تاند- د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې د دوو لویو ستونزو په اړه د خبرو لپاره هند ته روان دی.
ښاغلی جان کیري به د یکشنبې په ورځ له هندي چارواکو سره د افغانستان او سوریې په اړه، چې امریکايي رسنۍ یې د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې د سترګو ازغي بولي، خبرې وکړي.
ښاغلی کیري وروسته له دې هند ته سفر کوي چې په قطر کې د سولې د خبرو لپاره د طالبانو دفتر رسماً پرانستل شو او ګومان کېږي چې د پاکستان په مرسته د دغه دفتر ایجاد به هندي چارواکي اندېښمن کړي وي.
سره له دې چې هند د افغانستان د مسلې د حل غوښتونکی دی خو داسي حل نه غواړي چې په هغه کې د پاکستان برلاسي تثبیتوي.
کیري به نن /شنبه/ په قطر کې د سوریې په اړه په یوه کنفرانس کې ګډون وکړي.
مخکې ویل شوي و چې ښايي کیري په دوحه کې د افغان طالبانو له استازو سره وویني خو تېره شپه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې کیري له طالبانو سره د خبرو پلان نه لري.
هند د امریکا او افغانستان ستراتیژیک دوست دی. دې هیواد په تېرو لسو کلونو کې له افغانستان سره د څه باندې دوه زره ملیون ډالرو مرسته کړې ده.
هند اندېښمن دی چې که په افغانستان کې بیا پاکستان پلوه رژیم واکمن شي نو د طالبانو د تېرې واکمنۍ په شان به د هند مخالفې پاکستاني ډلې لکه لشکر طیبه او حرکت مجاهدین په افغانستان کې روزنځایونه جوړ کړي او د هند پر ګټو به حملې کوي.
کیري به په هند کې هڅه وکړي چې د دغه هیواد چارواکي د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمنځ همکاریو ته وهڅوي ځکه چې امریکا باور لري چې د دغو دوو هیوادونو د اړیکو نژدې توب په افغانستان کې د دوی ترمنځ د منفي سیالۍ له کمېدو سره مرسته کولی شي.
ښکلې لیکنه ده . خدای دې په ګوتو برکت کړه
جمیله