزی په ګډون د امنیت شورا غړي، پوهنې وزیر، کرنې وزیر، پکتیا والي ډېر شمېر سلاکار وزیران او ځینې امنیتي چارواکو ملاتړ کړی دی؛ خو ډېر شمېر نور حکومتي چارواکي هم شته چې له نوماندانو څخه ملاتړ کوي چې تر اوسه پورې لا مشخص شوي نه دي.

زلمی رسول کمپ ولې اشرف غني پسې را اخیستې ده؟

اوسمهال د ولسمشر او حکومتي ټیم تر ټولو ستره هڅه دا ده چې په یو ډول نه یو ډول دوه تنه نوماندان عبدالله عبدالله او په ځانګړې توګه ډاکټر اشرف غني پر وړاندې داسې هڅې وکړي چې د دوی په هکله د خلکو شکونه ډېر کړي، ځکه چې ولسمشر د زلمي رسول او سیاف په پرتله له ډاکټر غني او عبدالله څخه ویره لري. له بلې خوا بیا په یادو څلورو تنو کې یوازې دوه تنه نوماند هر یو ډاکټر اشرف غني او استاد سیاف داسې کسان دي چې په غونډو او نورو ټاکنیزو سیالیو پر مهال ورسره حکومتي چارواکي نه دي لیدل شوي.  په داسې حال کې چې له زلمي رسول او عبدالله سره خبره توپیر کوي.  د دوی په غونډو کې حکومتي چارواکي لیدل شوي دي او حتي یې له خپلو حکومتي څوکیو څخه د خپلو نوماندانو په ګټه کار هم اخیستی دی؛ همدې لپاره دوی هڅه کړې چې له کوم کره سند پرته داسې تورونه ولګوي چې د ځانګړي نوماند په هکله د خلکو شک ډېر کړي.

 په کابل کې له زلمي رسول څخه د ملاتړ لپاره د حزب اسلامي غونډې وښوده چې پکتیا والي او پوهنې وزیر څرګنده مداخله وکړه، پکتیا ولایت ویاند د غونډې انانسري کوله، څو تنه وزیر مشاوران غونډې ک�� ناست ول او د پوهنې وزارت موټرانو خلک غونډې ته رسول او له ډېر شمېر ښوونځیو څخه ښوونکي په بېلابېلو بهانو غونډې ته رابلل شوي وو.  له دې وروسته په ننګرهار، کندهار، او پکتیا ولایت کې هم غونډو وښوده چې حکومتي چارواکي له کوم ډار پرته زلمي رسول ته کمپاین کوي چې انځورونه یې هم مېډیا کې خپره شوه.  له بلې خوا عبدالله عبدالله غونډو ته هم حکومتي چارواکي راغلل او په څرګنده توګه یې له عبدالله څخه ملاتړ وکړ.  دې غونډو تر ډېره بریده نیوکو ته زور ورکړ او خلکو ته یې تشویشونه ډېر کړل چې ګواکي راتلونکې ټاکنې به له لاسوهنو څخه لرې پاتې نشي.

اوسمهال زلمي رسول ویندویانو خپله ټوله انرژي او هڅه داسې متمرکز کړې ده چې په ټاکنو کې د منفي تبلیغاتو له لارې پر مخ ولاړ شي او حتي عوام فریبۍ ته یې مخ کړې ده چې له خپل تندي څخه د حکومتي ټیم نوم پاک کړي، همدې لپاره د مالیې او قومونو او قبایلو چارو وزیرانو نومونه اخلي، وایي مالیې وزارت له بودیجې دې ټیم سره مرستې کېږي او د پکتیا ولایت د ورستۍ غونډې ویډیو چې ګواکي خلک د مرستو په نامه رابلل شوي دي.  که څه هم ددې کړونو په هکله کره شواهد نه دي وړاندې شوي او یو ډول منفي تبلیغات شمېرل کېږي؛ اما بیا هم د پوښتنې وړ دي او باید تر څېړنې لاندې ونیول شي، څو مثبتې سیالۍ له منفي کېدو څخه وژغورل شي.

له دې سره داسې ګنګوسې دي چې زلمي رسول ټیم چې حکومتي ملاتړ هم له ځانه سره لري داسې هڅې ترسره کړي چې د ډاکټر اشرف غني ټیم تخریب کړي.  هغه مهال چې زلمي رسول ته د قیوم کرزي انصراف موضوع راپورته شوه او دا موضوع قبیلوي بڼه غوره کړي، ډېر ژر ددې ټیم طراحانو د نیوکو د مخنیوي لپاره اشرف غني ته هم مخه کړه او دا موضوع یې رسنییز کړ چې ګواکې اشرف غني هم غواړي چې قیوم کرزی ورته تېر شي.  اما ډېر ژر روښانه شو چې دوی له یو بل سره څه ډول اړیکې درلودې او دا یوازې سمبولیکه بڼه درلوده.  په همدې ډول په دې ورځو کې هم داسې مسالې راپورته کېږي چې ګواکي ولسمشر له زلمي رسول څخه مخ اړولی، پوهنې وزیر له اشرف غني څخه ملاتړ پیل کړی او داسې نور! چې له شک پرته دا موضوع هم د قیوم کرزي مسالې ته ورته دی او یوازې غواړي د اشرف غني ټیم پر وړاندې شکونه او نیوکې ډېرې کړي او خلکو ته دا وښيي که چېرې دې ټیم د تقلب یا هم د مهندسۍ له لارې قدرت ترلاسه کړ، پړ نه دی او رایې په شفافه توګه ترلاسه کړي دي، ځکه چې ټول دولتي امکانات له بل نوماند سره  دی او بس!

———————————————-

د لیکوالو نظر د تاند د دریځ ښکارندويي نه کوي.

One thought on “د حکومتي ټیم ستراتېژۍ/ مسعود عمر”
  1. لیکنه ډېره ښکلې ده! د زلمي ډنډورچيان لجوج انسانان دي چې د هرې ناوړې وسيلې څخه دريغ نه کوي.دوی داسې يو بيکاره او پیکه کانديد ته په حکومتي امکاناتو ډنډوره ږغوي خو هېڅ په تال نه برابرېږي.خدای دا ملت دښمنه انسانان نور هم وشرموي.ـ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *