وسله والو طالبانو د ټاکنو د مخنيوي په هدف له تېرو څلورو ورځو راپدېخوا د وردګو د چک ولسوالۍ هغه لويه لاره تړلې، چې دوو نورو ولسواليو؛ جغتو او جلګې ته غځېدلې ده.

طالب اورپکو د وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار سربېره په ګڼو سيمو کې شپې پاڼې خورې کړې، خلکو ته يې خبرداری ورکړی، چې که په ټاکنو کې ونډه واخلي، وبه يې وژني او يا به يې له خپلو مېنو وشړي. دوی په جلګه، جغتو او چک ولسواليو کې له کليوالو پيسې ټولې کړې، چې د ټاکنو د مخنيوي په خاطر د جګړې لپاره پرې وسلې او مهمات واخلي.

د ټاکنو کمېسيون مسوولين خبر ورکوي، چې د ټول ولايت لپاره يې ۱۶۰ مرکزونه په پام کې نيولي، چې ۳۸۹ محلونه به ولري او د ټاکنو په ورځ به ټول هغه فعال وي.

وسله والو طالبانو له تېرې اونۍ را پدېخوا د وردګو ولايت په چک وسلوالۍ کې هغه لويه لاره د خلکو او موټرو په مخ تړلې، چې له پلازمېنې کابل څخه تېرېدونکي موټر پرې دوو نورو ولسواليو جلګې او جغتوته ځي.

طالبانو له خلکو غوښتي، چې د یادې ولسوالۍ د ګلي له سیمې تر چک وردګ روغتون پورې په عمومي واټ تګ راتګ ونکړي او دغه سړک به تر نامعلوم وخت پورې تړلی وي. دوی خبر داری ورکړی، چې د وري مياشتې له ۱۴مې تر ۱۷مې نېټې پورې به ياد سړک تر ولسوالۍ پورې وتړل شي او له خلکو يې غوښتي، چې د ټاکنو په ورځ له خپلو کورونو راونه وځي.

ځايي خلک وايي، وسله والو اورپکو، خلکو ته ګواښ کړی، که څوک په ټاکنو کې ونډه واخلي، نو وبه يې وژني او يا به يې له خپلو کورونو او کليو وشړي.

د جلګې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي شهاب الدين محور ته وويل، لس ورځې دمخه وسله وال طالبان د چنګې کلي ته تللي وو او له خلکو يې غوښتي وو، چې د ټاکنو د مخنوي په خاطر بايد له دوی سره مالي او ځاني همکارۍ وکړي: ((په چنګې کلي کې ۵۰۰ کورنۍ ژوند کوي او وسله والو طالبانو چې کله ترې د د پيسو غوښتنه کړې وه، نو ايله دوه کسان چمتو شوي، چې ۷۰ افغانۍ ورکړي. دوی خلکو ته ګواښ کړی، که په ټاکنو کې ونډه واخلي، نو ژوند به ورته دوزخ وګرځوي.))

ځايي خلک وايي، په ياده ولسوالۍ کې به ناشونې وي، چې خلک دې په ټاکنو کې ونډه واخلي، هغه ځکه چې په دې ولسوالۍ کې د دولت واک يوازې د ولسوالۍ تر څلورو دېوالونو پورې محدود دی.

د وردګو د ولايتي شورا غړی حاجي جانان وايي، په محدود شمېر سيمو شايد ټاکنې تر سره شي. دی زياتوي، په زياتو ولسواليو، لکه، چک، جلګه، جغتو، نرخ، سيد اباد کې شايد د ولسواليو تر دېوالونو پورې ټاکنې محدودې وي. ښاغلی جانان زياتوي، د ياد ولايت امنيتي چارواکي ورته هر وخت ټټر ډبولی، چې په امن کې به ټاکنې تر سره کېږي، خو وايي، فکر نه کېږي، چې په ياد ولايت کې دې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره منظم امنيت ټينګ شي: ((څلور ورځې دمخه ان په ميدانښار کې د وسله والو طالبانو له لوري شپې پاڼې خورې شوې، خلک يې ګواښلي وو، چې په ټاکنو کې ونډه وانخلي، تردې اخوا يې هم په ډېرو سيمو کې خلکو ته ګواښ کړی دی.))

ښاغلی جانان زياتوي، بهسود، جلرېز او ميدانښار شايد هغه سيمې وي، چې ټاکنې پکې په پوره امن کې تر سره شي، خو په نورو سيمو کې به يې امنيت تامين نشي.

بلخوا د وردګو ولايت د ټاکنو کمېسيون د بهرنيو اړيکو مسوول منصور جمالزي محور ته وويل، چې د ياد ولايت لپاره ۱۶۰ مرکزونه په پام کې نيول شوي، چې ۳۸۹ محلونه به ولري: ((موږ ته د امنيتي ارګانونو له لوري پوره ډاډ راکړل شوی دی، چې د ټاکنو په ورځ به ټول مرکزونه او محلونه فعال وي. د ټاکنو کمېسيون دنده لري، چې اړوند تخنيکي چارې په ښه ډول تر سره کړي.))

ښاغلی جمالزی زياتوي، تر اوسه جلګې ولسوالۍ ته د هوا له لارې ټاکنيز توکي لېږل شوي او په پام کې ده، چې دوو نور ولسواليو ته هم د هوا له لارې واستول شي، خو نورو ولسواليو ته بيا د ځمکې له لارې لېږل کېږي.

د ټاکنو کمېسيون د خلکو اندېښنې په ځای بولي، خو وايي، امنيتي چارې په ملي پوليسو، اردو او نورو امنيتي ارګانونو پورې اړه لري.

د وردګو ولايت امنيه قومندان مل پاسوال احمد فهيم قايم وايي، له دوو مياشتو را پدېخوا په ياد ولايت کې چاڼيز عمليات پيل شوي. دی وايي، د خلکو مرستې ته اړتيا ده، چې د امنيت په خوندي کولو همکاري وکړي او همدا ډول په ټاکنو کې پوره ونډه اخلي.

ښاغلی قايم مني، چې په يوشمېر ولسواليو کې امنيتي ستونزې شته، خو دی يې په هغه پيمانه نه بولي، چې ټاکنې دې وننګول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *