د جلال اباد ښارټولنیزې شورا د یوې پراخې ملاتړغونډې په جوړولو سره د ولسمشرۍ نوماند ډاکټراشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

دا غونډه نن په جلال اباد کې د یادې شورا د سلګونه غړو،جلال اباد ښاریانو او د ډاکټراشرف غني د کمپاین ټیم د یو شمېرمسولینو په ګډون جوړه شوې وه.

د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو له تلاوت او ملي سرود ته له درناوي وروسته قومي مخور استاد محمود پرانیسته وکړه.

هغه ډاکټرغني د افغانستان په ستونزو،حل لارو او سرلوړه کولو کې د ښې او ثابته کړې وړتیا خاوند وباله.

ورپسې د ډاکټراشرف غني د کمپاین د عمومي دفتر یوه ویاند محمد صدیق پتمن وینا وکړه.

هغه د بدلون او دوام ټاکنیزټیم د اهدافو او وړتیاوو له روښانولو سره وویل،د هېواد په زیاتو ولایتونو کې له ډاکټرغني څخه د سلګونه زرو تنو بیا،بیا پراخې ملاتړغونډې د هغه د حتمي بریالیتوب او د دایمي ثبات خوا ته د افغانستان د ورتلو زېری کوي.

د ډاکټراشرف غني فرهنګي سلاکار استاد لال پاچا ازمون وویل،تخریبکاره کړۍ د وېرو او اندیښنو د خورولو له لارې د ډاکټرغني په ملاتړ پاڅیدلی ولس له خپلې ارادې شاته کولای نه شي او بریالیتوب به خامخا د بدلون او دوام ټیم په برخه شي.

ورپسې انجینر نوراحمد نورزاد،د لغمان پخواني والي عبدالمالک عرب او د جلال اباد ښاریانو د ټولنیزې شورا مشر ډاکټر مسعود ساپي پخپلو ویناوو کې د ډاکټراشرف غني ملاتړ اعلان او هغه يې له هره پلوه د افغانستان په خیر او ترټولو وړ ولسمشریز نوماند وباله.

د یادونې وړ ده،چې پرون په لسګونه زرو تنو په جلال اباد ښارکې د ډاکټراشرف غني په ملاتړ د ختیځ زون په کچه لویه ملاتړغونډه لرله.

په پرونۍ غونډه کې خپله ډاکټراشرف غني او د هغه دویم مرستیال استاد سرور دانش هم برخه لرله.

د ختیځ زون د کمپاین مطبوعاتي مسول:ارشاد رغاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *